جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتورخم به نن له کابو لسو ورځو وروسته پرانیستل شي

تورخم به نن له کابو لسو ورځو وروسته پرانیستل شي

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۴مه) ټاکل شوې ده چې پاکستان له کابو لس ورځو وروسته نن سهار اووه بجې ترخم دروازه پرانیزي.

پاکستان د تېرې چهارشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۳ مه د ډیورند دې خوا ته د افغانستان د طالبانود حکومت پر یوې ترمیمېدونکې پوستې ډزو وروسته تورخم دروازه وتړله.

په تېرو ورځو کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو په اړه خبرو نتیجه ورنه کړه خو تېر ماښام په تورخم کې د خیبرپښتونخوا یوه ځايی چارواکي اعلان وکړ چې سر له سبا (جمعهّ د تورخم دروازه پرانیستل کېږي او ټول مامورین دې کار ته حاضر شي.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک اجرايي مسوول ضیافت خټک د تورخم د پرانیستل کېدو په اړه وویل:

«ټولو کارکوونکو ته اعلان کېږي چې سبا سهار دفتر ته راشي ځکه چې پوله سبا له اوو بجو څخه پرانیستل کېږي نو په خپلو شیفتونو کار ته راشئ.»

له بلې خوا په تورخم کې یوه طالب چارواکي هم تایید کړه چې نن سهار تورخم دروازه پرانیستل کېږي.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیشنر مفتي عصمت الله یعفوب وویل چې ژمنه شوې چې د جمعې په ورځ به د سهار په ۸ بجې تورخم دروازه پرانیستل کېږي.

خو دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د سهار په اووه بجې د تورخم د پرانیستلو اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبې) وویل چې د تورخم د پرانیستلو په اړه به په راتلونکو ورځو کې پرېکړه وشی.

دا لار د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې پاکستان بنده کړه چې په تورخم کې د یوې پوستې د بیرته جوړولو پر سر د طالب او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته وشوه.

د خیبرپښتونخوا په تورخم کې د ګمرک مسوولان همداراز وايي چې د تورخم دروازې له پرانیستل کېدو وروسته به لومړی د دوی له لوري مسافرو او باري موټرو ته اجازه ورکول کېږي چې د افغانستان خوا ته واوړي.

د دې لارې د بندېدو له کبله سوداګرو په تېره بیا د میوو او سبزیو افغان سوداګرو ته ډیر مالي تاوان اوښتی دی.

دوی د اوښتي تاوان اندازه شاوخوا ۲ میلیون ډالره ښيي.

2 COMMENTS

  1. لاس پورته کړئ چې پاکستان دې الله نیست ونابود کړي او هر افغان چې د پاکستان غلامي، جاسوسي او طرفداري کوي هغوی دې هم الله تباه او برباد کړي.
    افغانان باید په هر قیمت ځان ته د تجارت بدیلې لارې پیدا کړي او ددې کثافت سره نور نه تجارت وکړي او نه ددوی مالونو ته د افغانستان نه نورو هیوادو ته د تیریدو اجازه ورکړي. حکومت باید سرد خوني جوړې کړي چې میوه او سبزي نوره خرابه نشي.

  2. دعا ته د آمین وایو . الله تعالی دې دا خبیث او منافق ګاونډۍ له مونږ او ټولې نړۍ نه واخلي . آمین ثم آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب