شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهویسټ: طالبانو د داعش لږترلږه ۸ کلیدي مشران وژلي

ویسټ: طالبانو د داعش لږترلږه ۸ کلیدي مشران وژلي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۲مه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د داعش پر ضد د طالبانو بریالیو عملیاتو دا ډله زښته کمزورې کړې او له هغې څخه یې پر ملکي وګړو د پراخو بریدونو توان او وړتیا اخیستې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په افغانستان کې د داعش په اړه خپله ارزونه پرون (سې شنبې) د واشنګټن د سټیمسن څېړنیز مرکز په سیمینار کې وړاندې کړه.

ده وویل:«دوی (طالبان) ډېر یرغلیز او شدید بریدونه وکړل چې د داعش د خراسان څانګې وړتیا یې په فوق العاده ډول کمه کړې. فکر کوم دا د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ له لومړیو څخه په افغانستان کې د طالبانو بریدونو د داعش لږترلږه ۸ کلیدي مشران، چې ځینو یې په بهرنیو دسیسو کې هم لاس درلود، له منځه وړي دي.»

د ویسټ په وینا د طالبانو تروریستي ضد اقدامات پر ملکي افغانانو د حملو لپاره د داعش د پر له پسې حملو د کمېدو سبب شوي دي.

ده زیاته کړه:«وحشیانه حملې کېدې او تر ډېره پر هزاره ګانو، خو (سږ) داسې بریدونه نور نه وینو.»

ده ټي ټي پي د سیمې ثبات ته لوی ګواښ وباله، ویې ویل:«موږ په پاکستان کې د ټي ټي پي په حملو کې خورا زیاتوالی وینو.»

ټي ټي پي د امریکا له لوري د نړیوالو تروریستي ډلو په لیست کې شامله ده خو دې ډلې په وروستیو کې خپله ستراتیژي بدله کړې؛ د پخوا په شان پر ملکیانو بریدونه نه کوي او د پاکستان پوځي او امنیتي هدفونه په نخښه کوي.

دې ډلې وروسته له دې چې د افغان طالبانو په منځکړتوب یې د پاکستان له پوځ سره د سولې خبرې ناکامه شوې، د پاکستان امنیتي ځواکونو ته سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.

پاکستان بیا ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي. خو د افغانستان د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

نن اوومه ده چې په چترال کې د ټي ټي پي جنګیالي د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.

ټام ویسټ د ټي ټي پي په اړه وویل:«دوی د جګړې (د امریکا جګړه) په ترڅ کې د طالبانو متحدان شول، دوی د طالبانو مالي او لوژیستیکي ملاتړي وو، په جګړه کې یې هم له دوی سره مرسته کوله. فکر کوم د دوی اړیکې ډيرې پیاوړې دي.»

خو ټام ویست د پاکستان د دې تور له تاییده ډډه وکړه چې ګنې ټي ټي پي د افغانستان د طالب چارواکو په موافقه په پاکستان کې حملې کوي.

«دا چې طالبان د پاکستان خلاف د ټي ټي پي د حملو ملاتړ کوي او که یې نه کوي، دا ما ته سخته پوښتنه ده او ښايي تر دې لوړه وي چې زه دې په دې اړه په زغزده څه وویلی شم.»

2 COMMENTS

  1. دا کار هم لوی هنر او استعداد غواړی چی یو څوک لوی لوی درواغ ووائی او خندا ور نه سی.

  2. د افغانستان جغرافائی موقعیت هم ظالم روس او هم غلیسی امریکا ته ستر مهموالۍ لری د همدی علت له کبله افغانانو تر مینځ د بی اتفاقی تخم د اجنبیانو له خوا ریشی لری او تقویه کیږی ، ظالم روس د افغان ملت په ستره قربانی سره د خاوری څخه وشړل شو او اوس غلیسه امریکا د افغانستان خاوری کنترول په هڅه کښی دی اما دا غلیس امریکایان ډیر احمقان دی چی د غلامانو داسی مثبتو اړخونو ستاینی په واسطه د خپلو کثیفو او خائینو غلامو طالبانو دوباره راوستل کابل ته په ګوته کوی یعنی وائی چی ددوی غلامانو د غلیسی امریکا مصنوعی دوښمنان مهم داعشیان وژلی دی په واقعیت کښی د طالبانو او داعشیانو تر مینځ هیڅ توپیر ندی موجود دواړه حلقی د عینی اجنبی سرچشمی څخه دخپلو شومو هدفونو لپاره تغزیه او رهبری کیږی !!!!

    د افغانستان خاوره کښی دافغان باغروره ملت همیش اجنبیان د خپلی خاوری څخه شړلی دی او د غلیسی امریکا د طالبانو راوستلو چلاکی باندی افغان ملت به ډیر ژر پوه شی او د غلیسی امریکا قدیانی طالبان به هم په افغانستان کښی د ناکامی سره مخامخ کیدونکی وی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب