جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاملرنې موسسې نظرپوښتنه ښيي چې د افغانانو عاید خورا کم شوی

د پاملرنې موسسې نظرپوښتنه ښيي چې د افغانانو عاید خورا کم شوی

تاند(پنجشنبه،د سنبلې ۲۳مه) د پاملرنې موسسې په یوه نظرپوښتنه کې معلومه کړې چې د افغانانو میاشتنی عاید په سلو کې ۷۸ کم شوی دی.

دې موسسې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې له ۳۸۱ تنو څخه د هغوی د میاشتني عاید په اړه پوښتنه کړې. چې د هغو په منځ کې ۷۳ سلنې په ځواب کې ویلي چې میاشتنی عاید یې تر ۵ زره افغانۍ لږ یا د ۵۹ ډالرو برابر دی.

په سلو کې ۷۸ سلنې پوښتل شویو ویلي چې د ۲۰۲۲ د همدې میاشتې یعني سپټمبر پرتله یې عاید لږ شوی دی.

په همدې منځ کې د کابل ځینو اوسیدونکو ویلي له اوس له اقتصادي ستونزو کړېږي او د طالبانو حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.

که څه هم ټول دا مني چې د افغانانو اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی، بیوزلي ډېره شوې او ډېرو کار له لاسه ورکړی خو دې ته په کتو چې دا نظرپوښتنه یوازې له ۳۸۱ تنو څخه د پوښتنو پر اساس شوې څرګنده نه ده چې تر څه حده به دقیقه وي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب