یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمیرمنولې نجونې تر کوره تېښته غوره ګني؟ | حسینه عارف

ولې نجونې تر کوره تېښته غوره ګني؟ | حسینه عارف

تر هرڅه دمخه راځو خپلو بدو ټولنیزو دودونو ته چې ترننه په سیمه او ټولنه حاکم دي او خلکو ته تر دین او قانونه دمخه دي. په ځانګړې توګه د پښتنو په لرې او نږدې سیمو کې ټول د دې شاهد او منونکي یو، چې زموږ ډېری پرېکړې که دسولې دي او یا هم دجګړې زموږ دکلي او یاسیمې مشران کوي او په پاتې خلکو که سزا ده او یا مجرا مني . په دې موږ او تاسې ښه خبر یو، چې اوس او تېر وخت حتا دیوې لسېزې نه تر ننه څومره توپیر کړئ یا راغلئ، خو داخبره بیا مشرانو ته داسې ده لکه کوڼ ته دډول وهل.
زموږ مشران ددین په خلاف یوه خبره هم نشي زغملی، نور په یوه خبره د مرګ ترپولې رسوي، خو دوی بیا اصل کې د دین یوه برخه نه، بلکې ټول دین نه دی منلی. تردې چې خلک حتا دوی دخپلې سیمې خدایان او واک داران ګني(نعوذبالله). خلک دخدای او رسول نه مني، خو ددوی پرېکړو ته بیا غاړه ږدي او عمل پرې کوي. نور که دبت پر عبادت کافر دي، نو موږ څه یو، چې د ژونديو انسانانو دومره نمانځنه کوو پرته له منطقه، نو ګمان نه کړم دفرعون یا نورو نورو تردې کمه یا زیاته ستاینه یا نمانځنه کېده.
راځو خپلې اصلي موضوع ته هغه داچې نن سبا ماشوم دمور او پلار نوم واخلي، نو داسلام نه په استفاده ورته وایي مور دپښو لاندې جنت دی. دمور په ترانو او ستاینو پنډ کتابونه او شعرونه تېروو، همداسې که پلار زوی مړ کړي، نو باید محکمه نشي؛ ځکه دوی تل داولاد خیر غواړي چې داخبره بیا تل سمه نه ده، ځکه کله مېندې او پلرونه واړه یا ستر عمر کې دا اولاد څخه د واده او پوره ژوند د انتخاب حق اخلي یا نور…
همداسې داستاد درواخله ښوونکی یا ښوونکې دمور او پلار پر ځای دي. سر غړونه ترې ګناه ده. ددوزخ لمبې ورته پورته کارته کوو. خپلو ماشومانو نه جرأت او دحق غوښتنې احساس اخلو او دتل لپاره ترې منونکي او غلامان تربیه کوو او روزو، نو داسې خلک بیا دآزادۍ غږ چېرته کړئ شي یا خپلواکي څه پېژني؟ دښوونکي تېروتنه ورته په ګوته کولئ نشي او په جرأت حتا ترې دستونزو حلولو مرسته نشي غوښتلی. همداسې بیا دمور او پلار سمه ناسمه مني او سرغړونه ورته ددوزخ او جنت اڼځورونه مخ ته ږدي او پاتې عمرپه تیارو کې تېروي. دسبا او رڼا رنګ یې تر سترګو نه رسېږي.
همدا چوکاټونه چې ددین نه په استفاده یې جوړوو او خپل اولادونه کې بندوو په ځانګړې توګه بیا ښځینه، چې دا چوکاټونه ورته دومره کلک نیسو چې وتل ورته ترې پوره کفر ښکاري. زامن دا چوکاټونه په مختلفو لارو  ماتوي او سرغړونه ترې کوي، ځکه هغوی دماشوموالي نه پر ښځو بر واکي ګڼو او عام تام یې پر ښځه حاکم ټاکو، نو دا چوکاټونه دوخت په تېرېدلو سره شړوي، خو ښځه بیا محکموو او ددې په ساتلو کې دټولنې دجبره مجبورو او ننګوو او دژوند واک ترې اخلو. مور او پلار کومه مینه او عزت چې زوی ته ورکوي لور ترې محرومه وي، لور مکلفه ده دکور دهر مشر یا کشر نارینه خبره واوري او حوصله وکړي. تر ټولو نږدې کس چې مور ده هغه هم خپله مینه زوی ته وقفوي او پلار خو بیا لوڼو سره په مینه کې دننګ او ناموس مسله ذهن کې ساتي، نو نجونې، چې دا قیدونه ویني او دا بې مهري دهغو خلکو لخوا ویني چې باید دوی سره مینه وښیي یا ددوی پلوي وکړي، هغه هم داسې نجونې چې ډېری دتعلیم نه محرومې دي او دکور په څلورو دېوالونو کې روزل شوې، هغوی به سم او ناسم یا رښتیا او دروغ څه توپیر کړي خامخا دبل  تر تاثير لاندې راځي او تېښته تر کوره غوره ګني. زه وایم دتېښتې مسله کې باید موږ مېندې او پلرونه پړ کړو، ځکه یو اولاد ولې دې حال ته مجبورېږي سره له دې چې پوهېږي دمرګ تر پولې چلند ورسره وشي له کوره تښتي. دې والدینو سره باید سطحي چلند ونشي، بلکې ورسره حساب وشي. بل داچې تېښته کې کوم بدیت نشته، ولې یو نارینه دژوند دې ملګري دغورې حق لري، ولې ښځې ته بیا حیا او ننګ مخ ته کوو. واده دهر نارینه او ښځینه حق دی. دوی پوره حق لري دخپلې خوښې کس سره ژوند پیل کړي.
لور نه دپلار شمله ده او نه دې مور ټکرۍ او نه هم دمېړه عزت. ښځه ژوندۍ موجود دی. عزت او ناموس یې ځان پورې اړه لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب