وخت: د کابل پر وخت پینځه نیمې بجې
ځای: انلاین
نېټه: ١٤٠٢ل/کال د وږي ١٩ ، د سپټمبر١٠مه
وړاندې کونکې: ځلا نور
راپور لیکونکې: میمونه کامران
د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غونډه د ٢٨ تنو ګډونوالو په شتون د تل په څېر په خپل وخت پیل شوه. دې غونډې درې برخې لرلې؛ لومړنۍ برخه یې د هېواد د سترو لیکوالانو ارواښاد سعدالدین شپون د تلین او د استاد حبیب الله رفیع د کلیزې په مناسبت د دوی یاد ته ځانکړې شوې وه. د غونډې دویمه برخه کې په لنډو کیسو د سیمینار څلورم بحث ترسره شو او درېیمه برخه کې مشاعره وشوه.
په پیل کې غونډه رفیقې طاهري د خدای بښلي استاد سعدالدین شپون د روح لپاره د قران عظیم الشان څو مبارک ایتونه تلاوت کړل. له اغلې طاهري وروسته د غونډې په لومړنۍ برخه کې ګډونوالې د استاد شپون او استاد رفیع په شخصیت، ژوند، اثارو، فعالیتونو او په خاطرو وغږېدې. همدارنګه، په پیل کې د غونډې ویاندې ځلا نور تجربه کارې کیسه لیکوالې او شاعرې اغلې وږمې سبا عامر ته ښه راغلاست ووایه.
میمونه کامران:
استاد سعدالدین شپون د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې په کال ١٣١١ل کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خان اباد او منځنۍ زده کړې یې په حبیبیه لېسه کې ترسره کړې. په ١٣٣٩ل کال کې د کابل پوهنتون پښتو ادبیاتو پوهنځي ته شامل شو. وروسته له فراغته په ١٣٤٣ل کال کې په پښتو ټولنه کې رسمي دنده پیل کړه. په ١٣٤٤ل کال کې امریکا ته لاړ او هلته ماستري واخیسته. وروسته په کابل پوهنتون کې استاد وټاکل شو. استاد له تدریسي چارو سره ډېره مینه درلوده، په غیر رسمي وخت کې یې هم کله کله تدریسي چارې پرمخ وړلې. شپون صیب دنمارک په کوپن هاګن پوهنتون کې هم استاد پاتې شوی دی. په ١٣٧٢ ل کال یې په امریکا غږ کې دنده واخیسته تر ١٣٨٢ل کال پورې یې دا دنده ترسره کړه.
استاد شپون ادبي دنیا ته په زلمیتوب کې مخه کړه، نوموړی د داستانې ادبیاتو ستر نوم دی. د نامتو امریکايي لیکوال همینګوې د “سیند او بوډا” په نامه داستاني اثر پښتو ته وژباړه چې چاپ شوی هم دی. د “بنګي غاړه” یې د لنډو کیسو ټولګه وه. د څمڅې یاران، شين ټاغی، ګټیالی او ښایستو د استاد لیکل شوي ناولونه دي.
استاد په یوه مصاحبه کې ویلي دي چې د ښایستو ناول یې د خلکو ډېر خوښ وه. “وه نه وه، یو شپوه وه” د استاد ژوندلیک دی. د “مچۍ ځاله” او ځینې نور اثار یې چاپ شوي دي. استاد شپون شعر هم لیکه، چې سردار علي ټکر یې یو نظم ” راز او نیاز” سندره کړی ده. د استاد شپون هر اثر ځانګړی وزن او ارزښت لري، نثر یې خوږ او طبعي ده.
استاد په ٢٠١٧م کال کې د سپتمبر په یوولسمه د امریکا په ورجینیا کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٨٥ کلو په عمر وفات شو. استاد شپون په لغمان ولایت کې د قرغه يي ولسوالۍ اړوند سرخکانو سیمه کې د هغه د ملګري او لوی تاریخپوه ارواښاد محمد حسن کاکړ د قبر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.
شفیقه خپلواک:
“ښایي له شپون صیب سره ما ډېرې خبرې کړې وي او د استاد عظمت ته چې ګورې ما کمې خبرې کړې وي. استاد ته به ما کله کله شعر لېږلو او همیشه به یې ويل چې شعر مه لیکﺉ، کیسې او نثر ولیکﺉ. استاد د دې لپاره دلیل درلود او مطلب یې دا و، چې په پښتو ژبه کې نثر ډېر زیات کم دی. یو ځل مې په یاد دي یو نظم مې لیکلی و، استاد ته مې ولېږه، یوازې هغه یوه نظم ته یې راته لیکلي و، چې بد نه دی او ښایي کوم وخت ښه ولیکې. زه پوهېږم که کیسه مې ور لېږلې وای حتما به یې ډېره خوښوله. شپون صیب یو عادت درلود چې هره خبره به یې سپینه کوله؛ نو ځینې وخت به له دې حالته زه ډارېدمه، چې استاد داسې جدي څه زما د لیکنو اړوند راته ونه وایی او عمري مې له لیکلو زړه تور نه شي. ځکه هغه وخت ما نوي لیکل شروع کړي و. استاد به د هر کس د کار په اړوند به یې ښکاره ویل، ښه والی او خرابوالی له زړه ورته وېلې.
د استاد سره دوه خاطرې زما په یاد دي.
یوه ورځ ما ترې وپوښتل چې په کیسه کې مو ځينې خبرې ډېرې سپینې نه دي؟
استاد راته وویلې که شاعر دا کار وکړي شهکار یې بولۍ، خو که لیکوال یې وکړي سپین سترګی ورته وایي، دا مو عجب منطق ده.
نو ما ورته وویل چې توبه استاد، زما موخه دا نه وه چې تاسې ته سپین سترګی ووایم.
استاد ویل چې دا د ژوند یو اړخ دی، او زما د کیسو په هغه اړخ باندې کار مه لرﺉ. انسانان ډېر کاږه دي او ډېر کارونه پټوي. که ښه درباندې لږیږي که بد، ځینو شیانو نه په ژوند کې انکار نشﺉ کولی. یو بل څه په لوستونکي کې ریشخند دی، کله کله به د ټولنې له واقعیتونو خبر وي خو کله چې لیکوال مخ ته ورته کېږدي ښه نه په لږیږي، چې ولې یې ماته را یاده کړه.
بله خاطره دا چې؛ په ٢٠١٥ کال کې رڼا مشاعرې ته استاد راغلی و. زه ور مخته شوم او ورته مې وویل چې استاد زه شفیقه خپلواک یم. په هغه وخت کې ما د بیرغ شعر نوی ویلی و، نو استاد راته وویل چې ښا ته هغه شفیقه خپلواک یې چې دنیا دې په ځان خبره کړې ده.
شپون صیب ډېر لوی انسان و، او زه خوشحاله یم چې یو څو خبرې مې ورسره شوې دي. د شپون صیب له ژوند، شخصیت او کرکتره ما دا زده کړل چې که هر څه وي ژوند باید وشي او دومره جدي باید ونه نیول شي.”
شفیقې خپلواک خپلې خبرې د ارواښاد استاد شپون د هغه نظم په څو بیتونو پای ته ورسولې چې ټکر صیب سندره کړې ده.
ځلا نور:
استاد حبیب الله رفیع ١٣٢٤لمریز کال په میدان وردګو ولایت کې زېږېدلی دی. استاد د افغانستان یو نامتو لیکوال، شاعر، ادیب او څېړونکی دی. د استاد رفیع تر سلو ډېر اثار چاپ شوي دي. څو ورځې مخکې د سپټمبر په نهمه د استاد ۷۸ مه کالیزه وه.
د استاد په هکله دا خبره مشهوره ده چې د هیواد په ټولو مهمو چاپي رسنیو کې د استاد مقالې او لیکنې خپرې شوې دي. ویل کېږي چې استاد لا پېنځه کلن ماشوم و چې له خپلې خور څخه یې د پښتو ژبې شعرونه اورېدلې ول او له همهغه وخته یې له ادب سره مینه پیدا شوې وه.
نعیمه غني:
” لیکوالان په موږ او تاسې باندې ډېر حق لري، ځکه هغوی دی چې موږ ته یوه ټولنه راښایي، زموږ خپله ټولنه کومه چې موږ ترې ناخبره یو.
موږ ته فکر کول را ښایي، موږ ته راښايی هغه څه چې موږ اورو، که په اړه مو فکر نه وی کړی نو د دوی له کتابونو وروسته دې ته هڅيږو چې د ژوند په اړه فکر وکړو.
استاد شپون مخکې له دې چې زه یې وپېزنم ما په تاند کې د هغه لیکنې لوستې، ډېرې راته اشنا ښکارېدې او ما داسې فکر کاوو، چې په خپله کیسه راته کوي. په لیکنو کې به یې سانسور نه و. یو وخت د استاد لپاره غونډه نیول شوې وه، نو ما ښایستو ناول ولوست. د دې ناول په لوستو ما فکر وکړ چې د استاد خپله خاطره ده،چې له خلکو سره یې شریکه کړې ده. نو هغه وخت زما د اول لاس راوي سره چې خپله کیسه کوي، دلچسپي ډېره شوه. د لوړ لیکوال دا عادت وي، هغه څه درته لیکي چې باور پرې وکولای شي، چې رښتیا دي. استاد یو ځل میرمن بهیر ته راغلی و او یو ځل رڼا مشاعرې ته راغلی و. پدې مشاعرو کې یې هم له نجونو او میرمنو سره په لیکنو غږېده او ټینکار یې پدې و، چې نثر لیکﺉ. دلیل یې دا و؛ چې پښتو کې نثر کم دی او باید ولیکل شي.
همدارنګه کله چې زه کلي کې وم، ما د استاد حبیب الله رفیع د ماشومانو کتابونه ما لوستی و. استاد به د ماشومانو لپاره په نظم کیسې لیکلې وې، چې ولسي کیسې وې.
کله چې کابل ته راغلم، ما یوازې څو ځله استاد حبیب الله رفیع ولید. کله چې مو د افغانستان د سلمې(١٠٠مې) کلیزې لپاره تیاری نیوه نو استاد هم هلته ناست و. موږ غوښتل د کلیزی لپاره وغږیږو، چې د ادبیاتو په برخه کې څه باید راټول شي. ټولو ګډونوالو او ما ډېرې خبرې وکړې چې بیخې ستړې کوونکې شوې، خو کله چې استاد ته نوبت ورغی، استاد په غږېدا سره ما تصور کاو، چې یو کتاب لولم. د غازی امان الله خان د هرې صحنې تاریخ او هغه ځای یې یاداوه، چې پېښې به پکې شوې وې او معلومات یې راکول. نو ما ویل چې کاش استاد ته ډېر وخت ورکړل شوی وی او فکر مې کاوه چې د همغه وخت تاریخ یا کتاب لولم. دا د استاد حبیب الله رفیع ځانګېړنه ده چې هغه که په فلکور، تاریخ یا هم ژبه غږېږي نو خبرې یې دومره دقیقې او نوې وي چې که په ساعتونو ساعتونو ورته غوږ شی نو تکراري یا هم ستړي کیدونکي څه به وانوری.
زه د دواړو لیکوالانو په اړه دا وایم چې ټول انسانان تلونکي یو؛ څه شی چې له یو انسان خصوصا لیکوال څخه پاتې کېږي، د هغوی فکر دی. لیکوال نشو را ایسارولی خو فکرونه یې ویشلی شو، مطالعه کولای او په فکرونو یې خبرې کېدلای شي.”
وږمه سبا عامر:
” د ابا روح دې خدای (ج) ارامه لري. واقعا زما اوس یادیږي او سترګو ته مې درېږي. زه چې کله په پېښور کې وم؛ ما ګټیالی، شین ټاغی او د سمڅې یاران ناولونه لوستي وو. کله چې امریکا ته راغلم، په لومړي ځل ما په ٢٠١٣ کال کې ابا ولیده. کله چې امریکا ته له بچیانو سره لاړم نو لومړی هدف مې دا و، چې شپون ابا باید وګورم، دوه د وریو مجسمې مې اخستې وې. یوه مې ځانته کېښود او بل مې ابا ته د جنجال ناول سره یو ځای تحفه کې یووړه.
شپون صیب ته مو زنګ وکړ چې موږ راغلي یوو. په سبا ورځ یې شپون ابا له خپلې مېرمنې زرغونه جانې، وړې لور درخانۍ جانې او لمسي جهان سره هوټل ته راغی، له ځان سره یې زما بچو ته ډېر خواږه هم راوړي و.
له نږدې دومره خوږ او مهربانه شخصیت و، چې ما هیڅ تصور نکاوه. زه په دې فکر وم چې د نورو لیکوالانو غوندې به مغرور وي، خو داسې نه و.
بیا یې هوټل ته ځان سره یووړو؛ رستورانت یې ریزرف کړی و. له هغه ځای یې د درخانۍ د کور لیدو ته یووړو، د خپل زوی میریس کور یې راښکاره کړ، بیا یې خپل کور ته بوتلو. ما به تل ورته شپون صیب ویل، نو ده به تل ویل: چې هې نجلۍ ماته دومره شپون صیب مه وایه، ټول ابا راته وایي، ته خو مې د درخانۍ غوندې یې، ته هم ابا راته وایه.
بېرته یې هوټل ته را ورسولو، په سبا یې نه پرېښودم چې نورو خلکو سره وګورو، د سیند غاړي ته لاړو. ابا ویل چې دلته زه په ناولونو فکر کوم، شعر لیکم. هغه ځای ښایسته و.
ما به مرکه ورسره کوله؛ او پوښتنې به مې ترې کولې. یوه پوښتنه مې ترې وکړه؛ چې ابا ته به په ځواني کې څومره ښایسته وې؟
ابا راته ویل: وای دا ځان ته ګوره همداسې ښایسته وم. یوه ورځ مې ابا ته شمعې واخیستې، ابا ډېرې خوښې شوې. ده بیا قصه وکړه، چې د شپې لخوا شمعې لګوم، په ما باندې مې د لیکوالۍ پیریان راځي. زه تر نیمو شپو خبرې ورسره کوم.”
نرګس سهاک:
” استاد رفیع نه یوازې د فلکلور په برخه کې ډېر کار کړی دی بلکې د فلکلور ټول ظرافتونه او ځانګړنې په خپل شخصیت کې لري.
پخوا به چې ما د فلکلور په اړه څه اورېدل، روایتي کیسې به راته ښکارېدې. حقیقت ډېر کم پکې ښکارېد او فکر به کېده چې دا ټول خیالي او تخیلي کیسې دي. یو وخت ما فکر کاوه چې فلکلور به څومره خرافات وي.
خو کله چې مې د استاد رفیع اثار مطالعه کړل؛ نو پوه شوم چې فلکلور کې ادب هنر او تاریخ شته. او یوازې فلکلور کولی شي په یو وخت کې څو اړخیزه مطالب ولري. استاد رفیع نه یوازې تنها فلکلور ته کار کې بلکې له لیکوالی سره یې شعر ته هم کار کړی دی.
استاد رفیع کیسه کوي چې کله زه شاګرد وم، نو ما لومړی شعر ولیکه. هغه شعر مې د وخت وتلې ورځپاڼې انیس ته د خپرولو لپاره ورکړای و، کله چې دا شعر خپور شو، نو زه دومره خوشحاله وم چې هغه پاڼه مې په کور کې ځړولې وه. او چې هر طرف ته به تلم، ما به یو ځل خپل شعر ته کتل او خوشحالېدم.
د استاد شپون په اړه به دومره ووایم چې د استاد د شخصیت یوه ځانګړنه دا وه، چې هر چا سره به مخ کېده نو ډېر به ورسره صمیمی و. یوه خاطره لرم؛ یوه ورځ ما یو استاد ته د یوې موضوع اړوند زنګ وواهه، تصادفا استاد شپون هم هلته و، نو استاد شپون صیب ترې پوښتنه وکړه چې څوک ده؟
استاد زما نوم ورته واخیست. نو شپون صیب مبایل ترې واخیست؛ وای ستا سترګې دې ووځه، ته چې خبره یې، چې زه د فلانکی کور ته راغلی یم، تا فلانکی ته زنګ وهلی، دومره نه ورته وایې چې استاد شپون ته تلیفون ورکړه، خبرې ورسره کوم.
نو بیا مې استاد سره پوښتنه وکړه او خبرې مو وکړې.
یوه ورځ مو د ښوونې روزنې په پوهنتون کې مشاعره لرله. استاد شپون مو مېلمه کړی و، استاد ته مو د سر په قطار کې ځای منظم کړی و. خو استاد چې راغی، وې وویل چې زه له تیارې سره حساسیت لرمه او خپله څوکۍ یې د نجونو طرف ته کېښوده. استاد وویل چې زما رڼایې خوښيږي.
د غونډې تر پایه یې هلکان ځورول او نجونې هڅولې او ویل یې چې له تاسې هلکانو د نجونو شعر ډېر ښه و.
استاد ډېر زیات فصیح او حاضر ځوابه و. استاد ډېرې کیسې او شعرونه لیکلې دي. تر ټولو مشهور کتاب یې ادبي څېړنې ده، چې د ادب، ادبی نقد او ادب تاریخ او لیکوالي په اړه لیکل شوی دی.”
هیله پسرلی:
” د سبک په هکله دوه مشهورې خبرې د لرغوني یونان له وخته راپاتې دي. اپلاتون سبک ته د امتیاز په سترګه کتل، یعنې په دې نظر و چې هر څوک د سبک څښتن نه دی. ارسطو بیا د خپل استاد غوندې فکر نه کاوه. دی په دې باور و چې هر اثر سبک لري خو سبکونه بیا په عادي، متوسط او عالي ویشل شوي دي.
د اپلاتون او ارسطو په منځ کې که د هر یوه خبره منو دا ویلی شو چې ارواښاد استاد شپون د افغانستان د داستان په تاریخ کې د پیاوړي سبک لیکوال و.
د استاد د سبک یوه هغه ځانګړنه چې موږ هر یو یې باید زده کړو له خپلو لیکنو او احساساتو سره صداقت دی. استاد له خپلو احساساتو او له خپلو مخاطبینو سره ریښتینی و. حتا هغه کسان چې ممکن د استاد له نظر او د خبرو له طرز سره مخالف ول، بیا یې هم د استاد له لیکنو خوند اخیست او باور یې پرې کاوه. فکر کوم د دغه خوند او باور یو راز د خپل احساس په بیان کې د استاد صداقت دی.
د استاد د سبک یوه بله ځانګړنه د استاد بې جوړې نثر دی. د استاد نثر، عالي کتابي نثر نه دی بلکې عالي ولسي نثر دی. په خپلو همزولو کې استاد د افغانستان له ډېرو محدودو لیکوالو و چې له نړیوالو ادبیاتو سره ډېر بلد و. په انګریزي مسلط و او د عمر ډېره برخه یې هم په امریکا کې تېره کړې وه خو له دې ټولو سره سره استاد په نثر کې ولسي پاتې شوی و. فکر کوم له دې دا زده کولی شو چې اجتماع ته پام د لیکوال او د نثر لپاره لوی مکتب دی. که د عام ولس، د کلیوالو ژبې، د جملو طبیعي جوړښت، د خبرو تون او سټايل ته دقت وکړو ډېر داسې څه به پکې پیدا کړو چې عالي هنري ارزښت به لري.
د استاد شپون په اثارو کې د ایروني، سوچه افغاني استعمال دومره عالي دی چې د افغانستان په داستان کې یې سیال نشته یا ډیر کم دی.
د افغانستان د ادبیاتو په تاریخ کې که د هغو لیکوالو نومونه لیکو چې ډېر کتابونه یې چاپ شوي دي نو د استاد رفیع نوم به د سر په کتار کې وي او که د افغانستان د ادبیاتو په تاریخ کې د هغو لیکوالو نومونه اخلو چې د ادب په خورا ګڼو برخو کې یې کار کړی دی بیا به هم د سر په نومونو کې خامخا استاد رفیع یادوو، فکر کوم دا ډېر استثنايي موقف دی.
په فولکور کې د “د خلکو سندري” له کتابه رانیولې تر هغو شاعرانو چې که استاد په ”ورک ستوري” کتاب کې نه وای خوندي کړی د تاریخ په غبار کې به ورک شوي ول.. پښتو ادب ته د استاد د لویو خدمتونو په سلګونو داسې مثالونه موجود دي.
استاد د پخوانیو اثارو ایډیټ ته هم ډېر وخت ورکړی دی. د قدیمو متونو اصلاح هم علم غواړي او هم په میاشتو، میاشتو دقت او زحمت. استاد له دې نظره هم زموږ د فرهنګ یو کمساری شخصیت دی.
زما په نظر د استاد رفیع له عالي شخصیت نه هر لیکوال/ه باید درې شیه زده کړي: لیکوالي ته وفاداري، نظم او زحمت.
استاد رفیع په لسیزو، لسیزو، په وطن کې، په مهاجرت کې، له کورنۍ لېرې، په بېلابېلو سیاسي، اجتماعي شرایطو کې پرته له کومې خاصې مادي ګټي یا معنوي هڅوني داسې زحمت ایستلی دی لکه د یوه متعلم چې ډېره سخته ازموینه وي.
استاد رفیع د افغانستان د ادبیاتو برکت دی خدای دې اوږد عمر او ښه صحت ورکړي.”
د غونډې په دویمه برخه کې د لنډو کیسو د سیمینار څلورم بحث د لیمې ودان لخوا پیل شو. د سمینار د څلورمې جلسې لپاره د اغلې فریبا ظاهر د “عدې” په نوم کیسه د بهیر په ګروپ کې د لوست او مثال لپاره شریکه شوې وه.
په پیل کې لیمې ودان په لنډو کیسو کې مکالمو ته لنډه کتنه وکړه. او وېې ویل: په کیسه کې مکالمې د کرکترونو خبرې دي چې له ځان او یا هم له نورو کرکترونو سره کوي.
د بریالیو کرکترونو ځانګړنې دا دي:
١- کرکتر باید له خپل موقف سره برابرې خبرې وکړي.
٢- په مکالمو کې لهجه لیکلی شو.
٣- مکالمې ښه ده چې لنډې وي.
٤- په مکالمو کې اکثره وخت د قیدونو کارولو ته اړتیا نه وي.
٥- په مکالمو کې باید اضافي خبرې نه وي.
۶- معلومات په مصنوعي توګه ونه لېږدوو.
۷- متضاد اړخونه باید پکې راغلي وي.
له لېمې ودان وروسته د مکالمو په اړوند ګډنوالو خپل نظرونه شریک کړل.
نعیمې غني وویل: کامیابه مکالمه هغه ده چې د خبرو تر څنک یو بل هدف هم ولري. یعنې د شخصیت یا وضعیت په پېژندو کې مرسته وکړي. یا داستان مخته یوسي او یا دې پېښه راوسپړي. یعنې له مکالمي دوه کاره واخیستلی شو. موږ که د فلکلور مکالمو ته ځیر شو، نو ډېر کله کامیابې مکالمې دي او د ولسي نکلونو د دې مشهورې مکالمې یادونه وکړه:
«هلک وویل: سلام
دیو وویل: که دې سلام نه وی راکړی نو خام به مې خوړلی وې.»
هغې وویل: په دې مکالمه کې له ستړې مه شی ورهخوا دا هم راښودل شوې چې دیو څومره بې رحمه او خطرناک دی.
له نعیمی غني وروسته لیمې ودان د کیسې په زمان او مکان خبرې وکړې.
لیمه ودان: مکان او زمان د داستاني عمل زمان او مکان دی، یعنې هغه ځای او وخت چې کیسه پکې پېښيږي.
له داستاني عمل نه مطلب یوازې د کرکترونو عملونه نه دي. بلکې د هغوی خبرې، خیالونه یا هغه څه چې د دوی په زړه کې تېریږي، ټول داستاني عملونه دي. داسې کیسې هم لرو چې ځای زمان پکې څرګند نه وي، خو په هغه کیسو کې ټکرونه واړه وي.
ممکن یوه پوښتنه پیدا کېدای شي؛ چې په کیسه کې د ځای زمان یادونه په څه خاطر ښه ده؟
اول خو دا چې په کیسه کې د زمان او مکان یادونه د کیسې د تېم یا اصلي پیغام په پوهېدو کې مرسته کوي.
د هغو کیسو لوستل چې زمان یې ښکاره وي، موږ ته د کلونو مخکې تجربې راکوي. او که موږ په خپله کیسه کې مکان او زمان څرګند کړو، د خپل وخت او خپل ژوند تجربې به مو کلونه وروسته خلکو ته رسولې وي. د زمان او مکان په برخه کې یوې خبرې ته باید پام وکړو؛ هغه دا چې د کیسې له موضوع سره باید ژور تړاو ولري او د پلاټ په پرمختګ کې باید رول ولري.
زمان: زمان د کیسې د پېښېدو وخت دی. په کیسه کې د موسم یادونه هم کېدای شي. همدارنګه د میاشتې، ورځې او مهال یادونه هم کولی شو. د مهال یادونه زه ضرور بولم، د زمان اوږدوالی د کیسې په لنډوالي او اوږدوالي پورې اړه لري. که کیسه اوږده وی میاشتې پکې نیول کېدای شي، خو که لنډه وي موږ داسې کیسې لرو چې حتا مهال هم پکې نه وي بدل شوی. د کیسې د زمان په هکله چې هر څه یادوو ښه خبره دا ده چې د داستان له اصلي موضوع او فضا سره ارتباط ولري. مثلا، که په کیسه کې اصلي احساس خپګان وي نو د مني یاد ممکن مناسب وي خو که په کیسه کې اصلي احساس خوشحالي وي بیا ممکن د پسرلي یا دوبي یاد ښه وي.
د زمانې د وېش په اړه ښاغلي اجمل پسرلي په یوه مقاله کې لیکلي چې؛ هره کیسه درې زمانه لري.
1- د کرکټر زمان چې څومره وخت یې په کیسه کې ژوند کړی.
2- د پلاټ وخت چې د ټولې کیسې وخت رانغاړي په دې کې هغه زمانه هم شامله ده چې کرکټر پکې پخواني یادونه تازه کوي.
3- د لوستونکي زمان چې د لوستو په وخت د کیسې زمان ته ځیر کیږي.
لومړۍ زمانه هغه ده چې کرکټر په کیسه کې ژوند کړی، مثلا که یوه کیسه وې، چې د یوې مکتبۍ نجلۍ د درې ورځو خاطرې راته وایي؛ نو دلته د هغه زمان چې کرکټر په کیسه کې ژوند کړی درې ورځې دی. که د عدې کیسې زمان ته ځير شو؛ د پېلبو د یوې ورځې ژوند وینو، هغه هم له غرمې وروسته تر مازدیګره.
دویمه زمانه د کیسې د پلاټ ټول وخت دی، چې په دې کې د کرکټر خاطرې او تېر یادونه هم راتلی شي. که همغه بېلګه راواخلو؛ نو د هغې نجلۍ د هغه وخت خاطرې چې دا ښوونځي ته تله، هم د کیسې د زمان برخه ده. د عدې په کیسه کې تېر وخت ته تګ نشته او نه هم د کوم چا خاطره پکې یاده شوې؛ نو کیسې د ټول پلاټ زمان یې همغه له قضا ماسپښینه تر مازدیګره دی.
درېیم هغه زمان دی چې کرکټر ژوند پکې کوي او لوستونکی د لوستلو په وخت ورته ځیر کېږي. یا د کیسې د پېښېدو وخت دی، مثلا کله چې په یوه کیسه کې د ښوونځي تړل کېدل یادوو؛ نو لوستونکي ته څرګندېږي چې د طالبانو د واک د دورې کیسه ده. بیا یې که کلونه وروسته هم څوک لولي؛ نو د کیسې دقیق زمان ورته روښانه کېږي.
مکان: هغه ځای دی چې کیسه پکې پېښېږي او کرکترونه پکې ژوند کوي. د کیسې مکان یو هېواد، ولایت، ښار، ولسوالۍ، کلی یا کور یا هم دوکان کېدای شي. کیسې ته د مکان په ټاکلو کې باید ځینو ټکو ته پام وکړو. د کیسې مکان باید د کیسې له اصلي موضوع سره ژور تړاو ولري تر څو د کیسې د پیغام په پوهېدو کې له لوستونکو سره مرسته وکړي.
کیسې ته باید منطق پیدا کړو چې ولې دغه مکان غوره کوم. د مکان په برخه کې د کیسې منطق ته ډېره پاملرنه وشي. بله خواته په کیسه کې د مکان ارتباط له زمان سره هم مهم دی. باید دې برخې ته هم پام وشي چې زه د نن ورځې د کابل کیسه لیکم که د شل کاله وړاندې کابل کیسه لیکم. ښاغلي اجمل پسرلي د مکان تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې لیکلي دي: “هغه مکانونه چې په کیسه کې ډېر نقش لري، د هغوی لپاره کره کتونکي له کیسه لیکواله غواړي چې د دې سیمې په اړه تحقیق وکړي، سفر وکړي، همداراز له مشاهدې او تخیل څخه کار واخلي.”
د مکان په بحث بله خبره دا چې کیسه چېرته پېښه شوې وي، باید په کیسه کې هغه ځای ووینو. دا کافی نه ده چې د ځای نوم واخلو؛ باید هغه ځای په کیسه کې ووینو او انځورونه یې پکې راوړل شي.
په کیسه کې د مکانونو ویش: ښاغلې اجمل پسرلي په یوه کیسه کې مکان په لاندې ډول ویشلی دی؛
١- جغرافیایي موقعیت که کابل، جلال آباد، خوست کندهار او ښایی یو هېواد وي.
٢- فزیکي موقعیت چې کرکتر په کوټه، جومات، کور، کلی او یا نورو کې وي.
٣- چاپیریال چې خپل اغېز په کرکتر پرېږدي، پدې برخه کې دا مهمه ده چې د طبعیت اثر څه دی.
٤- د څه وخت مکان دلته زمان یا مکان توضیح کوي.
٥- اجتماعي یا کلتوري چاپیریال لکه د اوس وخت د نجونو ښوونځي که د جمهوریت د وخت ښوونځي دی.
همدارنګه په کیسه کې مکان دېر وخت د حواسو په مرسته څرګند کړو. مثلا لکه د لیدلو، اورېدلو او بوی د حس په مرسته څرګندولی شو.
په کیسه کې لهجه هم مکان څرګندولی شي، لکه کرکټر چې کندهار ته لاړ شي، ځایی خلک له ده سره په خپله لهجه خبرې کوي. نو که په کیسه کې مکان نوم هم نه وي یاد شوی، بیا هم لوستونکی پوهېږي چې مکان کوم ځای ده.
په مکالمو کې هم د کیسې د مکان څرګندونه کېدای شي. د دې لپاره چې په کیسه کې مو غوره مکان پیدا کړﺉ نو خپل چاپیریال ته ځېر شئ.
له لېمې ودان وروسته شفیقه خپلواک وویل: زه د داکتر شریف شریفي د کیسو په مکانونو باندې مقاله لیکمه. څه چې زما لپاره د دې په کیسو کې جالب و، هغه د زمان او مکان له طریقه ډېر څه ویل دي. د وخت او ځای له ادرسه ماته یو څه وایي. د داکتر شریفه شریف کیسې یې ډېره ښه بېلګه د دې کېدای شي چې ډېر څه د زما او مکان له لارې ویلی شو.
البته که موږ د کیسه لیکلو په وخت کې هر شي ته پام کوو، ممکن مصنوعی شي. زه دا وایم چې څومره چې امکان لري انسان د دمکان او زمان له لارې خپل پیغام ورسوي مګر مهمه داده چې واقعا دې پوښتنو زما موضوع په کیسه کې په کومو شیانو انځورولی شم.
ما د یوې کاناډایي لیکوالې کیسه ولوسته، له نیمایی نه ډېره کیسه په ریل کې ده. دا ماته ډېره د دې روانی حالت او د ریل تصویر جالب و. د دې جلکۍ فلسفه خوښیږي، مګر په پوهنتون کې څوک ښه نظر نه کوي دې برخې ته، دوی وایي چې د نجونې فلسفه څه کوي. مور او پلار یې ورته وایي چې باید واده وکړې. دا نجلۍ یو کشکمش سره مخ وي، غواړي له دې ځای لاړه شي او هلته د یوې کوچنۍ دندې وړاندیز ورته شوی وي. دا یې پدې خاطر مني، که چېرته زه لاړه شم هم به پبیسې وګټم او هم به زه پوهه شم چې زه واقعا څه غواړم. له ځان سره سفر دی او دا له ذهنی حالته هم همدا غواړي چې له ځان سره سفر وکړي. په رزیل کې منظرې وې، ټولېز منظرې چې مخته راځي دا ټولې د مرکزي کرکټر له دروني حالت سره ارتباط لري.
نعیمه غني: لکه څنکه چې شفیقه جانې وویل، که هر څه ته موږ پام کوو نو هر څه مصنوعي راځي. کیسه عادی ژوند نه دی، د عادي ژوند په ترڅ کې موږ خپل فکر خلکو ته رسوو. هغه کسان چې نؤي کیسه لیکي، هڅه دې وکړي داسې مکان انتخاب کړي چې دوی ورسره بلد وي. ځکه که دوی یو لرې مکان انتخابوي او دوی لیدلی هم نه وی نو ډېرې مطالعې ته اړتیا لري. همدارنګه په لومړي سر کې زمان هم باید یوه لنډه موده انتخاب شي.
دا خبرې د دې لپاره نه دي چې تاسې ته بند در واچوي او له ښه کیسه لیکلو مو راوګرځوي، بلکې د دې لپاره دي چې تاسې پوه شئ چې په کومو شیانو تاسې اسانه او ښه کیسه لیکلای شﺉ. همدارنګه د مکان او زمان تر منځ هم یو ځانګړی وحدت مهم دی. زموږ کیسې ډېرې لنډې دي، نو ښه ده چې د امکان تر حده یې په یوه لنډه زمانه او یو واحد مکان کې سره راټولې کړو. که چېرې بیا هم موږ د زمان يا مکان انتقال ته اړتیا لرو، لکه له نن څخه د لاس کاله وروسته خاطره په زړه کوم دا کار باید هغه وخت کې وکړو چې کرکتر مو په یو کار مصروف دی. مثلا زموږ کرکتر موتر چلوي، یا دیګ پخوي موږ کولای شو تېره زمانه(لس کاله مخکې پېښه) راپه یاد کړو. دا کارونه که د کیسې په دوهم ځل ایډیټ کې تر سره کړی نو ډېر به درته سخت نه وي. ځکه هغه وخت به مو کیسه بشپړه شوې وي او کوچني تغیرات راوستل به درته اسانه وي.
سبا عامر: اسانه لاره یې دا ده؛ چې کله تاسې کیسه لیکئ اول کوښښ وکړﺉ چې سوژه پیدا کړﺉ، په سوژه کې ځان ډير ارامه احساس کړﺉ او له کرکتر سره ځان نږدې وګڼئ. وروسته تاسې تصویر سازي وکړﺉ او هاغه صحنه مکمله لکه وړوکي فلم غوندې جوړ کړﺉ؛ ستاسو کرکتر څه کوي، په کوم وخت کې دی، مکالمې چې څومره عامې وي هغومره په زړه کېني او موضوع روښانه کوي. تصوير جوړونه پخپله تاسو ته هم زمان او هم مکان په ګوته کوي.
د کیسې نوم د کیسې په لوستونکو باندې ډېر تاثیر لري. مثلا، د فریبا ظاهر په کيسه کې که نوم د ازغو پېټی وای ډېر به ښه و هم د معنا په لحاظ، او هم ټولې کيسې ته به دغه نوم نور هم قوت وربخښلی وی. زموږ کیسې یوازې عام خلک نه لولي، بلکې ډېر په کیسه پوه خلک یی لولي، لیکوال یې لولي.
د غونډې درېیمه برخه مشاعره وه، چې نعیمې غني، ملالې کلیوالې، میمونې کامران، ځولۍ لمن، فتانې ژوند، وږمې سبا عامر او زمزمې غزل په کې کډون وکړ او په خپلو شعرونو یې غونډه لا رنګینه کړه.