یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد وژل شوي امریکايي پوځي پلار د بایډن وینا اخلال کړه

د وژل شوي امریکايي پوځي پلار د بایډن وینا اخلال کړه

تاند (شنبه، د حوت ۱۹ مه) په افغانستان کې د یوه وژل شوي امریکايي پوځي پلار وړمه ورځ (پنجشنبه) هغه مهال ونیول شو چې ملت ته د ولسمشر بایډن په وینا کې یې اخلال کاوه.

د دغه سړي زوی د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل د هوايي ډګر په ایبي دروازه کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په مهال وژل شوی و.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، په داسي حال کې چې بایډن تېره شپه وینا کوله، یوه سړي نارې وهلې «ایبي ګېټ! ایبي ګېټ!»

د کابل د هوايي ډګر پر یوې دروازې امریکایانو ایبي ګېټ نوم ایښی و. په دې دروازه کې د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶ مه انتحاري برید، چې وروسته یې داعش مسوولیت ومانه د ۱۷۰ افغانانو ترڅنګ ۱۳ امریکايي پوخیان هم ووژل شول.

اکثره امریکايي شنونکي له افغانستانه د ځواکونو ایستل یوه ناکامي بولي او وايي چې له دې کبله په نړۍ کې د امریکا برم کم شوی دی خو بایډن وايي چې د ځواکونو ایستل یې یوه بریا ده او د دې په ترڅ کې چې خپل ځواکونه او درانه لګښتونه یې کم کړي لسګونه زره له خطر سره مخامخ افغانان یې امریکا ته لېږدولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب