پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+پوښتنې او غوښتنې | آصف بهاند

پوښتنې او غوښتنې | آصف بهاند

د مارچ اتمه

د ښځو نړیواله ورځ

د ښځې له‌لاسه قلم اخستل او بېلچه ورکول، د کوم ځای قانون دی؟

له پېړیو راپه‌دې‌خوا له افغان مېرمنو سره توپیري چلن شوی دی او همدااوس هم دا غمیزه په خپل ټول شدت سره روانه ده. ښځه د زېږېدو له ورځې د نارینه په واک کې ده او نارینه هم ټول عمر ورسره تاوتریخوالی او ناوړه چلن کوي.

زموږ په ټولنه کې له ښځینه‌وو سره د ډېرې سلنې نارینوو تاوتریخوالی او ناوړه چلن د ښځې د زېـږېدو له ورځې داسې پیل کېـږي چې نارینه څنگه پوه شو چې نوې زېـږېدلی ماشوم جلۍ ده، تندی یې تریو وي، ماشوم او مور ته ښکنځلې کوي. ښاغلی؟ نارینه ځان پر دې باندې نه پوه کوي چې همدا اوس یوه بله مهربانه مور وزېـږېده، یوه بله مینه‌ناکه مېرمن پیدا شوه، یوه بله زړه‌سواندې خور د گل په څېر وغوړېده او په کور کې یې یوه بله ډیوه بله شوه.

ښځه نور د نارینه له پاره څه وکړي: ښځه د نارینه له‌پاره مور ده، خور ده، د ژوند ملگرې ده، په هر رنگه سړو تودو کې اوږه ورکوي او…

خو بیا هم نارینه له ټول ژوند نه هغې ته قفس جوړوي او همدا ښکلی او مینه‌ناک موجود په کې اچوي. یوې شاعرې د شعر په ژبه په هنري ډول ځان داسې له نارینه سره د ژوند شریک او ملگرې گڼي، خو نارینه بیا…

له یو نارینه څخه  یوه په خبره پوه او بینا شاعرې څو پوښتنې کړې دي، دا شاعره آمنه فنا ده، آمنه فنا دا پوښتنې په ډېر سنجش او هوښیارتیا سره طرح کړې دي. دا داسې پوښتنې دي چې له هېڅ نارینه سره یې ځواب نه شته. د آمنې له قلم نه د ښځې د ریښتینې مینې، له نارینه سره د مرستې او له نارینه سره د گډژوند د مرستې څرنوالی توزیح شوی دی او بیا له «واکدار» یعنې نارینه څخه څو پوښتنې شوې دی، او د دې پوښتنو ځواب فکر نه کوم چې څوک وویلای شي. دا هم د آمنه فنا

د شعر بشپـړ متن:

واکدار

ای چې زړه مې در بايللی

ای چې ژوند ته مې دې رنګ، او خوند بخښلی

ای چې تاسره په مینه یم میینه

ای چې بې له تا جنت کې یم غمجنه

ای چې تانه مې قربان واړه هستي ده

ای چې تانه مې جار کړې زندګي ده

ای چې سیوری د بڼو مې در پېرزو دی

ای چې نور د دوو ليمو مې درپیرزو دی

ای چې ستا خوښي مې هر څه کې لیدلې

ما هماغه لار په سر سترګو منلې

ای چې ستا شمله مې تل هسکه ساتلې

که ماڼۍ زما د هیلو نړېدلې

یه واکداره! یه وکداره!

ولې نه غواړې چې زه د ژوند پر لاره

شم په خپلو پښو، په خپل اختیار روانه

ولې نه منې، چې زه یم،د خپلواکه ژوند حقداره

ولې نه غواړې چې لږ شم، له خوبونو رابیداره

ولې غواړې چې د جبر، دېوالونه رانه تاوو وي

ولې غواړې چې تل ستا د واک لاسونه رانه تاوو وي

ولې غواړې چې اسیره دې اوسېږم

ستا ملنګه، ستا فقیره دې اوسېږم

ولې غواړې احساسات مې دې جمود وي

رژېدلی مې دې ګل غوندې وجود وي

ولې غواړې اهتزاز ونه لرمه

زه په خیال کې هم پرواز ونه لرمه

زما ذات په څه نیمګړی درته ښکاري؟

او خپل ځان څله پیاوړی درته ښکاري؟

زه او ته دواړه اشرف المخلوقات یوو

زه او ته له یو بل، نه کم یو، نه زیات یوو

څه به ژوند وي چې هر پل مې ستا په واک وي

هره لار او هر منزل مې ستا په واک وي

څه به ژوند وي چې خپل ځان رانه خپه وي

خپل زړګی او خپل ارمان رانه خپه وي

څه به ما سره حساب د زنده ګۍ وي

څه به ما سره ځواب د بنده ګۍ وي

خدایه ماته دې که هر عذاب ټاکلی

خو ما نه، چېرې ژوند کړی، نه مې چیرې ژوند لیدلی

آمنه ـ فنا

1 COMMENT

  1. دغه عکس چه زنانه په چادریو او بورقو کی بندی ناستی دی او په څنګ کی یی بیل، بیلجه، کلنګ او ابپاش ښکاری. او مخامخ ورته غټ خیټی لونګیټان او سرلوڅی نارینه معلومیږی.

    دغه عکس باید د نړی د عجایبو او حیرانوونکو او شرموونکو عکسونو په قطار کی شامل شی.

    که دغه ښځی په ټیکری، زړوکی یا پړونی کی د دغه کرنیزو سامان الاتو سره ناستی وای بیا هم ډیره جدی موضوع نه وه.

    داچه د بورقو او چادریو سره بندی ناستی دی نو زه دغه ناستو نارینه ته نه پوره مسلمانان وایم، نه ورته افغانان وایم او نه ورته نارینه وایم.
    دوی ته زه اجړاګان، بی غیرته او بی وجدانه انسانان وایم. شرم او بی ننګی هم یو حد لری.
    هم مو راته اسلام خراب کړو، هم مو راته افغانیت خراب کړو او هم مو راته عزت خراب کړو. دیی ته وای وحشت نه انسانیت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب