جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبریتانیايي پانګوال د کانونو په سیکتور کې پر پانګونې له طالب چارواکو...

بریتانیايي پانګوال د کانونو په سیکتور کې پر پانګونې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۳مه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د پانګونې پر امکاناتو له بریتانیايي پانګوال انتوني ریډ سره وکتل.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دواړو خواوو د افغانستان د کانونو په سیکتور کې د پانګونې پر موجودو فرصتونو خبرې وکړې.

د کانونو او پیترولیم وزارت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوو خواوو په ټول افغانستان کې د بهرنیو پانګونو د جذب لپاره د ښه چاپېریال د رامنځته کولو او د امنیتي اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې.

انتوني ریډ د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته د لېوالتیا ښوولو په ترڅ کې د شهاب الدین دلارو د تود هرکلي مننه وکړه.

د کانونو وزارت په خپله خبرپاڼه کې د ښاغلي ریډ د شرکت او کاروبار په اړه توضحات نه دي ورکړي.

1 COMMENT

  1. فرنګي او امریکې رذیل موزي طالب ددې لپاره واک ته ورسول سي دوۍ ته به د زکات روپۍ ورکوي نور به هر څه د اوربشو په بیه وړي او افغانستان به چور کړي. تف لعنت په طالب او په نوم اشرار مجاهل سوډر 🤮😡🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب