شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد ماسټرۍ اسنادو اخیستو لپاره د ۵۱ زرو ملایانو ازموېنه

د ماسټرۍ اسنادو اخیستو لپاره د ۵۱ زرو ملایانو ازموېنه

تاند ( شنبه، د حوت ۱۹ مه) طالبانو د افغانستان په اوو زونونو کې د دیني مدرسو له شاوخوا ۵۱ زرو فاغانو څخه د ماسټرۍ زده کړو د اسنادو د وېش په موخه د ازموېنې اخیستو خبر ورکړی.

د دوی د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایي، چې د هېواد په اوو زونونو کې یې د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه له ۵۱ زره ملایانو څخه ازموینه اخیستې.

د یاد شوي وزارت د اعلامې له مخې ؛ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم د یادې ازموینې د څارنې په موخه کندهار ته سفر کړی او په دغه ولایت کې یې د هېواد د ټولو زونونو ازموینه په رسمي ډول پرانیستې ده.

نوموړي د ازموینې په پرانیسته کې ملایانو ته د ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې پروس سره به د ملایانو اسناد تثبیت شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو یو شمېر منتقدانو ویلي، چې له دې ازموېنې څخه د طالبانو هدف دا دی څو خپلو چارواکو او پلویانو ته د عصري زده کړو اسناد ووېشي.

د طالبانو پلویانو بیا د دې ازموېنې په اخېستل کېدو خوښي ښودلې او ویلي، چې له دې ازموېنې سره به د دوی په باور، دیني عالمانو ته د هغوی حق ورکړل شي او د حکومتي جوړښتونو برخه به وګرځي.

3 COMMENTS

  1. کفارو قادیانیو پنجابی چړیانو افغان غیرتی ملت بی سواده او وږی ساتلو کښی د پنجابی پاکستان تر رهبری اوس د مقدس اسلام دین تخریب ته محکمه ملا تړلی دی ددی ټولو بدبختیو تهداب د روس ستر جاسوس حسن شرق په هلو ځلو د محمد داؤد تر رهبری لاندی کمونیستی کودتا ایښۍ دی او اوس د روس ستر جاسوس حسن شرق د غلیسی امریکا غلامی ځن‍‍‍‍ځیر کښی ځان اچولۍ دی امکان لری چی دا د ملت دوښمن افغان ملت نوره هم زیاتره د بدبختی کندی ته واچوی !!!

  2. تالبانو عين شی لکه د کار مل کمونسني د دوري په وخت چي ماشينکي ظابنان يي راي ستل دادي د ماسټري ملايان را باسي.

  3. له کومو سره چې لواطت شوي (مفعولان) دا خو له خیره سره ټول ماستران شول. هغو ملایانو چې دوې سره لواطت کړي یعني (فاعلان) به ډیر ژر د دوکتورا خاوندان شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب