شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان اټکل کوي چې په ۲ کلونو کې ۶ لکه افغانانو پناه...

پاکستان اټکل کوي چې په ۲ کلونو کې ۶ لکه افغانانو پناه وروړې

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۲مه) له ۲۰۲۱ څخه چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي، تر ۶ لکه ډېر افغان کډوال پاکستان ته تللي دي.

د  ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی قیصر اپریدي د ترکیې انادولو خبري اژانس ته نن وویل، د پاکستاني چارواکو له اټکل سره سم، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پاکستان ته ۶ سوه زره افغانانو پناه وړې ده.

اپریدي زیاته کړه:«پر نویو راغلیو سربېره په پاکستان کې له مخکې څخه یو میلیون او ۳ سوه زره افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان حکومت د مهاجرت کارتونه ورکړي دي.»

د ده په وینا د دې ترڅنګ په تېرو دوو کلونوکې تر ۱۶ زره ډېر افغان کډوال د ملګروملتود کډوالو د لویې کمیشنرۍ د خپلې خوښې ستنېدا د پروګرام پر اساس افغانستان ته بېرته تللي دي.

د ملګرملتو د کډوالو د لویې کمینشرۍ ویندوی په پاکستان کې د غیرقانوني مېشتو افغان کډوالو او هغو چې د هستوګنې موده یې د سږ کال په جون میاشت کې بشپړه شوې ده، په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی له ځايي چارواکو سره په تماس کې دي چې د کارت لرونکو د هستوګنې موده اوږده کړي.

پاکستان په ۲۰۱۷ م کال ۸ لکه ۸۰ زره افغانانو ته د هستوګنې کارتونه ورکړل چې د اعتبار موده یې سږ کال پای ته ورسیده.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو په تیره بیا په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو کمپاین پیل کړی دی. دا کمپیان په داسې حال کې پیل شوی چې له مخکې څخه ډیرو افغانانو شکایت کاوه چې پولیس یې د اسنادو له لرلو سره سره ځوروي، پیسې ترې غواړي او که یې نه ورکوي په بیلابیلو پلمو یې محبسونو ته لیږي.

م.م وايي. په ۶ میاشتو کې تر ۷ لکه ډېر افغان کډوال له ایران څخه خپل هیواد ته تللي

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ډیر د افسوس ځای دی چې له یوې خوا تل پاکستانیان د افغان کډوالو یا پناه وروړونکو د لکونو په شمیر راپورونه ، راست و دروغ، ورکوی او له م.م.م. او نورو مرستندویانو نه په ملیونونه ډالرې اخلي؛ له بلې خوا همدغه پناه وروړونکي ځوروي ، تحقیروي، رشوتونه اخلي، بندی کوی ،شکنجې ورکوی او د ط ط سره ې د سیاسي ابزارو په شکل استعمالوي!؛ د ټولو بین المللی تجارتی او انسانی اسلامی قوانینو پر ضد لارې بندوي ؛د تش په نامه ډیورند کرښې ته خپله خاوره وایی او لر او بر کې که کوم غورځنګونه د حقوقو غږ پوته کوي هغوی هم د خپلو ګوډاګیانو په لاس ځپي ،په تیره بیا پښتانه/ افغانان!
    زمونږ افغانان هم ؛خدای دې لري او خدای دې د ښو او بدو،دوست او دښمن توپیر ورکړي؛
    د الله ج. ځمکه واسعه ده ؛
    پوکسټین یا پنجابستان؛ او فارشيعستان چې دومره د افغانانو سپکاوی او وژنې کوي؛ چیشته ورته کار کوئ؟ چیشته ې پیسې کاروئ چیشته تجارتونه کوئ ؛ واخلئ خپلې کډې مډې، میږې اوپسونه ، کټونه او سطرنجیا نی بار کړئ او خپل کلي آباد کړئ! .پردي شکیدلي کټونه تر نیمو شپو وي. د جنرال صیب مبین خبره، پاکستاني کیلو او امونو سره بالمثل چلند وشي تر څو لکه مردارې کلدارې ، دا جرنګاني ې هم خوسا شي او د لاهورۍ دروازې هرموني کرنیلان او جرنیلان خپل غُل وخوري!!!.ځکه بل هیڅ ملک د دوی مردار مال نه اخلي!!

  2. کوم ځاي ته راغلي ټول خارچ ته ځې دلته څه کوي دغه شته افغانان تنګ دي قیصر اپریدي دروغ وایی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب