جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پردیو موجوداتو مړي د مکسیکو پارلمان ته وښودل شول

د پردیو موجوداتو مړي د مکسیکو پارلمان ته وښودل شول

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۳مه) د مکسیکو د کانګریس (پارلمان) په علني غونډه کې دوه مړي، چې ادعا کېږي د پردیو یا د نورو سیارو د موجوداتو دي، وښودل شول.

د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۲ مه) د کانګریس په غونډه کې، چې د پارلمان د غړیو او د مکسیکو د سیاستوالو په ګډون جوړه شوې وه، دوه مړي نندارې ته کېښودل شول. دا مړي زر کاله پخواني دي او په ځانګړو تابوت ډوله صندوقونو کې حاضرو کسانو او د تلویزیونونو کامرو ته وښودل شول.

د مکسیکو یوفولوژیست او خبریال جیمي مایوسان، چې له څو لسیزو راهیسې د نورو مخلوقاتو په اړه څېړنې کوي، د دغو جسدونو د ښکارولو پروګرام ترتیب کړی و.

ده وویل، دا دوه مړي د پیرو (هیواد) جنوب ختیځ کوسکو ښار ته نژدې موندل شوي.

«دا زموږ له مځکې سره تړاو نه لري. دا داسې موجودات دي چې د یوې الوتونکې رکیبۍ په باډۍ کې موندل شوي. دوی د اوبړیو په کانونو کې په فوسیل شوي ډول موندل شوي.»

ښاغلي مایوسان زیاته کړه:«پر دغو نمونو په وروستیو کې د مکسیکو په خپلواک ملي پوهنتون کې څېړنې وشوې.»

  د ده په وینا څېړونکو هلته د ډي این اې شواهد د راډیو اکټیف د نېټه ټاکنې په وسیله تحلیل او تجزیه کړل او ورته جوته شوه چې د ډي این اې تر ۳۰ سلنه ډېرې بېلګې یې ناپېژندل شوي دي.

د غونډې برخوالو ته د نمونو د ایکس وړانګو عکسونه هم وښودل شول او یو شمېر متخصصانو شاهدي ورکړه چې د یوه مړي په بدن کې جنین لرونکي هګۍ شته او په دواړو جسدونو کې د سیمیم او کادمیم په شان له خورا نادرو فلزونو څخه جوړ شوي ایمپلنټونه شته.

د یوه جسد اندازه ۶۰ او د بل ۲۵ سانتي متره ده.

په غونډه کې د امریکا د سمندري ځواک متقاعد پېلوټ رایان ګریون، هم ناست و. ده د سږ کال په لومړیو کې د امریکا د کانګریس په غونډه کې ادعا کړې وه چې د الوتنو په ترڅ کې له داسې موجوداتو سره مخامخ شوی دی.

د ناپېژاندو مخلوقاتو په اړه د مکسیکو د کانګریس په شان غونډه د امریکا په کانګریس کې هم دایره شوې وه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب