یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههند: د کابل چارواکو سره مو د پلاوي د خبرو اصلي محور...

هند: د کابل چارواکو سره مو د پلاوي د خبرو اصلي محور د چابهار بندر په اړه خبرې وې

تاند ( شنبه، د حوت ۱۹ مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال کابل ته د دغه وزارت د یوه پلاوي د سفر په اړه معلومات او د خپل هېواد دریځ رسنیز کړی.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د بهرنیوچارو وزیر سلاکار جې پي سنګ په مشرۍ کابل ته د دغه ورغلي پلاوي خبرې تر ډېره طالب چارواکو سره پر ترانزیتي او اقتصادي اړیکو متمرکزې وې.

هغه په مشخصه توګه، په دې برخه کې د ایران له چابهار بندر څخه د دواړو هېوادونو استفادې ته اشاره کړې.

څارونکي باور لري، چې له دغه بندر څخه د افغانستان زیاته استفاده هم له منځنۍ اسیا او هند سره د افغانستان د وصل اسانتیا زیاتوي او هم یې پر پاکستان اقتصادي او سوداګریزه تکیه تر ډېره را کمولی شي.

هند د ایران په چاه بهار بندر کې خورا ډېره پانګونه کړې او نوې ډیلي هیله لري چې د دې بندر له لارې به په وچه کې کلابند افغانستان، منځنۍ آسیا او وړاندې اروپا ته خپل صادارت ولېږدوي.

تازه، تېره اوونۍ د طالبانو یو اقتصادي پلاوی د ایران چابهار بندر ته تللی او هلته یې د پانګونې د لېوالتیا تر څنګ د اقتصادي نمایندګۍ د دفتر پرانیستو غوښتنه کړې ده.

ایران هم په وروستیو کې افغانستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکې زیاتې کړي او تمه ده چې د اړیکو دا زیاتوالی به له پاکستان سره د افغانستان د همېشنیو ناندریزو سوداګریزو اړیکو په کمولو کې موثر رول ولري.

پاکستان نه تل د افغان سوداګرو شکایت دا وي، چې د سیاسي ناندریو زور له سوداګرۍ باسي او پر افغان مالونو له ظالمانه بندیزونو سره دوی ته درانه زیانونه اړوي.

1 COMMENT

  1. دا یو دیر شه او پرځاې اقدام ده چی ژر تر ژر عملی شې ګټې به یې هم خلکو ته ورسیږې او هم به د مملکت اقتصاد پیاوړی شې او د افغان هند دوستې به نوره هم پیاوړې کړې که حکومت غوادی چی د تور لینګې پنجابې پښې ور ماتی کړې نو همدا ډیر ښه بدیل ده چې له چټلستان څخه د تجارتی لارو پریکون وکړې او حکومت ته لازمه ده چې داسې یوه لار باید ولرې که سبا له پنجابی سره د دیورند مثله حل را منځ ته کیږې چې د دې مثلی حل په خبرو نه کیږې شاید جګړه رامنځ ته شې نو افغانستان باید د خپل د اکمال لاره ولرې او انشالله چې تور لینګیان به په ګونډو کیږې د تور لینګیانو ناروا پلرونه انګیس او امریکا نور د ختمیدو په حال کښی دې اتشالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب