Home+بشریت د ایمان،باور او عدالت تږی !| عبدالرحمن فرقاني

بشریت د ایمان،باور او عدالت تږی !| عبدالرحمن فرقاني

د ننني ژوند له ظاهري شورماشور او ګڼې ګوڼې سره سره، د انسان په زړه کې یوه داسې تشه رامنځته شوې چې نه یې شتمني ډکولای شي، نه یې پرمختللي ماشینونه او مدرن مادي ژوند ، نه یې بې شمېره لذتونه او خوندونه، نه هم د علم او ټکنالوژۍ حیرانوونکي پرمختګونه..

حقیقت خو دا دی چې د ژوند د ظاهري شور ماشور،زرق او برق ، هیاهو او ګڼه ګونې  تر شا یوه ژوره تشه پټه ده. دمادیت په ډګر کې انسان ډېر څه لري، او ډېر څه یې تر لاسه کړي دي.خو د معنویت په نړۍ کې لا هم د زړه د سکون په لټه کې دی؛ لوړې او آسمان  څکلکې ودانۍ لري، خو زړه یې لا هم -د غرونو په لمن  کې د شنو تپو په سر د مستو ویالو تر څنګ – د خاورینو  کوډخو د لرلو ارمان په سر اخیستی دی ،هغه ځای چې په فطري ډول انسان د صنعتي دنیا له شور ماشوره د زړه د سکون لپاره پناه وروړلو ته لیواله وي؛ پرمختللي ماشینونه او د ژوندانه وسایل یې په واک کې دي، خو وجدان یې د قرار او سکون  تږی پاتې دی؛ د لذتونو بې شمېره دروازې یې پر مخ پرانستې دي، خو د حقیقي خوښۍ او سوکالۍ حقیقت یې لا هم نه دی موندلی.

نننی معاصر انسان ډېر تولیدوي، ډېر مصرفوي، ډېر سفر کوي او ډېرې وسیلې لري؛ خو د خپل ځان په دننه کې له داسې پوښتنو سره مخ دی چې ماشینونه یې ځوابولای نشي: زه څوک یم؟ د څه لپاره پیدا شوی یم؟ او د دې ټولو هڅو پایله مې څه ده؟

نن ښارونه له رڼا ډک دي، خو ډېر زړونه تیاره دي؛ د ساعتېرۍ ځایونه له خلکو او شورماشور ډک دي، خو د انسان روح یوازې او ناارامه ده؛د خندا او سندرو غږونه ډېر دي، خو د زړه سکون او ډاډکم دی. انسان د لذتونو په لټه کې له یوه خوند څخه بل خوند ته ځي، خو هر ځل چې خوند پای ته رسېږي، هماغه پخوانۍ تشه بېرته احساسوي  ،ځکه هر لذت پای لري ،خو حقیقي خوښي نه رامنځته کوي او هره مستي انجام لري،خو د تل پاتې سعادت او سوکالي احساس نه ایجادوي!

مادي تمدن انسان ته ډېر وسایل ورکړل، خو د ژوند د مقصد ځواب یې ورنه کړ. ماشینونه یې جوړ کړل، خو دا یې ونه ویل چې ماشین باید د څه لپاره وکارول شي؛ تولید یې زیات کړ، خو دا یې هېر کړل چې تولید د انسان د خدمت لپاره دی، نه دا چې انسان د تولید غلام شي. علم یې پراخ کړ، خو د وجدان هغه ژوره تنده یې په متوازن، عادل او اړین علم  خړوبه نه شوی کړی.

انسان د خلقت له لحاظه یوازې مادي بدن نه دی چې په خوراک، لباس او جسمي لذتونو بسنه وکړي؛ هغه په بل بعد کې روح، وجدان، عقل او فطرت هم لري. بدن د مادې اړتیا په پوره کېدو تسکین کېږي،خو روح معنویت غواړي؛ عقل پوهه غواړي، وجدان ډاډ غواړي؛ انسان په ټول کې آزادي غواړي، خو داسې آزادي چې هغه د خپل نفس او غیر انساني خواهشاتو غلام نه کړي.

همدلته د ایمان او معنویت  اړتیا راڅرګندېږي. ایمان انسان ته د ژوند معنا ورکوي، د زړه لپاره ډاډ پیدا کوي او انسان له دې احساسه ژغوري چې ژوند یوازې د زیږون، کار، مصرف، لذت او مرګ یوه بې هدفه کړۍ ده. کله چې انسان پوه شي چې هغه د یوه حکیم خالق مخلوق دی او ژوند یې هدف لري، نو د ژوند کړاوونه هم د معنا وړ ګرځي او خوښۍ هم له مسؤولیت سره مل کېږي.

بشریت نن یوازې پرمختګ ته اړتیا نه لري؛ بلکې د داسې پرمختګ اړتیا لري چې انسان پکې پکې منحیث انسان ورک نه شي. داسې علم ته اړتیا لري چې د انسان خدمت وکړي، داسې اقتصاد ته اړتیا لري چې انسان ونه ځپي، داسې سیاست ته اړتیا لري چې عدالت تأمین کړي، داسې آزادي ته اړتیا لري چې د نورو حقونه تر پښو لاندې نه کړي، او داسې کورنۍ او ټولنې ته اړتیا لري چې انسان پکې د شمېرې او تولیدي ځواک پر ځای د کرامت وړ موجود وګڼل شي.

په حقیقت کې فرد اطمینان غواړي، کورنۍ مینه او ثبات غواړي، ټولنه عدالت او توازن غواړي، او بشریت سولې او متقابل احترام ته اړتیا لري. که د انسان له ژوند څخه ایمان، اخلاق او مسؤولیت واخیستل شي، نو پرمختګ هم کولای شي د انسان پر ضد په یوه خطرناک ځواک بدل شي، څرنګه چې یې په نني تمدن کې یې نښې موندلی شوو.

اسلام د انسان د فطرت پر وړاندې نه درېږي؛ بلکې د هغه فطري اړتیاوې په سمه لار برابروي. اسلام نه وايي چې دنیا پرېږدئ، بلکې وايي دنیا په لاس کې ولرئ او د سوکاله ژوند لپاره د هستۍ له امکاناتو څخه ګټه پورته کړئ او د دنیا او خپل ژوند د عمران لپاره لاس په کار شئ،کار وکړئ، تولید وکړئ، علم زده کړئ، عمران وکړئ؛ خو د دې ټولو تر څنګ خپل وجدان، اخلاق او د الله تعالی اړیکه مه هېروئ.

اسلام انسان ته په ژوند کې داسې توازن ورکوي چې روح یې له مادیت څخه نه تښتي او دنیا یې روح نه ځوروي. عقل ته د فکر دروازه پرانیزي، خو وجدان یې د ایمان په رڼا کې ساتي؛ د پرمختګ اجازه ورکوي، خو د ظلم او استثمار مخه نیسي؛ د فرد حق مني، خو د ټولنې حق هم نه هېروي.

له همدې امله، زموږ دنده دا نه ده چې د زمانې له هرې څپې سره خپل هویت له لاسه ورکړو او یوازې د دې لپاره چې نړۍ په یوه لوري روانه ده، موږ هم ورسره ولاړ شو. زموږ دنده دا ده چې بشریت ته د اسلام هغه متوازن پیغام وړاندې کړو چې انسان د انسان له بندګۍ  او د خپلو خواهشاتو له بنده ګۍ  ژغوري ، بلکې هغه یوازې د الله تعالی بندګۍ ته رابولي.

موږ باید نړۍ ته دا وښیو چې اسلام یوازې د عباداتو مجموعه نه ده؛ بلکې د انسان د کرامت، عدالت، کورنۍ، ټولنې، اخلاقو، سولې او مسؤولیت لپاره هم یو بشپړ لید او تصور لري. د اسلام په نظام کې انسان نه یوازې د تولید وسیله نه دی، بلکې هغه د الله تعالی مخلوق او د کرامت وړ مخلوق دی.

د بشریت راتلونکی یوازې په دې پورې تړلی نه دی چې څومره نوي ماشینونه جوړوي، بلکې په دې پورې تړلی دی چې د دغو ماشینونو په وسیله څه ډول انسان جوړوي. که علم له اخلاقو بېل شي، ځواک له عدالت بېل شي، آزادي له مسؤولیت بېله شي او پرمختګ له ایمان او انسانیت څخه تش شي، نو تمدن به لوی وي، خو انسان به پکې کوچنی او سپک  وي.

نو بشریت نن موږ ته نه یوازې د شعار په توګه، بلکې د معنا، اخلاقو، عدالت او ایمان د پیغام په توګه اړتیا لري. زموږ رسالت دا دی چې د نړۍ له پرمختګ سره په سالمه توګه تعامل وکړو، خو خپل هویت له لاسه ورنه کړو؛ د انسان له تجربو ګټه واخلو، خو د حق معیار له لاسه ورنه کړو؛ او د بشریت د دردونو لپاره د اسلام د رحمت، عدالت او هدایت پیغام وړاندې کړو.

ځکه په پای کې انسان هغه مهال بریالی کېږي چې لاس یې په دنیا کې وي، خو زړه یې له الله تعالی سره تړلی وي؛ عقل یې آزاد وي، خو وجدان یې هدایت شوی وي؛ او ځواک یې د ظلم لپاره نه، بلکې د خیر او عدالت لپاره استعمالېږي.

«وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...