Homeخبرونهجمایما خان له بریتانیا وغوښتل چې د عمران خان لپاره غږ پورته...

جمایما خان له بریتانیا وغوښتل چې د عمران خان لپاره غږ پورته کړي

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان پخوانۍ مېرمن جمایما خان د بریتانیا له حکومت څخه وغوښتل چې د عمران خان د بندي کېدو او د هغه پر وړاندې د ادعا شویو بشري حقونو د سرغړونو په اړه غږ پورته کړي او خپله چوپتیا پای ته ورسوي.

اغلې جایما خان، چې په خپله هم بریتانیايي ده، کلونه وړاندې له عمران خان سره شریک ژوند پای ته رسولی خو له دې سره سره د عمران خان په وړاندې د هغه څه په خاطر، چې دا یې زیاتی او د بشري حقونو سرغړونه بولي، د خپل هیواد د حکومت د غبرګون غوښتنه کوٍي.

۷۲ کلن عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی.

جمایما خان په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ویلي چې عمران خان له شاوخوا درې کلونو راهیسې له سیاسي غچ اخیستنې سره مخامخ دی او له اوږدې مودې راهیسې په انفرادي بند کې ساتل کېږي.

هغې ادعا کړې چې په دې اړه د پاکستان د سترې محکمې حکم هم نه عملي کېږي.

جمایما خان د بریتانیا له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د عمران خان د لومړنیو بشري حقونو د خوندیتوب لپاره په ښکاره او روښانه ډول غږ پورته کړي.

عمران خان تېره اوونۍ د لنډ وخت لپاره د سترې محکمې په اجازه د اسلام اباد شفا روغتون ته د درملنې لپاره یوړل شو خو بېرته د جمعې په ورځ زندان ته ولېږدول شو.
له بلې خواد نړیوال کرکټ ۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو چې د هند سنیل ګواسکر او کپل دیو هم په کې شامل دي، د پاکستان له حکومت غوښتي چې د پخواني صدراعظم عمران خان روغتیا ته پاملرنه وکړي.
دوی په خپل لیک کې غوښتي چې د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي طبي پلاوي ته اجازه ورکړل شي چې “د عمران خان د روغتیا بشپړه او خپلواکه ارزونه” وکړي او د خان کورنۍ له خنډ او ځنډ پرته د هغه لیدو ته پرېښودل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...