شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهرینا امیري: که د افغان ښځو ملاتړ ونه شي، د ټولې نړۍ...

رینا امیري: که د افغان ښځو ملاتړ ونه شي، د ټولې نړۍ ښځې به خطر سره مخ شي

تاند (شنبه، د حوت ۱۹ مه) د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د وضعیت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې پر نړیوالو غږ وکړ، چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره لاس په کار شي.

هغې د ښځو د نړیوالې ورځې یا مارچ اتمې په مناسبت یوه اعلامیه کې وویل، چې که د افغان ښځو ملاتړ ونه شي، د نړۍ د ټول ښځو حقونه به خطر سره مخ شي.

مېرمن امیري په ورته مهال، د هغو افغان ښځو ستاینه کړې، چې د دې په وینا د طالبانو د افراطي فرمانونو او قیوداتو پر وړاندې مبارزه کوي.

امریکایي استازې، دغه ښځینه فعالانې فوق العاده پياوړې ګڼلي او د دوی ستاینه یې کړې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو دغې استازې نه ده روښانه کړې، چې په مشخص ډول له نړیوالو د افغان ښځو د ملاتړ لپاره څه غواړي؟

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا امریکا په دې برخه کې په دوه ګوني چلند تورنوي او پوښتنه کوي، چې دغه هېواد له طالبانو سره د سولې تړون له لاسلیک او د هغوی د واک ته رسولو له زمینې برابرولو مخکې ولې د اوسني وضعیت په اړه فکر نه کاوه.

امریکايي چارواکي او خاصتاً له طالبانو سره د سولې تړون برابروونکي بیا په دې برخه کې د پرځیدلي جمهوري نظام چارواکي او هم د هغه نظام ملګري سیاستوال د اوسني وضعیت له ملامتانو ګڼي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو کابو دوه نیم کاله وځي.

طالبانو د ۲۰۲۲ په دسمبر کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم بند کړل.

په کورنیو او بهرنیو موسسو او د ملګروملتو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز، پارکونو، حمامونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو پر تګ بندیز او د سینګارتونونو ممنوعیت په افغانستان کې د ښځو خلاف د طالبانو نور افراطي اقدامات ګڼل کېږي.

طالبان وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

2 COMMENTS

  1. تا خو به پخپله د روسانو متل له کریمه تر روم پل پل کړئ وي سي دغه مقام ته د ځان رسولئ نړیوالې رڼډۍ!دغه ستاسي د فاحیښي دموکراسي له برکته ؟ په غزه کې سي ښځې او ماشومان بوډاګان خوندې وژل کیږي تاسي رڼډۍ ولي د هغو په هکله څه نه وایاست سي سیهونیستي خنزیران یې تر خاورو لاندي کوي ؟😡🐖🤮

  2. رينا اميري بي بي يوه نمونه د ښځو د غورځنګ ده چي د ښځو غږ ټولي نړی ته رسوي شاباسونه او رحمت د الله د په نسيب وي. خو تاسي اسلامي کمونستانو د ښځوته مخ د ټوپک په زور له کاره ، زدکړي او خپل اولاد ته د روزي نه ورکوي.
    ته اول د خپل کور(؟) مړ کړه بيا د بل غمه خوره، ته د نورو د حقوقو لپاره رمباړي وهي او ځان د د مظلوم فلستينيو ميندو خواخوږي ښه يي (کوم چي ښه کار ده) خو په افغانستان کي د ښځو حقوق تر پښو لاندي کوي. عجب خلک ياسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب