تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) په بریتانیا کې د پوستکي د سرطان، په تېره بیا د میلانوما د درملنې په برخه کې د نوې تجربوي واکسین ازموینې هیلهبخښونکې پایلې ورکړې دي. د یوه لوی کلینیکي ټرایل لومړنۍ پایلې ښيي چې د سرطان شخصي شوی واکسین د ناروغۍ د بېرته راګرځېدو مخه نیولی او د بدن نورو برخو ته د سرطان د خپرېدو خطر کمولی شي.
په دې ازموینه کې شاوخوا ۱۰۰۰ هغه ناروغان شامل وو چې د میلانوما له امله یې مخکې جراحي کړې وه. واکسین له کېترودا (Keytruda) سره یوځای ناروغانو ته ورکړل شوی و؛ کېترودا یوه ایمیونوتراپي درملنه ده چې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې (NHS) له خوا د سرطان د بېلابېلو ډولونو لپاره کارول کېږي.
د واکسین جوړوونکو شرکتونو په وینا، د واکسین او کېترودا ګډ استعمال د یوازې کېترودا پرتله له سرطان څخه د ناروغانو د پاک پاتې کېدو موده د پام وړ زیاته کړې او د ناروغۍ د بېرته راګرځېدو او نورو برخو ته د خپرېدو خطر یې هم کم کړی دی.
دا واکسین د هر ناروغ د سرطان د ځانګړتیاوو له مخې شخصي کېږي او د ناروغ د معافیت سیستم هڅوي چې د سرطان حجرې په ښه توګه وپېژني او پر وړاندې یې اغېزمن غبرګون وښيي.
که څه هم د وروستي پړاو د ازموینې بشپړې پایلې لا نه دي خپرې شوې، تمه ده چې د روان کال تر پایه یې تفصیلي معلومات وړاندې شي. د دې واکسین یوې کوچنۍ پخوانۍ ازموینې هم ښودلې وه چې له معیاري ایمیونوتراپي سره د واکسین یوځای کول د سرطان د بېرته راګرځېدو یا د ناروغ د مړینې خطر تر ۴۹ سلنې پورې راکمولی شي.
د درمل جوړونې شرکتونو دا پرمختګ د سرطان د درملنې او څېړنې په برخه کې یو مهم پړاو بللی دی.