تاند (دوشنبه، د وږي/ اسد ۲ مه) په بریتانیا کې د کارموندنې محکمې (Employment Tribunal) یوه افغانالاصل ښوونکي ته له دې سره سره چې له یوې کمعمره زدهکوونکې سره یې له مسلکي حدودو بهر غیررسمي اړیکې ثابتې شوې، د ښوونکي په توګه د کار د دوام اجازه ورکړې ده.
د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې، ج و (نوم یې ښه ده چې خپور نه شي) د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې له یوې زدهکوونکې سره شاوخوا ۲۰۴ برېښنالیکونه تبادله کړي وو. په دغو پیغامونو کې د شپې ناوخته استول شوي ایمیلونه او له اړتیا زیاتې شخصي او غیررسمي خبرې هم شاملې وې.
د ښوونځي د خوندیتوب او څارنې سیستم دغه غیرمعمولي اړیکې تشخیص کړې، چې وروسته د تدریس د مقرراتو ادارې له خوا د ښوونکي چلند د مسلکي اصولو خلاف وبلل شو.
د محاکمې په لړ کې ج ل ومنله چې له عادي کاري وختونو بهر له زدهکوونکې سره شخصي خبرې او د ایمیلونو تبادله نامناسبه کار و. ج ل د رضاي ښوونکی ښودل شوی دی.
خو محکمې په خپله پرېکړه کې وویل چې که څه هم د ښوونکي چلند د مسلکي حدودو سرغړونه ده، خو د جنسي چلند یا د زدهکوونکې د واقعي زیان په اړه شواهد نه دي موندل شوي.
محکمې د هغه د خپلې تېروتنې د منلو، د چلند د اصلاح هڅو او په راتلونکې کې د ورته پېښې د تکرار د کم احتمال اصل ته په پام وویل چې د نوموړي پر تدریس د دایمي بندیز لګول به امتناسب اقدام نه وي.
د دې پرېکړې له خپرېدو وروسته په بریتانیا کې د ښوونکو د مسلکي حدودو، د زدهکوونکو د خوندیتوب او له کمعمره زدهکوونکو سره د ښوونکو د اړیکو په اړه نوې بحثونه راپورته شوي دي.