سه شنبه, سپتمبر 10, 2024
Home+په دې ورځ جرمنی شاعر فدریښ هولدرلین زېږېدلی

په دې ورځ جرمنی شاعر فدریښ هولدرلین زېږېدلی

تاند- له نن څخه ۱۲۴ کاله پخوا د ۱۹۰۰ د اګست په ۲۵ مه جرمنی شاعر فیدریښ هولدرلین (Friedrich Hölderlin) په حق ورسېد.

هولدرلین، چې د فیلسوفانو شاعر بلل کېږي، د رومانتیزم غورځنګ اوڅار استازی و. ده د جرمن ایډیالیزم په بشپړتابه کې هم رول درلود او د هیګل او شلینګ په شان فیلسوفانو پر افکارو یې اغېز درلود.

د فدریښ پلار په ۱۷۷۲ کې ومړ، هغه مهال دی دوه کلن و. وروسته یې مور بل میړه وکړ. دی ۹ کلن و چې پلندر یې مړ شو. هغه پر ده ډیر مهربان و. مذهبي مور یې غوښتل چې له ده یو پادري جوړ کړي او له همدې کبله یې په څوارلس کلنۍ کې د توبینګن ښار دیني مرکز ته ولیږه. هلته ده له هیګل او شلینګ سره یو ځای کتابونه لوستل. په دغو کتابونو کې د شیلر او کانت انتقادي اثار هم شامل وو.

فیدریښ ۲۶ کلن و چې د سوزتې ګونتارد د اولادونو ښوونکی شو. سوزتې تر ده یو کال مشره وه خو دی پرې مین شو.

هوادرلین د هیپریون (Hyperion) له ناوله وروسته د سوزتې په ویاړ د دیوتیما (Diotima) په نوم منظومه وکښله. دا دواړه د جرمني ژبې او ادبیاتو بې ساري اثار ګڼل کېږي.

سوزتې ناببره مړه شوه او د هغې مړینې پر هولدرلین ډیر بد اغېز وکړ. دی ۳۶ کلن و چې د عقلي – رواني ناروغیو روغتون ته یووړل شو. هلته یې دوه کاله تیر کړل.

وروسته یوه ترکاڼ، چې ارنست څمیر نومېده او د ده د شعرونو لېوال و، په خپل کور کې د اوسیدو ځای ورکړ.

نن سبا هماغه کور د هولدرلین موزیم دی.

فدریښ هولدرلین د ۱۹۴۳ د جون په ۷ مه په ۷۳ کلنۍ کې د جرمني په توبینګن (Tübingen) کې مړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب