Homeخبرونهنوې څېړنه: هره ورځ د خوږو مشروباتو څښل د سرطان خطر زیاتوي

نوې څېړنه: هره ورځ د خوږو مشروباتو څښل د سرطان خطر زیاتوي

تاند (چهارشنبه، د زمريږ اسد ۲۸ مه) په امریکا کې یوې نوې طبي څېړنې موندلې چې هره ورځ یوازې د یوه خوږ مشروب څښل د معدې د سرطان خطر تر دوه برابره زیاتولی شي.

د ماس جنرال بریګهم د سرطان انستیتیوت په څېړنه کې د څه باندې ۱۱۲ زره کسانو د خوړو عادتونه او روغتیايي سابقه د څو لسیزو لپاره څېړل شوې ده. څېړنه، چې په «Gastro Hep Advances» مجله کې خپره شوې، ښيي چې د خوږو مشروباتو منظم استعمال، په ځانګړي ډول له ۵۰ کلونو څخه د کم عمره کسانو په منځ کې، د معدې د سرطان له زیات خطر سره تړاو لري.

څېړونکي وايي، د سګرېټ څکولو، چاغښت او د معدې د التهاب ترڅنګ، ورځنی خوراک هم د سرطان په رامنځته کېدو کې مهم رول لري. دوی د پایلو د لا کره کولو لپاره د نورو پراخو څېړنو غوښتنه کړې ده.

خو په دې کې شک نه شته چې د کوک او فانتا په شمول خواږه څښاکونه او د بورې ډېر استعمال ګڼې روغتیايي ستونزې پېښولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...