Homeخبرونههند: له افغانانو سره تاریخي اړیکې لرو؛ له افغانستان سره تعامل مو...

هند: له افغانانو سره تاریخي اړیکې لرو؛ له افغانستان سره تعامل مو بشري او پراختیايي لومړیتوبونو ته دوام ورکوي

 تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۷ مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان سره د دغه هېواد اړیکې د بشري مرستو، پراختیايي همکاریو او له افغان ولس سره د اوږدمهاله اړیکو پر بنسټ ولاړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د سې‌شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د هغې غونډې  په اړه، چې د «بري ورځ» په نوم د طالبانو د بیا واک ته رسېدو په مناسبت جوړه شوې وه، خبرې وکړې.

جیسوال په دې مناسبت په مراسمو کې د یوه جګپوړي هندي چارواکي ګډون تایید کړ. ده وویل چې د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ګډ منشي انند پراکاش په دغو مراسمو کې د هند د حکومت په استازیتوب ګډون کړی و.

جیسوال وویل، «هند له افغان ولس سره اوږدمهاله اړیکې لري» او په تېر یو کال کې له افغانستان سره د نوي ډیلي تعاملات پراخ شوي دي. د هغه په وینا، په دې تعاملاتو کې دیپلوماتیکې اړیکې، بشري مرستې او پراختیايي پروګرامونه شامل دي.

هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره به د هند د اړیکو کچه او څرنګوالی همدغو لومړیتوبونو ته په پام سره ټاکل کېږي او که په دې برخه کې نور پرمختګونه رامنځته شي، هند به یې اعلان کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل چې نوي ډیلي د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې په کابل کې د خپل تخنیکي ماموریت دیپلوماتیک دریځ لوړ کړ او دغه ماموریت یې د سفارت تر کچې ورساوه. د تخنیکي ماموریت مشر هم د شارژدافیر په توګه وټاکل شو.

په ورته وخت کې، جیسوال د «بري ورځې» په مراسمو کې د بېلابېلو قشرونو د ګډون یادونه وکړه او ویې ویل چې یو شمېر ښځو هم په مراسمو کې ګډون کړی وو. هغه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د هند پخوانی دریځ بیا تکرار کړ.

د افغانستان په سفارت کې د «بري ورځې» پنځمې کلیزې په مراسمو کې د افغانستان شارژدافیر مفتي نوراحمد نور هم له هند سره د سیاسي باور او اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه. هغه ویلي چې دا ډول همکاري د سیمې د ثبات، اتصال او ګډې اقتصادي ودې لپاره زمینه برابرولی شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان ‍بیا واکمن شول او هند په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له کابل سره د بشري مرستو او عملي تعامل له لارې خپلې اړیکې وساتي، پرته له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...