چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Home+په یوه خورا لیرې سیاره کې د ژوند څرکونه ولګېدل

په یوه خورا لیرې سیاره کې د ژوند څرکونه ولګېدل

تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتي مرکز ټیلسکوپ، جېمز داسې نښې کشف کړي چې ممکن په یوه خورا لېرې سیاره کې د ژوند څرکونه وي.

جېمز ټیلسکوپ د ډي میټل سلفایډ مالیکول پېژندلي چې په مځکه کې یې یوازې ژوي تولیدوي.

څېړونکي ټینګار کوي چې ۱۲۰ نوري کاله په لېرې سیاره کې د دې مادې څرک پوره ډاډمن نه دی، د تایید لپاره یې لا زیاتو شواهدو ته اړتیا ده.

څېړونکي همداراز د جېمز ټیلسکوپ په مرسته په دې سیاره کې، چې (B18-K2)، نومول شوې، د کاربون ډای اوکسایډ او میتان ګازو د پېژندلو خبره کوي.

د دغو ګازونو کشف دا معنا لرلی شي چې دا سیاره د اوبو سمندرونه لري.

څېړونکي دې کشف ته خوشاله دي خو لا هم پوره باور نه لري او وايي چې باید لا ډیرې څېړنې وشي او نور شواهد ترلاسه شي.

انسانان له ډیره وخته په نورو سیارو کې د ژوند له رازه د خبرېدو تنده لري او هیله شته چې بالاخره به انسان په دې بریالی شي چې په کومه بله سیاره کې د مځکې په شان ژوند ومومي.

2 COMMENTS

  1. الله سبحانه و تعالی بشر ته د خپل ذاتی صفت ( عِلم ) یوه برخه ور بخښلی ده او ضمناً ئی د ” خیر ” او ” شر ” د تشخیص او انتخاب اختیار هم ور کړی دی. بشر نن سبا په علمی ډګر کی پر مختګ کړی دی ( البته د دومره پرمختګ سره سره ئی د مځکی د کُری ۵% واقعیتونه هم نه دی کشف کړی ) .
    د نورو سیاراتو کشف او په هغوی کی د بشری ژوند د امکاناتو د څیړنو هڅی به د متمدن بشر د مثبت حِرص نښه وی خو خبره دا ده چی دا به هم یو احمقانه کار وی چی د مځکی پر سر ئی خپل او د نورو ژوند په مناسبه توګه نه دی سمبال کړی ( جګړی او توطئی او چور او چپاول او چاپیریال ته زیانونه او سل نوری کُسمادری ئی را منځته کړی دی ) چی په نورو سیارو کی به ئی د احتمالی استوګنی پلانونه او پایلی څه وی؟.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب