جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد تعلیم د خپراوي ۳ افغان فعالان د سخاروف جایزې ته نومول...

د تعلیم د خپراوي ۳ افغان فعالان د سخاروف جایزې ته نومول شوي

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۴مه) اروپايي پارلمان د سږ کال سخاروف جایزې ته درې افغانان نومولي چې د تعلیم د پراختیا لپاره یې هلې ځلې کړي دي.

د اروپايي پارلمان یوې غړې حنا نیومن د پنجشنبې په ورځ / سپټمبر ۱۴ مه په یوه پوسټ کې ولیکل چې د تعلیم د حق درې افغان فعالان د ۲۰۲۳ کال د سخاروف جایزې ته نومول شوي دي.

د قلم ټولنې موسس مطیع الله ویسا، پرستو حکیم، او مرضیه امیري هغه درې افغانان دي چې د زده کړو د حق لپاره د هلوځلو په خاطر دې معتبرې جایزې ته وړاندیز شوي دي.

که څه هم د تعلیم د پراختیا او ترویج لپاره د مطیع الله ویسا له هڅو څوک انکار نه شي کولی، خو د دوو نورو د فعالیت په اړه ډیر څه نه دي اورېدل شوي.

خو ویل شوي چې مرضیې حکم د نجونو لپاره څو پټ ښوونځي جوړ کړي دي.

مطیع الله ویسا د تعلیم لپاره د هلوځلو په خاطر له څو میاشتو راهیسي د طالبانو په بند کې دی.

د «ازاد فکر لپاره د سخاراوف جایزه» د اروپايي پارلمان له لوري هغه کس یا ډلې ته ورکول کېږي چې خپل ځان یې د بشري حقونو او د نظر د ازادۍ دفاع ته وقف کړی وي.

د تعلیم فعاله او د سولې د نوبل ګټونکې ملاله یوسفزۍ یو له هغو کسانو څخه ده چې دا جایزه یې ګټلې ده.

2 COMMENTS

  1. واضحه خبره ده
    ښځی به دغه جایزه ګټی
    ځکه جایزه دهمدوی لپاره دغربیانو لخوا اماده شوی ده

  2. دا د افغانانو لپاره ستره ویاړنه دی چی دوه ځلاندی پیغلی او یو ځلانده ځوان سربیره د تورو جاهلو او ظالمو قدیانیو فشار سره د تعلیم او زده کړو لپاره د هری قربانی سره سره هلی ځلی کوی او باالخصوص محترم ویسا صاحب د تعلیم او زده کړو په خاطر د تورو ظالمو قدیانیو بندیخانی کښی لا تر اوسه بندی ساتل کیږی خدای پاک دداسی تور غلام جاهلان تباه او نابوده کړی او تاسو با جرأتو ځوانانو ته د سخاروف جایزی مبارکی وایم او محترم ویسا ددی جاهلو ظالمو غلامو قدیانیو بندی خانی څخه ژر خلاصون په هیله یم !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب