جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوروړی ملي هوايي شرکت له سقوط سره مخامخ شو

د پاکستان پوروړی ملي هوايي شرکت له سقوط سره مخامخ شو

تاند(پنجشنبې، د سنبلې ۲۴مه) له اقتصادي بحران سره مخامخ پاکستان اړ شو چې د خپل ملي هوايي شرکت څو الوتکې د مالي ستونزو له کبله ودروي.

د پاکستان د هوايي شرکت، بې آی اې ویندوی پرون (پنجشنبې) وویل چې د لنډې مودې لپاره خپلې پنځه الوتکې دروي.

پاکستان په داسې حال کې د پې آی اې دا الوتکې دروي چې دا هوايي شرکت له سخت مالي بحران سره مخامخ دی، الوتکې یې زړې شوي او اوس د هغو لپاره پُرزې او وسایل نه شي رانیولی.

د امریکايي رسنۍ بلومبرګ د راپور له مخې، پي آی اې په وروستیو څو لسیزو کې نه یوازې دا چې نوې الوتکې نه دي اخیستي بلکې له نورو هیوادونو یې الوتکې په کرایه کړي چې د کرایې پیسې یې نه شي برابرولی.

دې رسنۍ د پي آی اې د ویندوی عبدالله خان په قول ویلي چې دوی باید لږترلږه ۱۰۰ میلیون ډالره ۶ شرکتونو ته د هغو د الوتکو د کرایې او یا د پور د سود په خاطر ورکړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دا وېره شته چې د پي آی اې ټولې الوتکې په لنډ وخت کې له الوتنو ووځي.

دا هوايي شرکت له څو کلونو راهیسې د ګټې پر ځای تاوان کوي او د دې لپاره چې څه نا څه فعاله پاتې شي، له مرکزي حکومت څخه یې غوښتي چې ۲۳ میلیارد روپۍ مرسته ورکړي.

د پي آی اې ویندوی ویلي چې د بوینګ او ایریس الوتکو کمپنیو دوی ته د پرزو لېږل درولي دي.

د بلومبرګ پر اساس پر پي آی اې د بهرنیو شرکتونو پور تر دوه نیم میلیون ډالرو اوړي چې دا د دې شرکت د ټولې شتمنۍ پنځه برابره ده.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب