Homeخبرونهیوناما: په افغانستان کې د بدیلو او دوامدارو معیشتونو لپاره دې پانګونه...

یوناما: په افغانستان کې د بدیلو او دوامدارو معیشتونو لپاره دې پانګونه زیاته شي

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرستې جورجت ګانیون د بدخشان ولایت د سفر پر مهال په افغانستان کې د خلکو لپاره د بدیلو او دوامدارو معیشتونو د رامنځته کولو لپاره د پانګونې پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

یوناما وايي، ګانیون په دې سفر کې د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې له استازو او د بدخشان له یو شمېر اوسېدونکو سره لیدلي او د خلکو د ژوند د وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او د نشه‌یي توکو د اغېزو په اړه یې خبرې کړې دي.

د یوناما سرپرستې په فیض‌اباد ښار کې له یو شمېر ښځینه متشبثینو سره هم لیدلي او د معتادانو د درملې یو مرکز یې هم لیدلی چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ فعالیت کوي.

ګانیون ټینګار کړی چې په هغو سیمو کې چې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د خلکو اقتصاد زیانمن شوی، باید د کار او دوامدار عاید د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره لا ډېره پانګونه وشي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د افغانستان په شمال کې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته کروندګر د خپلو پخوانیو عایداتو د بدیل په موندلو کې له جدي ستونزې لري.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې پر کلیوالو ټولنو اقتصادي فشار زیات شوی او له همدې امله د کروندګرو لپاره بیړني ملاتړ او د دوامدارو بدیلو معیشتونو رامنځته کول ډېر اړین دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال اداري رییس عبدالسلام حنفي هم مخکې د نشه‌یي توکو د کښت له بندیز وروسته پر افغان بزګرانو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په اړه نیوکه کړې او ویلي یې و چې د بدیل کښت او د کروندګرو د معیشت د پراختیا لپاره تر اوسه د پام وړ نړیواله همکاري نه ده شوې.

همداراز، په کابل کې د یوناما د سیاسي څانګې مشر سکاټ سمیت له طالبانو سره په کتنه کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نړیوالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...