شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې ريیس د افغانستان د وضعیت...

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې ريیس د افغانستان د وضعیت د ښه ښودلو په خاطر استعفا ورکړه

تاند (ينجشنبې، د سنبلې ۲۳مه) د بریتانیا د محافظه کار ګوند استازي توبیاس الووډ (Tobias Ellwood) بالاخره په دې خاطر د بریتانیا د پارلمان د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې له ریاسته استعفا ورکړه چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې څرګندونې له نیوکو سره مخامخ شوې.

نوموړی د بریتانیا د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې ريیس و.

ده، چې پخوا د بریتانیا دفاع وزیر هم و، د سږ کال په جولای کې ویلي وه چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې حالات ښه شوي دي.

که څه هم ده وروسته خپلې خبرې ترمیم کړې او ویې ویل چې په دې خاطر بخښنه غواړي او خپلې هغه خبرې تېروتنه بولي چې د هلمند د سفر په ترڅ کې یې کړې وې او په خواله رسنیو کې خپرې شوې وې.

ده له دې څو اوونۍ وروسته بیا خپلې مخکینۍ خبرې تکرار کړې، ویې ویل:«په افغانستان کې د پخوا پرتله ثبات زیات شوی دی.

توبیاس ایلووډ د حولای په ۱۷ مه / د سرطان ۲۶مه له سکای نیوز سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د سفر په ترڅ کې د هلمند په شمول، چې کلونه – کلونه بریتانیايي پوخیان هلته دیره وو، کندهار او کابل ته لاړ.

ده وویل چې په دې سفر کې افغانستان ورته بالکل متفاوت هیواد ښکاره شو، امنیت خورا ښه شوی، خلکو کاملا ازاد سفر کولی شوای، پراخ فساد تر ډېره له منځه تللی او همداراز د مخدرو موادو تولید او قاچاق چې د اشرف غني حکومت یې مخه نه شوای نیولې، ظاهراً ختم شوی دی.

ده همداراز وویل چې افغانستان یو جنګ ځپلی هیواد دی او له ۱۹۷۰ کال راهیسې یې داسې نسبي سوله، چې اوس هلته شته، نه وه لیدلې.

د بریتانیا د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې ريیس له سکای نیوز سره په مرکه کې همداراز ویلي و، هغه وخت راغلی چې بریتانیا د افغانستان په اړه پر خپله پالیسي بیا کتنه وکړي او له طالبانو سره تعامل ولري.

3 COMMENTS

  1. لکه چی غلیسی امریکا د افغانستان لپاره د خپل منتخب غړی ویسټ د طالبانو مثبته خوا دداعش حیصه کښی یاده کړه همداسی شیطان انګلیسی توبیاس الووډ هم د دوی غلامو طالبانو صفتونه بیان کړل ، تش په نامه منور افغانان د یو او بل مقابل کښی په هری موضوع کښی اختلاف سره لری ددوی څخه مثبته توقع نشی کیدۍ او یوازی بی سواده غیرتی افغانان د پخوا په شان کولای شی چی د اجنبیانو غلامان له مینځه یوسی اما غلیسی امریکا او شیطان انګلیس د افغانستان تسخیر لپاره د اسلام شعار لاندی خپل غلامان قدیانی طالبان په افغانستان کښی حاکمان کړیدی او دا به وخت ونیسی چی دا بی سواده غیرتی افغانان د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس قدیانی غلامانو پر ضد راپورته شی !!!!!

  2. تر داودخان وروسته د اول ځل د پاره ثبات لری، واحد او حاکم دولت لری. نوموړي تول رښتیا ویلی!!!!!!!!!!!!!! خو ستونځی هم شته!

  3. د محترم مشر ورور ډاکټر صاحب غروال د زړه د درد بیان او د روشنفکر او پوه قشر څخه ئی ګیله د درک او پاملرنی وړ ده.
    رشتیا هم زموږ د فکر او قلم او کتاب خاوندان اکثراً د نورو بی ارزښته موضوعاتو د اثبات! په جر او بحث بوخت دی ( مثلاً د فقید احمد ظاهر یا داوود خان د وژلو د کیفیت په مسائلو یا مثلاً د طالب ستائنه یا غندنه په قومی او ژبنی انګیزه {چی دا کار یو ډول ملی جفا ګڼلی کیږی} ) او د افغان بیچاره د اصلی ستونزو په هکله ئی یو واحد فکری – عملی سنګر نه دی نیولی ضمناً اکثره ئی په باطن کی د غرب طرفداران دی ( البته هر انتخاب د هر انسان مدنی حق دی ) خو د غربی نړی څخه په جدی توګه غوښتنه نلری چی د حاکم طالبی رژیم د اصلاح لپاره جدّی اقدامات تر سره کړی او یا اقلاً د افغان وولس له لوږی څخه وژغوری.
    نن سبا افغان بیچاره تر هر څه مخکی بیړنیو او اضطراری مرستو ته اړتیا لری چی نړیوال خصوصاً بډای هیوادونه ئی باید په وړاندی د مسئولیت احساس وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب