شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د پور نه ورکولو په اړه د عمران خان لیک...

پاکستان ته د پور نه ورکولو په اړه د عمران خان لیک ته د ای ایم ایف ځواب

تاند ( شنبه، د حوت ۱۹ مه) د پیسو نړیوال صندوق( ای ایم ایف) د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان هغه لیک ته ځواب لېږلی، چې له دغه صندوق څخه یې د پاکستان نوي حکومت ته د پور نه ورکولو غوښتنه کړې ده.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند، چې د پاکستان سترې محکمې څه موده مخکې لغوه اعلان کړی و، د پیسو نړیوال صندوق ته په یوه استولي لیک کې لیکلي، چې د دغه هېواد نوي جوړ شوي حکومت ته تر هغې چې د وروستیو ناندریزو ټاکنو د مشروعیت په اړه ډاډ نه وي ترلاسه شوی، د پورونو له ورکړې ډډه وکړي.

د پیسو نړیوال صندوق ویاند بیا د دغې غوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د هېوادونو په کور دننه سیاسي ستونزې دوی پورې اړه نه لري.

هغه دا هم نه دي ویلي، چې دغه صندوق به پاکستان ته نور اضافي پورونه ورکړي کنه؟

د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف د دندې له پيل سره سم، اقتصادي غونډه بللې او چارواکو ته یې امر کړی چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د نورو پورونو د اخیستو پر لارو چارو غور وکړي.

هغه د دغه هېواد د لړزانده او لا خرابیدونکي اقتصاد بیا رغونه له خپلو مهمو لومړیتوبونو ګڼلی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې ورځ تربلې اقتصادي کړکېچ په پراخېدو دی او د دغه هېواد پولي واحد( کلداره) د ډالرو پر وړاندې په شدت سره خپل ارزښت نور هم بایلي.

پاکستان وار د مخه هم د پیسو له نړیوال صندوق څخه میلیاردونه ډالره پور وړی دی او په وروستیو کلونو کې دغه صندوق د سختو شرایطو له وضع کولو سره حاضر شوی چې دغه پور وړي ته نور پورونه ورکړي.

پاکستان د کړکېچن اقتصادي وضعیت له امله خپل دولتي هوایي شرکت هم پلور ته وړاندې کړی او ورځ تربلې له دغه هېواده د اقتصادي ناورین له امله مسلکي کادرونه نورو هېوادونو ته د تېښتې لارې چارې لټوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب