شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهیوناما: پر ښځو محدودیتونه به افغانستان نور هم بېوزله او څنډې ته...

یوناما: پر ښځو محدودیتونه به افغانستان نور هم بېوزله او څنډې ته کړي

تاند (جمعه، د حوت ۱۸ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما دفتر مشره روزا اتنبایوا خبرداری ورکوي، چې که پر افغانستان واکمن طالبان پر ښځو لګولي محدودیتونه لیرې نه کړي؛ دغه هېواد به لا زیات بېوزله او څنډې ته شي.

نوموړې د مارچ اتمې یا د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي،سږ کال د ښځو نړیواله ورځ “پر ښځو پانګونه وکړئ” تر شعار لاندې نمانځل کېږي، خو په حواله یې افغانستان کې دا حالت برعکس دی.

یوناما دغه شان د واکمنو چارواکو له لوري چې “طالبان یې د اسلامي حجاب نه مراعت کول بولي” په تور د وروستیو ځپوونکو اقداماتو په اړه وېره څرګنده کړې چې د خپلسري نیول کېدو د وېرې له امله مېرمنې لا نورې انزوا او ګوښه‌توب ته اړ باسي.

د طالبانو چارواکو د ملګرو ملتونو د استازې څرګندونو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د یوناما ادارې او ملګرو ملتونو پر دریځونو او کړنو توندې نیوکې کړې دي.

د افغانستان د واکمنو له خوا د یوناما او م.م پر فعالیتونو اعتراضونه – تاند (taand.net)

کابو ټوله نړۍ او افغانان د نجونو د زده کړو غوښتنه کوي خو ویل کېږي چې څو د طالبانو په منځ کې څو ځینې کسان لا هم فکر کوي چې د نجونو زده کړه د ناروا ده.

1 COMMENT

  1. په افغان ښځو محدودیتونه لګول، د ښځو بی وزلی، ښځی څنډی ته کول او د ښځو او انجونو د کار او مکتب او زده کړو نه شتون کی د ملګرو ملتونو او امریکا ښکاره لاس وهنه موجوده ده. که ملګری ملتونه او امریکا هر وخت وغواړی دغه ستونزی سمولای شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب