شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد لیبیا په درنا ښار کې د مړو شمېر تر ۵ زرو...

د لیبیا په درنا ښار کې د مړو شمېر تر ۵ زرو واوښت

تاند (چهارشنبې، د سنبلې ۲۲مه) د لیبیا روغتیايي چارواکو نن وویل، د دغه هیواد په ختیځ ښار درنا کې د سېل په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱۰۰ تنو ته ورسېد.

د یکشنبې له شپې څخه چې ستر توپان د دوو بندونو د ماتېدو سبب شو، او سلګونه ودانۍ یې له ځان سره یووړې، رضاکاره ژغوروونکي شپه او ورځ کار کوي.

لا هم شاوخوا ۱۰ زره تنه تري تم دي.

د بیړنیو پېښو کارکوونکو پرون (سې شنبې) په درنا ښار کې په ورانو – ویجاړو ودانیو او کنډوالو کې د څه باندې ۱۵۰۰ تنو مړي وموندل.

د سپوږمکۍ له تصویرونو څخه تر سیل او توپان وړاندې او وروسته د دغه یولکو ۲۰ زره کسیز ښار د ویجاړیو د پراخوالی حالت معلومېږي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې پر اساس، د دې ناورین له کبله لږترلږه ۳۰ زره کسان بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا ښار او په مجموع کې د لیبیا ټول خلک د یوې لسیزې کورنۍ جګړې او اختلافاتو سخت ځپلي دي.

په درنا کې اکثره مړي په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل کیږي ځکه چې د ډیرو کسانو خپلوان نه دي پاتې شوي.

دا په افریقا کې د مراکش له زلزلې وروسته دوهم لوی ناورین دی چې یو په بل بسې رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب