جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ولس او منورین، فکري واټن او د ګډې ژبې نه شتون

ولس او منورین، فکري واټن او د ګډې ژبې نه شتون

همت عمرزی
دا یوه طبیعي مسله ده چې د هرې انساني ټولنې د پخو فکرونو سرخېلان د خپلې ټولنې د جمعي شعور په تناسب فکري او اِدراکي همغاړیتوب او همږغيتوب نه لري، آن ډېر کله ټولنه په یومسير او فکري خلک يې په بل مسیر او متضادو جهتونو کې سر وي، دا تناقض او ژور توپير تر دې حده زیات سي چې د فکري اوڅارو شخصیتونو د ذهني زجر او یوې لمسوونکي غبرګوني سرچينې بڼه خپله کړي، دقیق ځېرمن شخص د ټولني د بې غورۍ او بې پروايۍ په وړاندي ډېر سخت ژبنی قلمي غبرګون ترسره کړي، او دغه یاد دروني جوش يې د څه ویلو او څه ليکلو پاروونکي منبع وګرځي، زمونږ د دې يادوني ښه مصداق د زمانې لوی او بې جوړې انسان  ارواښاد خوشحال خان بابا دی، دده فکر او د وخت د ټولني عمومي درک اوشعور لکه ځمکه اوآسمان په توپير دي، دی چې هرڅومره په ډانګ پیلي خبري خپل ولس ته وړاندي کوي خو ولس يې د درک او هضم څخه عاجز دی، نو دا طبیعي ده چې د دغسي لوی انسان د درون په دنیا کې به د دې ناکردو او بې غوریو پر وړاندي څه ډول محشر جوړ وي! همدغه طغیان د بابا د سختو او ځېږو خبرو او تنقیدي شعرونو د ویلو مسبب دی! ده خو په اصطلاح د خپل وخت په ویده ولس ښه زړه یخ کړی دی، او داسي خبره نه ده پاتي چې ده دې د خپل قام د بدې ورځې او بې پروايۍ په اړوند په زړه کې غوټه پرې ايښې وي! ده خپله خبره په زغرده او صفا توګه کړې ده که چا غوږ پرې ګرولی دی او کنه هغه د دوی کار دی.
اوس خبره دا ده چې پېړۍ پېړۍ راوروسته هم هغه رواج او هغه مزاج زمونږ د ټولني په ريښې او سريښتې کې څرخ دی، اوس هم ټولنه د خپلو فکري منورینو په ژبه نه پوهېږي، که د نظم په پېرایه کې ورته ږغېږي اوکه د نثر په ارایه کې ورته بوڼېږي بیاهم ټولنه او ليکوال يې په  کیلومترونو ذهني اوفکري واټنونه او فاصله سره لري، دغه فاصله څرنګه رالنډېدای اونېږدي کېدای سي؟ دا هغه پوښتنه ده چې زمانو نه ده ځواب کړي او د ليکوال اوټولني ترمنځ د فکري کشمکش دغه دعوه اودنګله لاروانه اوستومانه ده! په شلمه مېلادي پېړی کې چې زه يې د افغان متبحرو شخصیتونو زماني مورګڼم مونږ د فکر او فرهنګ په ويړجهان کې څومره علمي، ادبي اوسیاسي لایق او ويښ وړ شخصیتونه ودرلودل، د دوی د کار اوتخلیق زریني وړانګي د افغان وطن پر علمي اوفکري آسمان لا تراوسه تاندي اوځلاندي دي اما د یادو مشالونو د رڼا له شغلو څخه عامي ټولني څومره ځلااوتنویر واخست؟ د ټولنيز شعوري بدلون په خوځون کې يې څومره مثبت اغېز ودرلود؟ دوی خپله ټولنه څنګه ارزیابي کول اوټولنه دوی ته په کوم مقام او ارزښت قایله وه؟ آیا د دوی علمي او ادبي کار اوزیار د خاصو وګړو لپاره وو، اوکه د ټولنیزجمعي شعور د ويښتیا اوپرمختیا په موخه متمرکز وو؟ دوی ولي ټولنه د جمعي درک دغه ذهني کچي ته ونه رسول چې ترڅو دوی په لازمه توګه درک کړي؟ آيا مسولیت د دوی د کار او زیار په اسلوب کې دی اوکه د ټولني په نه پاملرني، بې غوری او ناسنجیده ګی کې؟د ټولني د عمومي خوی د سمون او بدلون پازوالي د چاپه غاړه ده؟ دې مسلې ته به زه یوبله بېلګه وړاندي کړم، که د زده کړي په یو ټولګي کې په ټولیزډول د استاد ټول زده کوونکي په اړوندي موضوع او مضمون نه پوهيږي آیا دا د شاګردانو ستونزه ده اوکه د استاد؟ پوښتنه اومسولیت به حتما” استادته راجع کېږي چې دی نه دی توانېدلی ترڅو خپل زده کوونکي په مربوطه مضمون په ښه توګه وپوهوي، د ټولنو اوملتونو په برخه کې هم دا مثال ښه مصداق کېدلای سي، کله چې ټولنه په فکري لحاظ وروسته پاته، بې سراوبې سامانه وي داپه دې معناده چې منورینويې یوازي د ځان غم خوړلی او د ځان لپاره ښه دي، البته مسله مطلقه نه ده بلکه استثنا لري، زمونږ په خواري ټولني کې د روڼ آندواو فکري خلکو د کار اوزیار پایله هغسي چې تمه کېږي نه ده آغیزمنه، نو اوس سوال بې ځوابه او مبهم دی چې د ستونزي رېښه له کومي ربړي خړوبېږي په دې برخه کې څومره ولس او په کومه کچه منورین مسول دي؟؟؟
بله د حل لاري بېلګه:
مونږ لا اوس هم د هري علمي او ادبي موضوع د تاریخي ريښې د شنني او ارزوني چاره د یوناني علومو له دريڅې  ترسره کوو، اوډېرکله مو حواله هم د پوهي پردې لرغوني کان ورکوو داسي ولي کوو؟ دا ځکه چې هغوی د سقراط، افلاطون، ارسطو… په څېر پوه او عالم نابغه ګان لري، هغوی د پوهي اومعرفت د اکاډمیکو باغونو داسي تل پاته وني کښېنولي چې دنیايې له ميوو او ښکلاګانو فیض او حکمت اخلي، دوی د انساني ژوند د ټولو اړخونو اړتیاوي، ستونزي، هیلي، دردونه او غمونه، سوکالی او خوشحالی… په خورا ځيرنه او څارنه تر نظرلاندي نیولي او شنلي دي، دوی د انساني رنځ هردرد ته نسخه او درمل وړاندي کړي دي اوبلاخره دوی د انساني ژوند دواړي خواوې یعني هم روحي او هم جسمي ماهیت په نظرکې نیولی دی، مثال يې د یونان د فکراو کمال سړی عاقل فلیسوف سقراط دی، نوموړی خپلو خلکوته وايې چې تاسو وشرمېږی! یوازي په دولت، عزت اوشهرت پسې مه ځی بلکه خپلو روحونوته پاملرنه وکړی، سقراط فلیسوف وو ولي! داسي فلیسوف چې د خپلو خلکوسره يې خپل دا فلسفي فکر ګډ کړی وو، خلکوته يې دا شعور ورکړی ووچې عقل د ژوند د انتظام اوتدبير طناب دی، خلکوهم په ښه ډول دده فکر هضم کړی وو نوځکه يې فلسفي فکروته لېوالتیا او رغبت زیات وو او فلسفه يې د علومو مور بلله، فلسفه چې نوم يې انسان ته د يو پېچلي اومبهم علم تصور تلقینوي خو د یونان عام خلک د سقراط له برکته دومره دلچسپي ورسره پيدا کوي چې د خپل عملي ټولنیز ژوند سره يې همغالي او شریکوي او د پوهي د روښانه ډيوو په لا ځلولو او بلولو کې ورسره د پام وړ ونډه اخلي.
د یونان د فکر خلک خپلو ولسونو ته د ادبیاتو په نرمه ژبه نور علوم هم رسوي او خپلو خلکوته د شعر، حماسې، ډرامې، کوميډی… په جادويې هنرکې د نورو علومو د درک کولو او کسبولو فکر، تنده او تلوسه ورپيدا کوي، او د دې نرمي او ساحرانه وسيلې څخه په ګټني د پوهي او عرفان د جاویدانه څراغونو رڼا آن نړی ته لاهم تراوسه ورکوي.
د دې يادونو او مثال راوړنو څخه زما مراد زمونږ د وطن په ادبیاتو کې د ولسي شعور د بیداری او عمومي ټولنیز ژوندانه د اغیزمنتیا او سلامتیا له زاویې منتقدانه جاج اخستل دی، زمونږ ادبیات د افغان انسان د ژوند د سوکالی او ښېرازی لپاره څه لري، زمونږ ادبي دنیا د مادي دنیا په فکري او شعوري برخه کې څومره او څرنګه مطلوب بدلون راوستی دی؟
د ملالي د ټپي جادويې او انقلابي اغیز مو د هر ادبي ياداښت د سرټکی اود خیال او ویاړ مثال دی!
دا خو یو حماسي او جنګي نمونه ده، چې د اغیز اوتاثرانځور يې د تاریخ د سینګارټېک دی، بحث دادی چې زمونږ د اوسنیو ادبیاتو ژبه اوپېغام د اوسني وخت افغان انسان ته څومره روښانه او دلچسپه دی، زمونږ اوسنی ادیب د خلکو د عام ژوند سره څومره نېږدې فکراوحِس تجربه کوي؟ زمونږ ادبیات څومره د خلکو په عام ژوند کې شریک اومحسوس دي؟ زمونږ ادبي تخلیق څومره د خلکو د ټولنیز شعور درک ته چمتودی اود عامي ټولني د ژوند په رګوکې يې څومره د ساه پوکي جریان لري؟ زمونږ ادبي تولید د خلکو لپاره دی او که د ادبي حلقو د ګډونوالواوبرخه والو؟ يوازي ادیب پرې پوهيږې که د کلي دهقان هم خپل هيلي، تخیلات او روحي دنیا پري تسکینوي؟ د وطن ملي ادبیات د ملي شعور په لوړتابه او ويښتابه کې څومره اوڅرنګه رول لوبوي؟ د ملي هینداري په څېر زمونږ د فلکلور ژبه ولي نوره اوهغسي آغيزمنه ونه ږغېده؟ زمونږ  ملي روان نبض ولي په ادبي سنج نه معاینه کوو؟ زمونږ ادیب ولي د خپل ولس روحي دنیا ته د تسکین ورېښمینه ادبي نسخه نه وړاندي کوي؟ زمونږ د فکراوشعور روان مسلسل رنځ ولي نه دوا کېږي؟ زمونږ ادب ولي نه ولسي رنګ خپل کړ اونه يې نړیوال دريځ ته لار وموندل؟ آيا د ادب تولید يوازي د ادیبانو لپاره دی؟؟؟
زه د ملي ادب د پرمختګ او ودي ځیني استثنايې هڅي نه هيروم، هرقلمي اوفکري ګام ته ارزښت او قدر ورکوم، ولي په دې ملي رسالت کې يې کچه او ونډه ډېره لږه ګڼم، او د ډېرزیات کار اوډېري لويې تشي د ډکولو اړتیا پکښې محسوسوم، په پورته يادوني کې زه نه غواړم چې پرتله وکړم، زماموخه داده چې د علم اوپه خاص ډول ادب چې د پوهي او معرفت يوه غوره او اهمه برخه جوړوي پرولسي اوټولنیز مثبت رول بېلګي وړاندي کړم يونان ولي د پوهي اوفکر د صادراتو نړیوال ګدام دی؟ داځکه چې علم او ادب يې د عامو خلکو او پوهانو ترمنځ ګډ اوغاړه غړی دی.
که مونږ د ولس د روح سره خپل د فکراوقلم ژبه مشترکه او یوه کړو آيادابه مو د ملي ويښتابه د مطلوب مراد د حاصلولو ښه تجربه نه وي کړې؟؟؟
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب