که رښتیا شي، ځینې خبرې له سیاست وراخوا د بنده په زړه ګرځي؛ خو هغسې یې نشي کړای، لکه سیاسیون چې یې کوي. سره له دې چې له پاکو او سوتره سیاستونو سره مصلحتي چلن د پام وړ نه وي او نه یې اصولاً ژمن سیاسي او فکري موقفونه تاییدوي؛ خو دا له سیاسیونو په څنګ په لړلیو سیاستونو کې د خپل هغه موقف ننګه وي، چې خدای مه کړه څوک ګوندي، سرسخته او نظریاتي سیاستپلوه افراطیان یې پر کوم طرف یا د ځان او بل په طرف ونه بولي. کېدای شي چې دغه طرفونه هم کوم عیب نه وي؛ خو لنډپاري، احساسات او غیر منطقي چلن یې شاید هغسې مطلوبې پایلې ورنه کړي، کومې چې اصل او مقصد وي.
خبره دا ده، چې سیاسي او اقتصادي ثبات یوازې په واک، ګټنه یا اقتدار ته رسېدنه کې نه دی؛ اصل یې هغه دی، چې د خلکو او ملتونو په شمول هېڅ سیاسي، فکري او فرهنګي مخالف، حتی مذهبي لوري او لږکي هم ځان خوندي وګڼي. یوازې خوندي ګڼل هم کافي نه دي؛ بلکې د خلکو یا ملتونو هوساینه، اقتصادي وده، علمي او فکري بقا، ټولنیز عدالت او ازادي یې هغه برخې دي، چې د یوه روغ او جوړ ریاستي نظام په اډانه کې ممکن دي.
ریاستي اډانه او سیاسي واک یا حکومتونه باید له یو بل څخه تفکیک کړای شي. حکومت یا مقتدره هغه واک دی، چې د یوه ټاکلي وخت لپاره او د یوې مسؤولې پروسې له لارې د واک چلونې مشروعیت ولري، د مملکت تقریباً ټولې اجرائیوي، اداري او قانوني چارې یې په لاس کې وي او د خلکو د خدماتو او ورځنیو چارو د تنظیم مسؤلیت ولري؛ خو ریاست یا د مملکت اډانه بیا له حکومتونو وراخوا د یوه نظام غوندې یو پراخ او منظم سیسټم دی، چې بېلابېلې ادارې، بنسټونه او منظمې چارې په کې شاملې وي او د مملکت د دوام او ثبات لپاره اوږدمهاله کار کوي. په دې مانا، حکومت د ریاست یا مملکت د اډانې یوه برخه ده او ریاست یې اساس دی. حکومتونه د یوه ټاکلي وخت لپاره سیاسي او اجرائیوي واک چلوي او ریاستي اډانه له حکومتونو وراخوا هغه بنسټونه او ادارې لري، چې د حکومتونو له بدلون سره هم باید خپل دوام ولري، همدا ډول حکومت بدلېدای شي؛ خو ریاستي اډانه یې باید د مملکت د نظام، ادارو او بنسټونو د دوام په توګه خپل ثبات وساتي ځکه حکومتي بدلونونه یې باید د مملکت د ټولې اډانې د بدلون په مانا نه وي؛ بلکې یوازې د واک د چلونې او مدیریت بدلون وي.
موږ چې د دغسې حکومتي او ریاستي اډانو پر تفکیک نه پوهېږو یا چندان ځان ورباندې نه پوهوو، دوه لوی تاوانونه کوو: یو دا چې د مملکت او خلکو اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ثبات چلنجوو او بل په لوی لاس د خپلو حکومتونو او ریاست لپاره جنجالونه زیاتوو. هر څو کاله وروسته د یوه حکومت له نړېدنې او بدلون سره مو ټوله ریاستي اډانه نړېدلې وي او بل حکومت یې له سره په جوړونه لګیا وي، دغسې مو له حکومتونو سره د ریاستي نظام هغه اوږدمهاله یا زیربنایي سیستمونه او د خلکو هر اړخیز ثبات په ستره بېثباتۍ اړولي دي.
دا هېڅ ناممکنه نه ده، چې له داسې یوه سیاسي بهیر پرته موږ د یوه ریاستي سیاست په هڅه او هاند، یا په هغه ځانګړې اصطلاح، د یوه ملي نظام اډانه ورغوو؛ داسې اډانه چې له عامو او معروفو حکومتونو څخه یې چې ونډه هر څنګه وي یا کېدای شي؛ خو چې د نظام رغښت او جوړښت په کې اوږدمهاله او له حکومتي تلنې او راتلنې سره تړلی نه وي.
په دغسې ریاستي نظام او سیستم کې سیاسي اختلاف، فکري تنوع، عقیدوي، قومي او ژبني رنګارنګي پر خپل ځای وي او هېڅ نوعه واک، حکومت یا له همدې پورته برخو څخه یې هېڅ یو لوری د بل پر وړاندې خنډ نه شي کېدای. خو دا هغه وخت شونې ده، چې د همدې نظام د فکري، علمي او پالیسۍ جوړونې لپاره داسې یوه ملي اډانه هم موجوده وي، چې د حکومتونو او سیاسي ډلو له ورځنیو سیالیو وراخوا د هېواد د اوږدمهاله اړتیاوو په اړه فکري او سیاسي همغږي یې یوه وي، چې اکثر ریاستونه یې دا ډول همغږۍ او کار لپاره خپل ملي تېنګ ټېنک (Think Tank) یا د فکر ملي ادارې رامنځته کوي.
د فکر ملي اداره نه د حکومت یا واک بدیل وي او نه د کوم سیاسي ګوند وسیله؛ بلکې دنده یې دا وي چې ملي مسئلې د شعار پر ځای د څېړنې، قانون، اقتصاد او باوري معلوماتو له مخې څېړي او پرېکړهکوونکو ته عملي او بدیلې لارې وړاندې کوي. د دې ادارې بنسټ باید پر بېطرفۍ، تخصص، علمي دیانت او که وي د فکر و نظر د اختلاف په درناوي ولاړ وي. حقوقپوهان، اقتصادپوهان، استادان، پخواني قاضیان او دیپلوماتان، د ټولنیزو علومو متخصصین، خبریالان، د سوداګرۍ او ټکنالوژۍ برخې کسان، ځوانان، ښځې او د مدني ټولنې باوري استازي کولای شي د دې ادارې برخه وګرځي. د اقتصاد، تعلیم، امنیت، قضایي اصلاحاتو، اوبو، کرنې او نورو ملي مسئلو په اړه یې وړاندیزونه له څېړنې او پرته له کوم سیاسي ملاتړ او مخالفته پاک او خپلواک وي.
داسې ملي ادارې له حکومتونو پراخه، له ګوندونو خپلواکه او له شخصیتونو لوړې وي؛ ځکه چې حکومتونه ځي او راځي؛ خو ملي بنسټونه، د ریاست اړتیاوې او د خلکو اوږدمهاله ګټې باید ثابتې پاتې شي، له همدې امله، د «فکر ملي ادارې» جوړول یوازې د یوه فکري او سیاسي مرکز جوړول نه دي؛ بلکې د داسې ملي تفکر د بنسټ اېښودل داسې وي، چې حکومتونه موقتي، خو قانون، علمي فکر، ملي بنسټونه او د خلکو اوږدمهاله ګټې تلپاتې وي.
سالم ریاست هغه دی چې حکومتونه یې بدل شي؛ خو نظام، بنسټونه، ملي فکر او د خلکو د ثبات اړتیاوې یې له منځه ولاړې نه شي.