دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهوروستۍ پاڼه (لنډه کیسه) ژباړن: ګل رحمن رحماني

وروستۍ پاڼه (لنډه کیسه) ژباړن: ګل رحمن رحماني

لیکوال: ا. هنري (امریکايي کیسه لیکوال) 

د نیویارک ښار په څنډه کې د ګرېنویچ په نامه ښارګوټی ودان دی چې چاپېریال او د خلکو ژوند یې بیخي کلیوالي بڼه لري او ښايي یو لوی کلی ورته وویل شي، په دې ځای کې تر ډېره هنرمندان  ژوند کوي او نور اوسېدونکي یې هم ډېر ساده، شډل، ښکلي او داسې خلک دي چې یو له بل سره مینه لري، د دغه ښارګوټي ودانۍ او کورونه که څه هم چټل او پخواني دي، خو د دې ځای هنري ښکلا او ارزښت یې زیات کړی دی.

  د ښارګوټي ډېرې ودانۍ له خښتو جوړې شوې، د همداسې یوې ودانۍ په درېیم پوړ کې د سیو او جانسي په نوم دوو نجونو ژوند کاوه او هلته یې د نقاشي یوه ځانګړې سټدیو درلوده. سیو د مین ایالت او جانسي د کلفورنیا اوسېدونکې وه. دوی دواړه د لومړي ځل لپاره د نیویارک ښار په لسم سړک کې یو له بل سره اشنا شوي او وروسته دې موافقې ته رسېدلي وو چې د ژوند د ادامې لپاره دغه ښارګوټي ته راشي، ددوی اشنايي د تېر کال غويي میاشت کې شوې وه.

  ژوند یې روان و، د لړم میاشتې په اوږدو کې هوا په ناڅاپي ډول سړه شوه، د هوا سړښت تر دې حده ورسېده چې د ښارګوټي ټول خلک یې له وېرې او تېښتې سره مخامخ کړل، لا هم څو ورځې نه وې تېرې شوې چې په ټولو کورونو کې د سینه بغل ناروغي خپره شوه. همدا ناروغي او شدید یخ ددې سبب شو چې په لنډه موده کې د ګڼو کسانو ژوند واخلي.

  بالاخره هغه ورځ هم را ورسېده چې سینه بغل ددغه دواړو نجونو د کور دروازه هم وټکوي او جانسي چې تر سېو ښکلې وه، د ناروغۍ پر بستر راچپه کړي. جانسي سخته تبه درلوده او  خوب په وسپنیز پخواني تخت د کوټې کړکۍ ته نږدې پرته وه، هر وخت به یې له کړکۍڅخه د مخامخ کور سپین دېوال ته کتل.

  یوه ورځ چې ډاکتر د هغې کتنې ته راغلی و، د هغې ملګرې نجلۍ ته یې وویل: ستا د جانسي ملګرې ډېره خطرناکه ده، بس د ژوندي پاتې کېدو لس سلنه امکان یې موجود دی او دا هم د هغې له مقاومت او ژوند ته له هیلې سره تړلی دی، دا باید مرګ ته تسلیم نه شي او خپله روحیه دې نه بایلي، خو نن مې داسې احساس کړه چې نور یې له ژونده لاس وینځلي او ناروغۍ ته تسلیم شوې ده، اوس نه پوهېږم چې ددې دغه ناهیلې او زړه مات والی کوم ځانګړی لامل لري که نه؟

  سېو ډاکټر ته وویل: نه پوهېږم، یوازې یو څه چې زه ورته ځير شوې یم دا ده چې تل یې هیله درلوده، څو د ناپل خلیج یوه منظره له خپلې ټولې طبیعي ښکلا سره انځور کړي.

  ډاکټر وویل: نه، فکر کوم چې درد یې له دې نه هم لوی دی، که یو څه ډانګ پېیلې درته ووایم، نو چېرته خو یې زړه نه دی بایللی؟

سېو وویل: فکر نه کوم، دا تصور هم نه شم کولی.

   ډاکټر وویل: نه پوهېږم، بیا نو ښايي چې د سختې تبې په سبب یې ځان داسې کمزورۍ ته سپارلی وي، زما د تجربو له مخې کله چې ناروغ د ژوند روحیه وبایلي او ځان په دې ډاډمن کړي چې نور به ومري، نو که روغ هم وي، په دې وخت کې یې د ژوند کولو او ښه کېدو هیله له منځه ځي.

که تاسې کولای شی چې ددې ذهن او فکر د مرګ او ناروغۍ له تصور پرته کومې بلې موضوع مثلا د ښکلو مېرمنو تر ټولو وروستي موډ جامو یا ورته نورو مسایلو ته واړوی، نو په دې صورت کې زه هم وعده درکولای شم چې د ښه کېدو لس سلنه چانس یې پنځوس سلنې ته لوړېږي.

   د ډاکټر له تګ وروسته سېو خپلې خونې ته راغله او د یو څو شېبو لپاره یې په ژړا زړه سپک کړ. ساعت وروسته چې کله بېرته د جانسي خواته ورتله، نو کوښښ یې وکړ چې اوښکې یې په مخ ونه لیدل شي، ځان خوشحاله او ډاډمن وښيي، څو جانسي په کې د غم کومه نښه ونه ګوري، په همدې سبب یې له ځان سره د کومې سندرې غلې زمزمه پیل کړه او خونې ته یې ورننوته.

   جانسي هم د تل په څېر د خوب په تخت غلې پرته وه، سر یې د مخامخ کړکۍ خواته کوږ نیولی و، بهر ته یې کتل. سېو فکر وکړ چې ویده ده، کوټې ته له ورننوتو سره سم یې زمزمه هم بنده کړه، غلې شوه، خو د خپلې تمې خلاف یې واورېدل چې جانسي له ځان سره خبرې کوي او تر ژبه لاندې ځینې کلمې اړوي را اړوي.

   غلی یې د خوب تخت ته ځان ور نږدې کړ، سترګې یې له ډېر تعجب رډې راووتې، ځکه چې جانسي خپلې مړاوې سترګې له کړکۍ نه بهر په یو څه کې ګنډلې وې، په ترتیب سره یې ځینې شمېرې تکرارولې.

  سېو هم په ډېر دقت له کړکۍ نه بهر وکتل، خو ونه پوهېده چې جانسي څه شمېري، د مخامخ کور سپین دېوال ته یې په بیا بیا وکتل، یوازې یوه لوړه زړه ونه وه چې څانګې یې بېرته پر دېوال را ځوړندې وې، د ژمي سړو بادونو یې پاڼې رېژولې  او اوس یې نږدې ټولې څانګې لغړې شوې او بې پاڼو وې.

سېو بیا هم په څه پوه نه شوه، د جانسي په اوږه یې لاس کېښود، ور ټیټه شوه او ویې پوښتل

ګرانې! ته له ځان سره څه وایې؟ د څه شمېر دې پیل کړی؟

جانسي په داسې حال کې چې تر ژبه لاندې یې شمېرې تکرارولې، ځواب یې ورکړ:

نن د هغه مخامخ څانګې پاڼې نن د پرون نه ډېرې چټکې رېژېږي، تېره ورځ په څانګه کې له سلو زیاتې پاڼې ښکارېدې، په شمېرلو به یې بیخي له سر درد سره مخ شوم، خو نن راته دا کار ډېر اسانه دی، هلته ګوره، یوه بله پاڼه هم را پرېوته، اوس یوازې پینځه پاڼې په څانګه کې پاتې دي، زه باور لرم چې د وروستۍ پاڼې په لوېدو سره به ستا جانسي هم نور په دې نړۍ کې پاتې نه شي. دا درې ورځې کېږي چې ماته ددې موضوع الهام شوی دی، رښتیا راته ووایه چې ډاکټر صاحب زما د مرګ په اړه تاته هم څه ویلي دي؟

   – نه، نه ګرانې جانسي! ډاکټر ماته هېڅ نه دي ویلي، خو ته لېونۍ شوې یې؟ ددې پاڼو رېژون نو ستا له ناروغي سره څه تړاو لري؟ دا ماشومانه فکرونه له سره وباسه. ډاکټر همدا نن سهار ډاډ راکړ چې ته به حتمی ښه شې، اوس دې ته خپله شوروا وخوره، زه هم ځم د خپلو تابلوګانو خواته، ښايي هغه نیمګړې نقاشي نن بشپړه شي، یو پېرونکی مې ورته موندلی، په پیسو به یې تاته یو څه ښه خواړه برابر کړم.

  جانسي په داسې حال کې چې سترګې یې لا هم د مخامخ کور په سپین دېوال او څانګه کې خښې کړې او وارخطا وه، وویل: نه! نور نو زیاتو پیسو ته اړتیا نشته، هلته ګوره یوه بله پاڼه هم را پرېوته، اوس یوازې څلور پاڼې پاتې دي، ما پرېږده، غواړم د نن شپې له تیارې وړاندې په رڼا کې د پاتې څلورو پاڼو د را پرېوتو ننداره هم وکړم او وروسته په ارام سره ومرم.

   سېو یې د بستر خواته په کونډو کېناسته او وویل: خیر دی ګرانې چانسي، دا ناوړه فکر دې له سره وباسه، نور هېڅ هغې خواته مه ګوره، ما ته ډاډ راکړه چې دا فکر به نه کوې، زه غواړم همدلته هغه تابلو بشپړه کړم او په پیسو یې تاته څه راوړم، دا کار باید په رڼا کې بشپړ شي، سره ددې چې د بهر رڼا ته سخته اړیم، خو ستا د کړکۍ پردې کشوم چې نور د پاڼو حساب ونه کړې او له دې بې ځایه خیالونو لاس واخلې.

جانسي وویل: ایا امکان نه لري چې خپلې خونې ته دې لاړه شې او هلته نقاشي وکړې؟

  – نه، نه زه خپل کار همدلته کوم، دلته به مې ته هم تر سترګو لاندې وې.  

 جانسي په داسې حال کې چې سترګې یې پټې کړې، په مخ یې لاس راتېر کړ، په رنګ کې یې وینه نه ښکارېده، رنګ یې د مړي په څېر سپین تښی و، په ټيټ غږ یې وویل:

سمه ده، خو کله دې چې نقاشي بشپړه کړه، بیا راته ووایه، غواړم چې د وروستۍ پاڼې لوېدل په خپلو سترګو ووینم، نور له ډېر انتظار او فکر کولو ستړې شوې یم.

سېو ځواب ورکړ

 ګرانې چانسي! کوښښ وکړه غلې شه، پرېږده چې خوب درشي، استراحت وکړه، زه یو ځل لاندې منزل ته ځم، له ښاغلي نرمان کاکا سره د تابلو په اړه څه خبرې کوم، غواړم زما د نوې تابلو مډل شي، ژر راځم، خو ژمنه وکړه چې نور به کړکۍ ته مخ نه اړوې او بهر ته به نه ګورې.

+++

  شپېته کلن نرمان ددې ودانۍ په استوګنو کې یو بل داسې انځورګر و چې بوډاتوب ترې د ژوند هیلې اخیستې وې، ډېر ټنبل او بې نوښته و، خو ددې سره سره یې تل هیله درلوده چې کومه ستره او شهکاره نقاشي وکړي، هغه هدف چې په تېر ژوند کې هېڅکله نه و ورسېدلی.

    ده په نقاشۍ کې هنري کیفیت ته دومره پاملرنه نه کوله، بس یوازې د نس مړولو او روزګار چلولو لپاره یې بازاري نقاشۍ پنځولې او پلورلې، نور نو شپه ورځ په شرابو او نشو کې ډوب و، خو یو څه یې بیا هم نه هېرول او هغه د کومې شهکارې او نامتو نقاشي تابلو پنځول وو، په همدې اړه یې لاپې کولې او داسې به یې ښودله چې ډېر ژر به خپله دغه هیله پوره کړي.

   بوډا نرمان د بل چا د انځورګریو مینه وال هم نه و، نه یې خوښېدې، یوازې ددغه دوو نجونو د انځوریز هنر تر اغېز لاندې و، دی پوهېده چې په پاسني پوړ کې دوې داسې نجونې اوسېږي چې په نقاشۍ کې دده د زړه خبرې کولای شي، ځکه خو یې کله کله ځان ته ددغه دوو او ښکلو انځورګرو نجونو د دروازه وان او ساتونکي لقب ورکاوه.

  کله چې سېو د بوډا انځورګر خونې ته ورننوته، هغه په یوه کونج کې ناست و، یوه کوچني څراغ په خپله کمزورې رڼا سره نیمايي خونه روښانه کړې وه، د نقاشي یوه نیمګړې تابلو چې نوموړي ترې د شهکار جوړولو لپاره ورته نږدې پینځه ویش کاله انتظار کړی و، لا هم مخامخ دېوال ته اېښې وه. ورته ویې کتل او بیا یې د جانسي د ناروغۍاو د پاڼو پرېوتو ته د انتظار ټوله کیسه ورته تېره کړه. دا یې هم ورته وویل چې جانسي د وروستۍ پاڼې رېژون ته انتظار ده او دې شېبې ته د خپل ځنکدن د شېبې په سترګه ګوري.

   بوډا چېغې کړې: دا څه اورم، ولې بیا داسې ناوړه افکار د هغه په څېر یوې ځوانۍ نجلۍ سر ته لاره وکړي؟ نه پوهېږم، حیران یم چې تاسې به تر کومه له دې خرافاتو سره ژوند کوی! ته چې له هغې لویه او هوښیاره یې، ولې اجازه ورکوې چې هغه دې حالت ته ورسېږي؟

  سېو وویل: د هغې ناروغي ډېره سخته شوې د��، شدیدې تبې له درد سره دا افکار هم د هغې سر ته راوړي دي، اوس ته ووایه چې زه څه کولای شم؟ بوډا غلی و، سېو په ډېر عذر ترې وغوښتل چې باید یو ځل د قناعت ورکولو لپاره ورسره جانسي ته لاړ شي.

+++

  کله چې دوی د جانسي خونې ته ور ننوتل، نو په ژور خوب ویده وه، سیو د کړکۍ پرده یوه اړخ ته کش کړه، دواړو په ډېره وېره مخامخ ونې او په څانګه کې یې څو پاتې پاڼو ته وکتل، خو پر ژبو یې د سکوت مهرونه لګېدلي وو، یو بل کې یې سترګې وګنډلې، له واورې سره سخت باران هم ورېده، برمان کاکا په مخامخ څوکۍ کېناست چې له دې سره سېو وکولای شي د خپلې خوښې انځور وکاږي.

+++

  د همدې شپې په سهار سېو له را ویښېدو سره سم د چانسي خونې ته راغله، د نجلۍ سترګې رډې راختلې او د مخامخ کړکۍ په پرده یې ګنډلې وې، سر تر پښو یې له سترګو تېره کړه او وویل: سېو جانې، خیر دی، هیله کوم، پرده بېرته اوچته کړه، غواړم وګورم چې په څانګه کې څو پاڼې پاتې دي؟

    سېو یې هم خبره ومنله، کله یې چې پرده پورته کړه، دواړه سختې تعجب شوې، ځکه چې د تېرې شپې له سخت باد او توپان سربېره هم په څانګه کې یوه پاڼه پاتې وه، هو، د ونې وروستۍ پاڼه لا هم همغسې شنه او له دېوال سره په را ځوړنده څانګه کې نښتې معلومېده.

   چانسي چیغه کړه: دا وروستۍ پاڼه ده. ډاډمنه وم چې دا پاڼه به تر اوسه لوېدلې وي. تېره شپه مې د سخت باد او توپان غږونه اورېدل، د باران سخت او چټک څاڅکي مې هم حس کول، ما ویل اوس به حتمی دغه پاڼه نن ورځ را وغورځېږي او زه به هم ورسره د تل لپاره له دې نړۍ رخصت واخلم.

   سېو په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې شوې وې، د جانسي پر مخ ور ټیټه شوه او وویل: زما ګرانې! که د خپل ځان په اړه فکر نه کوې، نو زما په اړه فکر وکړه، ګوره که ته نه وې، زه به څه کوم؟ زه څنګه بې له تا ژوند وکړم؟

   هغه ورځ په ارامۍ سره تېره شوه او شپه راغله، خو لا هم جانسي او سېو کولای شول چې د شپې په تیاره کې پر دېواله را ځوړنده شنه پاڼه وویني، د شپې په پخېدو سره یو ځل بیا توپان پیل شو او سخت باران هم ورسره ملګری و.

    هغه شپه جانسي د یوې مودې لپاره بیا له کړکۍ نه بهر ته کتل، کله یې چې انتظار بې ځایه شو او پاڼه ونه رېژېده، نو پر سېو یې غږ وکړ:

    ګرانې سېو جانې! لکه چې زه خامخا کومه بده نجلۍ یم، زما دا ګناه ددې لامل شوه چې په دې دنیا کې ژوندۍ پاتې شم. دا پاڼه ځکه لا هم پر څانګه پورې نښتې ده چې خدای راته زما بدي ښکاره وښيي او ثابته کړي چې څومره ګنهګاره یم، نه پوهېږم، خو ښايي ګناه مې دا وي چې د مرګ هیله مې کوله. اوس لاړه شه زما شوروا راوړه، اوس داسې احساسوم چې حالت مې ښه شوی او وږې شوې یم.

  یو ساعت وروسته سېو بیا جانسي ته راغله، جانسي ورته وویل چې حتمی ویده کېږم او ډېر ژر به وکولای شم چې د ناپل خلیج انځور له خپلې ټولې طبیعي ښکلا سره انځور کړم.

   په همدې ورځ له ماسپښین وروسته ډاکټر یو ځل بیا د چانسي پوښتنې ته راغی او د هغې له کتنې پس یې زېری ورکړ چې ډېر ژر او ممکن د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ناروغۍ له بستر پاڅي او عادي ژوند پیل کړي. خو د مخه ښې پر مهال یې وویل: اوس ستاسې د ودانۍ لاندې پوړ کې د یوه بل بوډا ناروغ پوښتنې  ته ورځم، برمان نومېږي، انځورګر دی، فکر کوم چې سینه بغل شوی دی، ناروغي یې ډېره سخته شوې ده، ژوند ته یې هېڅ هیله نه ده پاتې شوې، خو بیا مې هم هڅه کړې روغتون ته یې د استولو کار تر سره کړم.

+++

     د همدې ورځې په سبا سېو د جانسي خواته ورغله او وویل: ډاکټر ډاډ ورکړی چې ته به د همدې اوونۍ په ترڅ کې د ناروغۍ له بستره را پاڅېږې.

    وروسته یې هغه په غېږ کې ونیوله، له سترګو یې دوه – درې څاڅکي اوښکې تویې شوې او له تاثر نه په ډک غږ یې وویل: جانسي جانې! یو بد خبر مې درته راوړی دی، هغه دا چې برمان کاکا په روغتون کې وفات شوی دی، یوازې دوې ورځې یې ستا په څېر سخته ناروغي تېره کړې ده، په لومړۍ ورځ په لمدو جامو کې سخت یخ وهلی و، هېڅوک نه پرې پوهېدل، وايي چې په خونه کې یې له درده غلی فریاد او زګیروي کول چې څوک پرې ورغلي وو، جامو او بوټونو یې کنګل نیولی و، لا هم چا ته معلومه نه وه چې ولې په دې حال شوی دی او په هغه سړه شپه چېرته و؟

    وروسته بیا  خبره څرګنده شوې، وايي چې زموږ کړکۍ ته د مخامخ دېوال بېخ کې یوه زینه، فانوس او د نقاشۍ وسایل موندل شوي دي چې فانوس لاهم روښانه و، ځکه چې دا بوډا په همدې سړه شپه  زموږ د کور کړکۍ ته په مخامخ دېوال د یوې شنې پاڼې په کاږلو بوخت و، خو موږ تر اوسه هم دومره فکر ونه کړ او څومره غیر طبیعي وه چې له دومره سخت باد او باران سربېره هم ولې هغه شنه پاڼه ونه رېژېده؟

ګرانې جانسي! دا دي برمان کاکا بالاخره خپلې هیلې ته ورسېده او په انځورګرۍ کې یې هغه شهکار رامنځته کړ چې هیله یې درلوده. ده خپله شهکاره تابلو په همغه شپه وپنځوله، هغه شپه چې توپان د څانګې وروستۍ پاڼه پر ځمکه را وغورځوله.

1 COMMENT

  1. ډيره ښکلې کیسه وه
    قدرمن استاد ګل رحمان رحماني صیب دې ژوندی وي
    ښکلې یې ژباړلې ده
    عمردې ډیره شه رحماني صیب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب