جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهم.م وايي. په ۶ میاشتو کې تر ۷ لکه ډېر افغان کډوال...

م.م وايي. په ۶ میاشتو کې تر ۷ لکه ډېر افغان کډوال له ایران څخه خپل هیواد ته تللي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۲مه) ملګري ملتونه وايي، د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې تر ۷ لکه ډېر افغان کډوال له ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، د روان ۲۰۲۳ په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۷۱۰۰۰۰ افغان کډوال په خپله خوښه یا په زور له ایران څخه افغانستان ته بېرته تللي دي.

د دې ادارې پر اساس، په بېرته ستنو شویو افغانانو کې ۳۱۰ زره هغه افغانان وو چې په ایران کې یې د هستوګنې رسمي اسناد نه لرل او د ایران له لوري په زور له دغه هیواده ایستل شوي خو کابو ۴۰۰ زره نور په خپله خوښه خپل هیواد ته تللي دي.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا، له ایران څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي کسان د وړم کال (۲۰۲۲) د ورته مودې پرتله په سلو کې ۱۶ زیات دي.

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري اټکل کوي چې د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې (له جنورۍ د جون تر پایه) نژدې ۲۳۳ زره افغانان په قانوني اسنادو ایران ته تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...