Homeخبرونهالجزیره وايي، یو شمېر افغان ښځو په بېلابېلو ولایتونو کې اعتراضونه وکړل

الجزیره وايي، یو شمېر افغان ښځو په بېلابېلو ولایتونو کې اعتراضونه وکړل

تاند (جمعه، د حوت ۱۸ مه) الجزیره وايي، یو شمېر افغان ښځې نن د ښځو له نړیوالې ورځې سره په یو وخت د افغانستان په څو بیلابیلو ځایونو کې راټولې شوې او د طالبانو د سختدریځو اقداماتو په تېره بیا پر ښځو د بندیزونو د پای ته رسیدو غوښتنه یې وکړه.

الجزیره وايي دا اعتراضونه د تخار او بلخ په شمول په بیلابیلو ولایتونو کې شوي دي.

طالبان مظاهرو او اعتراضیه غونډو ته اجازه نه ورکوي.

الجزیره وايي، په تخار کې په یوه غونډه کې، ۷ ښځې راټولې شوې وې او دا شعار یې ورکاوه:«حقونه، عدالت، ازادي»

یوې ښځې، چې مخ یې پوښلی و، په یوه ویډیو کې ویلي:«زموږ چوپتیا او بېره د طالبانو تر ټولو غټه وسله ده.»

الجزیره وايي چې په بلخ کې هم یو شمېر ښځو په خپله مظاهره کې وویل: «طالبانو ته فرصت مه ورکوئ، د افغانستان ښځې وژغورئ.»

په مزارشریف کې شاوخوا ۲۰ ښځې رایوځای شوې وې څو خپل اعتراض څرګند کړي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو کابو دوه نیم کاله وځي.

طالبانو د ۲۰۲۲ په دسمبر کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم بند کړل.

په کورنیو او بهرنیو موسسو او د ملګروملتو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز، پارکونو، حمامونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو پر تګ بندیز او د سینګارتونونو ممنوعیت په افغانستان کې د ښځو خلاف د طالبانو نور افراطي اقدامات ګڼل کېږي.

طالبان وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

1 COMMENT

  1. که غونډو ته اجازه نه ورکوي او همدارنګه لاريونونه او اعتراضونه (نيوکې) زغملی نه شي، نو بيا د زده کړو ته اجازه او مېرمنو ته د کار حق ورکړي. تر څو به خلک نور چوپ ساتي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...