جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد مسکو فارمټ په پنځمه غونډه کې به طالبانو ته هم بلنه...

د مسکو فارمټ په پنځمه غونډه کې به طالبانو ته هم بلنه ورکړل شي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۳ مه) د روسیې د باندنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د مسکو پنځم فارمټ (کنفرانس) به د روان سپټمبر په وروستیو ورځو کې جوړ شي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت ویندویې ماریا زاخارووا وویل، دا غونډه به د سپټمبر په ۲۹ مه په کازان ښار کې په افغانستان کې د لېوالتیا لرونکو خواوو په ګډون جوړه شی.

که څه هم دې ونه ویل چې د طالبانو حکومت ته به د کازان په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي او که نه، خو نورو روسي سرچینو ویلي چې د طالبانو یو پلاوی به د مسکو په پنځم فارمټ کې برخه واخلي.

ویل شوي چې د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د طالبانو د پلاوي په مشرۍ په دې ناسته کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د اوسني وضعیت، بین الافغاني پخلاینې او خبرو، د سیمې د امنیت او له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې په اړه خبرې وشي.

 د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته ویلي چې د مسکو په پنځم فارمټ کې به په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي وضعیت د څېړلو ترڅنګ په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په اړه هم خبرې وشي.

تر دې وړاندې د تېر کال په نوومبر کې د مسکو څلورم فارمټ دایر شوی و.

د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ م کال په افغانستان کې له سولې او پخلاینې سره د مرستې په هدف رامنځته شو. خو اوس داسې ښکاري چې له دې فارمټ څخه د امریکا په وړاندې په افغانستان کې د روسیې د نفوذ د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.

مسکو ډېره لېوالتیا ښيي چې طالبان دې په خپل حکومت کې پخوانیو تنظیمونو ته، چې روسیه یې د اقلیت قومونو استازي بولي، برخه ورکړي. له همدې کبله پر له پسې له طالبانو غوښتنه کوي چې خپل حکومت پراخ بنسټه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب