تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) په داسي حال کې چې لوېدیځو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه خالي کړي، د ځینو نورو هیوادونو سفارتونو فعالیتونه زیات کړي دي.
په دې لړ کې په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د اسعارو او مالي معاملو ستر مرکز، شهزاده سرای، ته لاړ او له صرافانو سره یې ولیدل.
په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د سفیر بېکدلي عکسونه خپاره کړي چې افغاني جامې یې اغوستي دي.
د سفارت په پوسټ کې شهزاده سرای د افغانستان «تاریخي مالي او پولي مرکز» بلل، شوی دی.
سفارت نه دي ویلي چې شهزاده سرای ته د سفیر ښاغلی بیکدلي د سفر هدف څه و او هلته یې له چا سره په څه اړه خبرې کړي دي.
خو نوموړی په داسي حال کې د افغانستان د اسعارو بازار ته تللی چې د ډالر په وړاندې د ایران د ملي پیسو ارزښت په بې ساري ډول لوېدلی او لا هم مخ په لوېدو دی.
پرون هر ډالر په څه باندې ۲۰۰ زره تومانو تبادله کېده. دا په داسي حال کې ده. خو د ډالر په وړاندې افغانۍ د سیمې تر ټولو باثباته کرنسي ده.
شهزاده سرای ته د ایران د سفیر تګ نورو هیوادونو ته، هغوی چې لا هم په افغانستان کې خپل سفارتونه نه دي پرانیستي، دا پیغام رسوي چې په افغانستان کې امنیتي ستونزې نه شته او هغوی خپل سفارتونه پرانیستلی شی.
شاهزاده سرای د ډالرو لوبه مخ ته وړي..
همدا اوس له کندهار او کابل څخه هره ورځ میلیونه ډالر په ځمکنۍ لاره هرات ته را ځي او له هرات څخه ایران ته د اسلام کلا له قانوني بندر څخه تیریږي او د ایران و پیسو ته یو ډول ساه ورکوي..
جالبه دا ده چي رئیس الوزار دوه کاله وړاندي د پیسو د قاچاق په اړه یو ډول فرمان صادر کړی و، چي له مخي یې د دغه ډول قاچاق لپاره یې ځيني سزاګاني بیان کړي وې، خو تر ننه دوی یې په مخنیوي کي پاتې راغلي او یو علت یې دا دی چي سرحدي ځواکونو کي ځيني له دغو کړیو سره جوړ دي.