جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملاندیم: بیړه مه کوئ، ښځو ته د تعلیم حق ورکوو

ملاندیم: بیړه مه کوئ، ښځو ته د تعلیم حق ورکوو

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۳مه) د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ملا ندامحمد ندیم وايي، ښځو ته د زده کړو په شمول ټول شرعي حقونه ورکول کېږي نو باید په دې برخه کې څوک بیړه ونه لري.

ندیم دا خبره له ملي تلویزیون سره په مرکه کې کړې او دا یې هم ویلي چې لوېدیځ هیوادونه د ښځو د تعلیم له مسلې ناوړه استفاده کوي.

خو له ده ونه پوښتل شول چې نو ولې له زده کړو د نجونو په منع کولو سره لوېدیځ ته د ناوړه استفادې موقع ورکوي.

«صرف یوه پلمه یې پیدا کړې چې د ښځو تعلیم دی، دلته د ښځو د تعلیم خبره مطرح نه ده، څه چې نړیواله ټولنه غواړي، موږ یې نه شو پوره کولی، دا مقابله له ډیره وخته دوام لري.»

ده په زغرده ونه ویل چې نړیواله ټولنه د نجونو او ښځو د کار او تعلیم په شمول د بشري حقونو له رعایتولو پرته نورې څه غوښتنې لري. خو په ضمني ډول یې د ښځو د جامو یادونه وکړه، ویې ویل:«نړۍ غواړي د افغانستان د پرمختګ او تمدن په نوم هغسي چې په لوېدیځو هیوادونو کې ښځې جامې اغوندي، افغان ښځې دې هم هماغسي وي.»

ملاندیم همداراز وویل:«د نړۍ هیوادونو د ښځو د تعلیم په نوم ښه پلمه موندلې، حال دا چې د امنیت، اقتصاد او له خلکو سره د عدالت په اړه څه نه وايي ځکه چې هر څه سم دي.»

ده په عین حال کې د ښځو د تعلیم حق ومانه او ویې ویل:«هره مسلمانه خور مالي حق، علمي حق، او د عزت حق لري، دا مسوولیت او مکلفیت دی چې وریې کړو، څه چې خدای پاک په دین کې وايي، هغه خامخا ورکوو، خو بیړه مه کوئ چې ولې دا کار ژر نه کیږي.»

د تېر کال په دسمبر کې ملا ندیم د لوړو زده کړو د سرپرستۍ له ترلاسه کولو وروسته پر نجونو پوهنتوني زده کړې منع کړې.

د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو ممنوعیت، د افغانستان راتلونکې له تیارې سره مخامخ کړې ده.

د ډیرو په باور هغه زرګونه اومیندوازې او نورې ښځې چې د ډاکترې، قابلې او نرسې د نشتوالي او کموالي له کبله له ژونده بې برخې کیږي، مسوولیت او ګناه د طالبانو په غاړه ده.

7 COMMENTS

  1. ياني ملا نديم اخوند دامنٸ چې ددوو کلونو راپه ديخوا ٸې دافغانو نجونو حقوق غضب کړى چې داسي ده نوبيا دتيروددوو کلونو دحق خوړولو جبران به څه ادا کوي ؟

  2. ښه مې یادیږي یو وخت د بامیانو د بتانو په ماتیدو کې یوه ورځ ځنډ راغی، بیا لوی ملا صاحب ملا محمد عمر اخند له دي خاطره چې د شرعي امر په عملي کولو کې یوه ورځ ځند راغی نو سل غوايي حلال کړل. نو او خو اوه سوه ورځي د شرعی امر په عملي کولو کې ځنډ راغلی دی. چې په دي حساب باید لږ تر لږه اویا زره غوايي خو به امیر المؤمنین حفظ الله شیخ صاحب هم باید حلال کړي. ځکه اوه سوه ورځي د نجونو حقوق ورنکړل او له شرعی حقوقو يي بې برخې کړي.

  3. دا شیخان لکه ملا نډیم ، ملا هبټ ، ملا حسن او نور تک تور خدای وهلي جاهلان دي . دوی د الله له احکامو منکر ، ملحدین او منافقین دي .
    په یوه ورځ کې که پنځه ساعته درسي وخت حساب کړو په هفته کې 6 وارې 5 = 30 ساعته کیږي او
    په یوه میاشت کې 4 وارې 30 = 120 ساعته
    په یوه کال کې 10 وارې 120 =1200 ساعته او
    په دو کلونو کې 2 وارې 1200 = 2400 درسي ساعتونه کيږي .
    ملایانو د آخرت ورځ راتلونکې ده ، د ولس به لاس وي او ستاسو ګرېوانونه .
    نور جهالت مه کوئ او دا ملحدین او منافقین له واکه وغورځوئ ، خپلو اولادونو ته شرعي ، قانوني ، اسلامي او انساني حقوق ورکړئ.

  4. د ملا ندیم او د نورو جاهلو ملایانو ښځی دی الله ج په داسی مرض ګرفتاره کړی چی د زنانه ډاکټرانو اهمیت ورته معلوم شی.

  5. تاسی د پنجابی پاکستان تر رهبری او امریکا ډالرو باندی د افغانانو تباهی او بی سوادی لپاره اساسی روزل شوی یاستۍ او تاسو ته د ګډ بادارانو په هدایت تښتیدلو غلو ، چورکوونکیو کابل او نور ښارونه په اتفاق سره خوشی کړل تاسی تام جاهل او د افغان ملت دوښمنان د خپلو بادارانو رهبری لاندی افغانی جلکۍ او افغانی پیغلی او میرمنی د مکتبونو ، تحصیل او کار څخه منع کړی او کورونو کښی زندانی ساتۍاو تاسی قدیانی منافقین مسلسل د خپلو خیانتونو له مینځه وړلو لپاره مسلسل درواغ پدی دوکالونو کښی تیت کړی دی او تاسی قدیانی تربیی لاندی اسلامی ، افغانی او انسانی شرائیط تر پښو لاندی کړی دی او تاسی د پنجابی تربیی سره او د پنجابیو ارزوګانو ساتلو لپاره افغان بی سواده ملت مو د قدیانی تخریبی دین په وسیله مطیع ګرزولۍ دی اما د تاسو اسلامی او انسانی خیانتونو باندی به اشاالله دا بی سواوده غیرتی افغانان ډیر ژر پوه او دا پنجابی قدیانی تخریب کاره خچنی خیټوری قدیانانو ږیری به له مینځه وړونکی وی !!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب