Homeخبرونهد تورخم بندېدو په پيښور کې د میوو او سبزیو بیې  اسمان ته...

د تورخم بندېدو په پيښور کې د میوو او سبزیو بیې  اسمان ته خېژولي

خبریال: داودجبارخیل (پنجشنبه، د سنبلې ۲۳ مه) د تورخم لارې له بندېدو سره سم د پاکستان په ځینو  ښارونو کې د تازه مېوو او سبزیو بیې اسمان ته ختلي دي.

د تورخم د دروازې له تړلو سره که افغان سوداګر سخت زیانمن شول؛  ورسره یي د پاکستان د تازه مېوو او ترکاریو پر مارکېټونو هم اثر کړی او د تازه مېوو او سبزیو بیې ډیرې لوړې شوي دي.

د پيښور ښار یو شمیر اوسیدونکي چې د کورونو لپاره په تازه میوه پسې ربازارونو ته راوتلي، وايي چې نرخونه اسمان ته ختلي او ډیری کسان نه شي کولی چې د خپلې خوښې تازه مېوه واخلی.

د پيښور يو اوسيدونکی عباس وايي، په ښار کې د تازه مېوو او سبزیو قيمتونه لوړ شوي دي او خلک يې د اخيستلو توان نه لري.

هغه له چارواکو څخه غواړي چې د خلکو دا ډول ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

په داسي کې چې خلک د نرخونو له لوړېدو څخه سر ټکوي نن نهمه ورځ ده چې د تورخم لار بنده ده. دا لار د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په تورخم کې د افغان او پاکستان ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته پاکستان وتړله.

د تازه مېوو تر څنګ د رومي بانجانو، پیازو، الوګانو، بادرنګ او نورو سبزیو بیې تر پخوا ډېر لوړ شوي دي.

په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو د سوداګرو ټولنه وايي، په یاده موده کې زیات شمېر افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د دې ټولنې د عامل پلاوي مشر حاجي امېد حیدري د چهارشنبې وویل، په دواړو خواو کې د ولاړو لاریو ډېره برخه تازه مېوه او سبزي دي چې ټول خراب شوي دي.

له بلې خوا پرون (چهارشنبې) د پښتونخوا په مرکز پېښور کې یو شمېر خلکو د دې لارې د دبندېدو په اعتراض کې لاریون وکړ. لاریون کونکي تورخم ته نږدې تر لواړګي پورې لاړل او له پاکستانه یې د لارې د خلاصېدو غوښتنه کوله.

په دې لاریون کې د پاکستان له اړخه لسګونو سوداګرو، د ګاډو چلونکو او کاروباریانو ګډون کړی وو.

1 COMMENT

  1. پنجابی بی عزته د انګریز ځامن باید په دی پوه شی چی د انګلیس غلامی او له اسلام سره دشمنی داسی پایلی لری انشاالله چی دا چټل ملک به ورکیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...