Homeخبرونهپاکستان وايي د ټي ټي پي یو مهم قوماندان په پکتیکا ولایت...

پاکستان وايي د ټي ټي پي یو مهم قوماندان په پکتیکا ولایت کې وژل شوی

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۲مه) پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي یو مهم قوماندان بادشاه خان مسید د افغانستان په پکتیکا ولایت کې وژل شوی دی.

د پاکستان راډیو تېره شپه وویل چې بادشاه خان په پکتیکا ولایت کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د پاکستان راډیو په خبر کې نه دي ویل شوی چې بادشاه خان کله او د پکتیکا ولایت په کومه سیمه کې وژل شوی دی.

د پاکستان نورو رسنیو بیا د امنیتي سرچینو په قول ویلي چې بادشاه خان مسید له خپل یوه بل ملګري سره دوې ورځې وړاندې د پکتیکا په ازبرګي کلي کې د ماین په چاودنه کې له ټپي کېدو وروسته سخت ټپي شوی او وروسته دواړو سا پرې کړې ده.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، باشاه خان د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي ښی لاس و. او پر پاکستاني پوځیانو په ګڼو حملو کې یې لاس درلود.

ټي ټي پي د بادشاه خان د وژل کېدو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي او نه هم د افغانستان د طالبانو حکومت په دې باب څه ویلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...