انسان د ژوند د بېلابېلو اړخونو خوند څکي. ژوند خپلې ښکلاوې لري، خو دا ښکلا هغه مهال انسان ته خپله څېره ښيي، چې د ژوند هسکې او ژورې تجربه کړي. ښه ژوند د انسان د ایماندارۍ، رښتینولۍ، سپېڅلتیا، پاک نیت، هڅې او هاند، ملګرتیا، لاسنیوي او درناوي ټولګه ده. په دې ټولګه کې بېلابېل اصلي او فرعي عنصرونه شته، خو هر یو یې سړی کولای شي د ځانګړو کړو- وړو له لارې ټولنې ته وړاندې کړي. هر څه خپله ځانګړې کړنلاره لري او د هماغه کړنلارې له مخې بریالي کېدای شي.
انسان باید ژوند کې درک ولري، درک د ښه ژوند له مهمو ښکارندو ده. موږ یوه اصطلاح لرو چې وايي: “یو بل وزغمو؛ نه چې بېل شو” دا یوازې یوه اصطلاح نه ده، په دې کې یو لوی درس پروت دی. موږ باید هر څه په ځان تجربه نه کړو؛ بلکې له پخوانیو تجربو ګتنه وکړو. د پخوانیو تجربو په اړه پوهاوی موږ ته د دې فرصت راکوي چې د ژوند بریاوې مو زیاتې او ناکامۍ مو کمې شي. انسان تل په یوه حالت کې نه وي، ځینې وخت باید خپلې غوښتنې په نورو تحمیل نه کړو، هر څوک د ژوندانه په ازادۍ کې ځان پیدا کولای شي، سړی تل په یوه حالت کې نه وي؛ ځینې وخت خوشاله، ځینې وخت خپه، ځینې وخت ارامه، ځینې وخت ناارامه، ځینې وخت غوسه، ځینې وخت خندا ….
که غواړئ چې له ژونده مو خوند واخلئ، نو غوښتنې (توقعات) مو کمې کړئ. دا چاره تاسو ته د دې لاره هواروي چې د خوښۍ شېبې مو زیاتې شي. ځینې وختونه په سړي غوسه غلبه کوي، که چېرې غوسه کنټرول شي نو سملاسي د ژوند اړخ بدلیږي. ښايي که کنټرول نشي نو کېدای شي ډېرې تېروتنې وشي او وروسته بیا پښېمانتیا رامنځته کېږي.
د پښېمانتیا د مخنیوي یوازینۍ چاره څو شېبې چوپتیا ده، څو شېبې تفکر او تعمق دی، څو شېبې ځان ارامول دي او څو شېبې په خپل ذهن کنټرول دی. ژوند همدا چارې بدلوي؛ شخصیت مو ښکاروي، د وړتیا کچه مو روښانوي، د ظرفیت او پوهاوي نښې مو برسېروي، زغم او د ستونزو په وړاندې د مبارزې هڅې مو په ګوته کوي، سره له ناسره بېلوي، د باور ستنې مو ښکاروي، د ظاهر او باطن ترمنځ شته پردې مو بربنډوي، د نیت ډول مو روښانوي، د نورو په اړه ستاسو د اند لوری مشخصوي، د ژوند په اړه ستاسو د هیلو او موخو مسیر څرګندوي.
چوپتیا له اسلامي اړخه هم ژوره ریښه لري، چې دلته یوه لنډه کتنه ورته کوو.
د قرآن مجید د ایتونو په دوو برخو کې چوپتیا د غوره ارزښت په توګه یاده شوې. په بل ځای کې پیغمبر (ص) فرمایلي:”د هوښیار نښه فکر کول او د فکر کولو نښه چوپتیا ده.” په ځینو روایتونو کې راغلي چې له مهمو عبادتونو یو یې هم چوپتیا ده او په یوه حدیث شریف کې بیا راغلي:”څلور څیزونه دي چې یوازې د مومن په برخه کېږي او لومړی یې چوپتیا ده چې د عبادتونو پیلامه ده.”
لکه څنګه چې مخکې وویل شول چې ژوند له هسکو او ژورو ډک دی؛ نو همداسې اندونه، موخې، باورونه، پوهې، وړتیاوې، ظرفیتونه، شخصیتونه او د ژوند ډولونه هم بېل دي. ژوند کې متقابل احترام او د هر چا شخصي نظر ته درناوی د ښه ژوندانه د سمون او اوډون نښې نښانې دي. یوه مشهور مقوله ده چې وايي: “ژوند ښکلی دی”. ژوند خو د اخلاقي ظرافتونو په پام کې نیولو سره ښکلی دی؛ که چېرې دا ظرافتونه په نظر کې ونه نیول شي نو هېڅکله هم ښکلی نه دی. وخت ته په کتو؛ له ژوند سره ځان عیارول یو مهم اصل دی، له اړتیا سره سم خپل خالي ځای ډکول او د مناسبې کړنلارې خپلول د ستونزو د کمښت لاره هواروي.
چوپتیا په دې مانا نه ده چې سړی د خپل حق د ترلاسه کولو په برخه کې ځان غلی ونیسي؛ نه! چوپتیا ادبي لوست ده چې دیوانونه یې هم په اړه ولیکې، نه خلاصیږي، شخصیتي منځپانګه جوړوي، د ستورو په اسمان کې د سپوږمۍ بېلګه ده. د حق ترلاسه کول بېله مسأله ده او په ادبي ډول چوپتیا غوره کول بېله.
ځینې وخت چوپتیا، د شخصیت کوچنیوالی نه ښيي؛ بلکې دا چوپتیا د سړي د درانه شخصیت، اخلاقو، آرونو، منځلارۍ، نزاکت، په ټولنیزو او مدني نښو د بلدتیا، یو بل منلو، اصولو، ژمنتیا، انسانیت، ډاډ، قربانیو، ارزښتونو، عقیدې او مثبت اند برلاسی ښيي.