شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهچین د طالبانو په حکومت کې لومړنی سفیر کابل ته ولیږه

چین د طالبانو په حکومت کې لومړنی سفیر کابل ته ولیږه

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۲مه) د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر نن (چهارشنبې) په کابل کې د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ته باورلیک وسپاره.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، طالبان وايي، د ۲۰۲۱ له اګسته، چې دوی واک ترلاسه کړی، دا لومړنی سفیر دی چې د یوه هیواد له لوري په افغانستان کې ګومارل کېږي.

د رویټرز پر اساس، سره له دې چې تراوسه پورې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، څرګنده نه ده چې افغانستان ته د نوي سفیر لېږل د پیکینګ له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لور ته ګام دی او که نه.

د چین د باندنیو چارو وزارت په دې اړه د رویټرز خبري اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په یوه بیان کې ویلي:« د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر ښاغلي جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.»

د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت ویندوی تایید کړه چې ژیاو شینګ د ۲۰۲۱ له اګسته راوروسته لومړنی سفیر دی چې په افغانستان کې د یوه هیواد له لوري ټاکل کېږي.

د چین مخکینی سفیر وانګ یو په ۲۰۱۹ م کال ټاکل شوی و او تېره میاشت یې ماموریت پای ته ورسید.

نورو هیوادونو لکه پاکستان او اروپايي اتحادیې د سفیرانو پر ځای کابل ته شارژدافېران استولي چې د سفیر دنده اجرا کوي خو رسماً د سفیرانو رول نه لري.

ایران هم په کابل کې خپل سفیر د طالبانو د واک په موده کې تبدیل کړ او اوسني سفیر کاظمي قمي ته سرپرست سفیر او د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وايي.

1 COMMENT

  1. د ریس الوزرا واسکت به څوک په شل افغانی وانخلی ولی د عبدالله عبدالله د یوی دریشی قیمت تر شل زرو ډالرو پوری وه. ګرچه طالبان زما نه خوشیږی خو کچیری درست او منطقی وګورو طالبان ډیری یی ډیر ساده خلک دی. ځینی خو یی لکه دا ریس الوزرا د څوکی او مقام کیسه کی هم ندی څومره پاک او څپیځلی ماته ښکاری. خیر دی که عصری تحصیلات نلری خو مخ یی تر عبدالله عبدالله او د غنی تر نورو ټامیانو ډیر نورانی دی. ډیر خرکُس، متکبره او مغروره ملایان می هم لیدلی الله دی ټولو ته هدایت وکړی او نور دی دا وطن د جنګ په لمبو نه اچوی. دوی دی الله ج هدایت کړی چی اهل د کار ته وسپاری او الله ج امانات خیانت نکړی. وما علینا الابلاغ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب