Home+د مالکم اېکس خپل ژوند لیک لنډیز

د مالکم اېکس خپل ژوند لیک لنډیز

(د شلمي پیړۍ له مهمو ژوندلیکونو څخه)

لنډیز: غني حسن 

ځیني ژوندلیکونه یوازي د یوه شخص د ژوند کیسه، تجربه او د هغه مبارزه نه وي، بلکي د یو نسل جغرافیې، نژاد، تاریخ، ټولنپوهني، کلتور، فرهنګ، ادب، سیاست، اقتصاد او ثقافت ټول انځور په بشپړه ډول پکښي وړاندي سوی وي. لکه د پاچا خان (زما ژوند او جدوجهد) لکه د مانډیلا (مبارزه زما ژوند دئ) لکه د مالکم اېکس خپل ژوندلیک د شلمي پېړۍ له هغو ژوندلیکونو څخه ګڼل کيږي، چي د خپل وخت بدلون راوستونکو څخه شمېرل کيږي، د مالکم اېکس خپل ژوند لیک هم د یوه شخص د ژوند کیسه نه بیانوي، بلکي تر کیسې خورا لوی تاریخ، ټولنیزژوند، سیاست او اقتصاد، ناعادلانه نظام او د هغه تګلاره او کړنلاره، نژادي تعصبات، دیني او فکري روایت پکښي بیان سوی دئ. دغه کتاب په ۱۹۶۵م کال کي په امریکا کي خپور سو؛ کتاب د مالکم اېکس له مرکو څخه الکس هېلي راټول کړی یا هم د مالکم له خولې لیکلی او تنظیم کړی دئ، پښتو ته درانه ژباړونکي جبارفراز په خورا ښه انداز، ساده‌والي، روانوالي او د ژبي مروجو اصطلاحاتو، متلونو او ساده کولو سره داسي ښه ژباړلی دئ، چي سړی به هیڅ فکر ونه کړي، چي دا دي له انګلیسي ژباړه وي. د فراز د ژباړي و راز ته به مو بل وخت بوځم، اوس به د کتاب پر محتوا او لنډیز لږ رڼا خپره کړو.

د مالکم اېکس د خپل ژوندلیک غورچاڼ

 کتاب ۱۹ اصلي څپرکي لري، چي د یوه انسان د ماشومتوب څخه لا مخکي یاني له ۱۹۲۵م څخه د ژوند داستان پیلوي او بیا تر ۱۹۶۵م کال پوري شاوخوا د (۴۰) کلونو د مبارزې یو زبردست ژوندلیک دئ، چي په مجموع کي د کتاب عمومي فکري مسیر داسي بیانولای سو، چي د ماشومتوب(د کوڅې، زده کړو او لوبو) ژوندلیک پیلېږي او بیا د کوڅه ډبي ژوند یو تیت خو ډېر بې خوند انځور پکښي لکه له جرمونو، مستیو، عیاشیو او بې پرواييو کیسه پیلېږي، د زندان د تیارې ژوند خو بدلېدونکی انسان چي دا پوښتي ایا ټولنه څنګه یو انسان جوړوي، بیا ئې څنګه ماتوي او انسان کولای سي خپل ځان له سره جوړ کړي؟ – دا هغه څه دي، چي مالکم اېکس په زندان کي مطالعې ته کش ورکوي او داسي ژوره مطالعه کوي، ته به وايې یوه پوهنځی ئې خلاصه کړېده. د ورور، کشري خور، او په زندان کي یو هندي له لوري ورته د حالاتو له جبره او تنهايي څخه مذهبي فکر ور لوېږي؛ دا نو هغه څه دي، چي کله څوک ځان له هري خوا یوازي، مظلوم او بې کسه احساس کړي، نو بیا مذهبي انتخاب وکړي. مالکم اېکس په زندان کي مطالعې وروسته اسلام ته راځي؛ خو د امریکايي اسلام او رښتیني اسلام ترمنځ د ژوند په اخیرو کي د مکي څو هېوادونو ته د سفرونو په جریان کي پوهېږي، چي تر اوسه لا څه چي روان ول سم، دقیق او خوندور نه ول، ځکه تر ځان او بل هر چا ئې په الیجا محمد باندي ایمان درلود؛ خو یو وخت پوه سو، چي هغه هم داسي له ګناهونو ډک دئ، لکه په سینوهه کي چي مذهبي مشرانو هر څه ځان ته روا او نورو ته ناروا بلل پیغلي ئې ځان ته ساتلې او بیا ئې تر جنسي اړیکو وروسته مړې کولې چي په راز و نیاز یې مقتدیان خبر نه سي، الیجامحمد هم له دوو/دریو ښځینه‌وو سره بې نکاح جنسي اړیکي ساتلې چي حملې به سوې او ده به هغوی خاموشي کولې او ځان به ئئ د خدای استازی ګڼئ. پر هري برخي خورا ښه تبصیره کيدای سي خو راځو د کتاب فصلونو ته:

لومړی څپرکی – وېروونکی خوب:

په کتاب کي هر فصل یو نوم لري او د دې فصل نوم وېروونکی خوب دئ، چي د مالکم له زېږېدو وړاندې پیلېږي. د هغه پلار ارل لېټل د مارکوس ګاروي د تورپوستو د ملي‌پالني او افریقایي هویت له مفکورو سره تړاو درلودئ، خو د یوچا له خوا ئې کورنۍ ته ګواښونه د مالکم د ماشومتوب له لومړنیو تجربو څخه دي. وروسته ئې کورنۍ له یوه ځایه بل ځای ته کډه کيږي او د سپین‌پوستو افراطي ډلو له تاوتریخوالي سره مخامخېږي. د هغه پلار په مشکوکو او تاوتریخجنو شرایطو کي مړ کيږي، کورنۍ ئې له اقتصادي ستونزو سره مخ کيږي، او مور یې وروسته رواني روغتون ته انتقالېږي. مالکم او وروڼه یې له کورنۍ څخه جلا کيږي. د مالکم د شخصیت لومړنی بنسټ د نژادي تبعیض، بې‌وزلۍ، کورني ماتېدو او ټولنیز ظلم له تجربې څخه جوړېږي، ځکه د مالکم د ژوند لومړی ښوونځی نو ښوونځی نه ول؛ بلکي نژادي ظلم او یو بد خونده اغېز و، چي مالکم ئې داسي وروزئ، مانا په ټولنه کي هر کرکجن، بې انډوله او ناعادلانه او له تعصباتو ډک ماحول ټولنه تشدد او تاوتریخوالي ته بیايي؛ نو ځکه په ماشومتوب کي لا مالکم اېکس ویل: (چي د یو څه ترلاسه کولو لپاره باید چیغي ووهم).

دوهم څپرکی – نېک‌شګون:

مالکم دولس کلنۍ ته رسېږي؛ خو د خپل ماشومتوب په وروستیو کي د سپین‌پوستو ټولني په منځ کي د یو استثنايي په توګه تجربه کوي. هغه په ښوونځي کي ځېرک، تکړه او بریالی وي او د ټولګیوالو له خوا خوشاله ساتل کيږي، خو د خپل هویت په اړه د سپین‌پوستي چاپېریال له پټو او ښکاره چلندونو سره مخ کيږي.د یوه سپین‌پوستي ښوونکي له خوا ورته دا تصور ورکول کيږي چي د تورپوستي هلک لپاره د راتلونکي مناسب انتخاب باید د وکیل کيدو پر ځای یو عملي مسلک وي. دا پېښه د مالکم په ذهن کي یوه ژوره پوښتنه پیدا کوي، کله چي ټولنه ستا د وړتیا پر ځای ستا د پوستکي رنګ ستا راتلونکی وټاکي؛ نو تبعیض یوازې قانون نه، بلکي د هغه د فکر نظام ګرځي-مانا دا دوره د ماشوم/تنکیانو د روزني یو تر ټولو مهم پړاو دئ، که په هر ډول ماحول کي ئې زده کړه وسوه، نتیجه ئې هسي بویه. که ئې زموږ د ټولني له اړخه تحلیل کړو؛ ګواکي د مدرسې/مکتب ماحول چي له کرکجنوالي، تشددوالي، ذهني شنکنجې، جنسي ځوروني او استعمالولو څخه ډل وي له هغه څخه د ښو او مثبت کړنو یا تغیر راوستلو هیله درلودل بې مانا هیله ده.

درېیم څپرکی– کلېوال:

یو کلېوال هلک مالکم د بوسټن سیمې څخه د خپلې خور ایلا په توسط د ښار له تورپوستي ټولنیز ژوند سره بلدتیا پیدا کوي. د کلیوالي ماشوم له حالت څخه د ښار د ځوان په توګه بدلېږي .جامې، ورېښتان، موسیقي، نڅا، ښار، ملګرتیا او د کوڅه‌ډبي ژوند او فرهنګ د هغه شخصیت بدلوي .هغه ورو ورو د هغه چاپېریال برخه کيږي، چي وروسته به یې د کوڅې ژوند، چي مالکم له کلي څخه ښار ته راغی؛ خو له ښار سره دی، یوازي بدل نه سو، بلکي خپل هویت یې هم بدل کړ. په دې برخه کي مالکم څنګه خپل وریښتانو او د مخ پوست بدلوي خو په اخره کي تر ټولو زیاته پشیماني په همدې کار سره کوي.

څلورم څپرکی لورا:

لورا هغه ځوانه او ښکلې نجلۍ چي د مالکم د ټکه‌مستۍ/ځوانۍ له خاصو ملګرو څخه ول، چي لورا د مطالعې، ادب او نسبتاً ارام ژوند له نړۍ سره تړلې وه ؛ خو مالکم بیا ورځ په ورځ د کوڅه‌‌‌‌‌‌ډبي ژوند، فیشن، نشه‌يي توکو او جرمونو نړۍ ته نژدې کيږي. په دې فصل کي د ځوانانو عیاشي، د مالکم د مزدورۍ، کارګرۍ او مفلسۍ بدخونه ژوند یو طرف او د لورا سره د یارانې کیسه بل طرف ته بیايي، یو څه برخه یی ډرټي ریالیزم غوندي؛ خو په پوښ کي سوې ده، کاش ځیني سانسورونه نه وایی، په دې برخه کي د مالکم د خپل ژوند د یوې مهمي لاري پر سر دوه زړی ولاړ دئ، چي ایا د علم او مطالعې لاره غوره کړي او که د کوڅې، جرمونو، عیاشیو، مستیو؛ خو پر دوهمي روان سي او هغه څه نه وي چي وې نه کړي، په دې کي انسان کله ناکله د خپل ژوند تر ټولو لویه ماته هغه وخت خوري چي د انتخاب فرصت ولري، خو غلطه لار غوره کړي. مانا که ټولنه کي نظم، انصاف، او تعقیب نه و، او بې کاري، تعصب او تور کاروبار اوج ته رسېدلی و، نو ټولنه کي هر څه ممکن بوله.

پنځم څپرکید هارلم ژوند:

مالکم پر اورګاډو کي سانډویچونه، ایسکریمونه، جوس او کیک خرڅوي، خو خبره په دې کي نه ده، چي دا شیان پلوري د دې تر شاه چي څه ډول لوبه ده، په کتاب کي ئې ولولئ، مالکم هارلم ته ځي؛ هغه سیمه چي د تورپوستو د کلتور، موسیقۍ، سیاسي او ټولنیز ژوند له مهمو مرکزونو څخه یوه ده.هلته د قمار، نشه‌يي توکو، فحشا، غلا او نورو غیرقانوني فعالیتونو و نړۍ ته ښه په ژوره او ډېر ننوځي؛ خو په هارلم کي د جرم د نړۍ تر څنګ هلته د تورپوستو د ټولنیز ژوند، موسیقۍ، سیاست او نژادي تعصباتو له فضا سره هم اشنا کيږي، چیري چي مالکم ته ئې د توري نړۍ تیاره وښودل او هم یې د تورپوستو د هویت ځواک ور وپېژاندئ.

شپږم څپرکی– د ډیټرویټ سور ځوان:

مالکم د خپلو سرو ورېښتانو له امله په سور ځوان مشهور کيږي، او د ورځي یوازي په قما کي تر اوږو پکښي غرقېږي دا د هغه د جرمونو د ژوند د پخېدو خورا مهم او لومړی پړاو دئ. هغه د نشه‌يي توکو، قمار، غلا او غیرقانوني سوداګرۍ په شبکو کي دوندي ژور ښکيلېږي، چي یو ډول شهرت پیدا کوي او د دې برخي او لاري یو اتل وي، مالکم د خپل ځان د ارزښت د پیدا کولو لپاره له کوڅه‌ډبي ژوند و ځواک څخه یو ډول شهرت او ظاهري شخصیت پیدا کوي او دا هغه لاره ده، چي نور نو د جرمونو دریاب کي غوټې وهي، لکه د افغان ټولني بې سواده، ناروزل سوی او د ځورواکو د زامنو او وروڼو کیسه چي لولې په تېرو ۲۵ کلونو کي ئې د نشه‌يي توکو په کارونه، انساني قاچاق، فساد، لنډغرۍ او لوچګۍ سره سل و زر کیسې په مستند ډول تاریخ ته پرېښولې، نو کله چي ټولنه انسان ته د عزت مشروع لار بنده کړي، ځیني انسانان د عزت بدیل په جرم کي لټوي، چي د ټولنپوهني له اړخه عامه شعور، ثقافت، فرهنګ او ادب ته زیان رسول کيږي او درمل ئې کلونه – کلونه وخت نیسي.

اووم څپرکی– لنډغر:

مالکم اوس د جرمونو له نړۍ سره تقریباً داسي اشنا سوی و، لکه د جرمونو د پوهنځی څخه چي فارغه وي، تور کاروبار، د نشه‌يي توکو، غلا، قمار او نورو غیرقانوني فعالیتونو له لاري ئې بې‌سده پیسې پیدا کولي. د هغه ژوند خو په ظاهره له بریا ډک ښکاريدئ، خو په حقیقت کي د وېرې، خطر، درواغو او د تېښتې ژوند وو؛ نو تاسي فکر وکړئ، چي هغه شتمني چي انسان یې د قانون له ماتولو ترلاسه کوي، د امنیت ضمانت نه کوي؛ بلکي ډېر وخت د ناخوالو، بدمرغیو او بیري سرعت زیاتوي.

اتم څپرکی دام:

د مالکم د جرمونو نړۍ دوندي/دومره تنګېږي، چي اخر هغه او ملګري یې د غلا په قضیه کي نیول کيږي او د قانون له سخت غبرګون سره مخ کيږي. مالکم خو فکر کاوه، چي کوڅه ډبه ژوند ورته د آزادۍ ځای دی، خو داسي نه وه، هماغه کوڅې او کوڅه ډبه ژوند یې زندان ته ورسوئ، چیري چي آزادي پر جرم ولاړه وي، هلته انسانان د زندان تر دروازې لازمي رسوي. په دې برخه کي مالکم له یوځایه تر بل ځایه د ویري او ترس ژوند ناارامي ورته جوړه کړې وه.

نهم څپرکی– ګرفتاري:

په نهم فصل کي مالکم زنداني کيږي او د خپل ژوند تر ټولو مهم پړاو ته داخلېږي. په دې برخه کي د هغه فزیکي آزادي ختمېږي، خو د هغه فکري آزادي پیلېږي. هلته د یو هندي کس لخوا د ښو خبرو، د ورور او کشري خور په بلنه د د الیجا محمد مذهب یا لاري پیروي کولو ته رابولي، په زندان کي هغه له نورو بندیانو سره د اسلام په اړه خبرې اوري. د هغه ورور ریګینالډ هم د دین په اړه ورته لیکونه رالیږي او د مالکم لخوا بیا لومړۍ مطالعه د ګرام، ژبي او بیا د تاریخ په برخو کي پيلېږي. مالکم د لومړي ځل لپاره په جدي ډول له خپل ځانه د تېر ژوند پوښتنه کوي؛ خو د خوند خبره پکښي دا وي، چي د زندان دروازه تړل کيږي، د مالکم د ذهن دروازه خلاصېږي.

لسم څپرکیشیطان:

مالکم د خپل تېر ژوند په اړه ژوره محاسبه پیلوي. هغه د خپل پخواني ژوند—نشه، جرم، فحشا، قمار او درواغ د داسې ژوند په توګه ویني، چي هغه یې له خپل انساني کرامت څخه لیري کړی و. هغه په زندان کي د ژوري مطالعې، لیکلو او دین له لاري ځان بدلول پیلوي. دتعلیماتو، مالوماتو او حالاتو سره یې اړیکه پیاوړې کيږي. د ځان پېژندني تر ټولو سخته مرحله ئې دا ده، چي انسان د خپل تېر ځان پر وړاندي رښیتني واوسي. په دې برخه کي یو ځای وايي:( د تمبو تر شا پروت انسان یوه ذره بدلون نه کوي.) د هغه هدف دا دی چي په محبسونو کي باید تمبې او سیخان نه وي.

یوولسم څپرکی ژغورل شوی:

مالکم له تېر یو کال راهیسي خپل مطالعه پخه کړل اول ئې په زندان کي قاموس واخیستئ او د لغاتو د زده کړې لپاره یې له سره هر لغات لیکئ، چي دا خورا د دقت او غور وړ ده، چي یو څوک څنګه له ژبي سره د بلدتیا، د لغوي زیري مي سسره د غني کولو او له همدې لاري د هغه ژبه، حافظه او فکري توان په چټکۍ داسي وده وکړه، تا چي ویل یو ماشین دئ، چي له دې لاري بیا دیني ژوند ته ننوتئ. نو ئې د هغه چا په نوم چي لا ئې لیدلی نه، هغه ته لیک ولیکئ او په دې برخه کي هغه لمونځ، مطالعه، نظم او ځان کنټرول زده کړل، مطالعې کتابونو او لیکونو د هغه شخصیت ته بدلون ورکړئ. د مالکم د بیا زېږېدو تر ټولو مهمه وسیله یوازي دین نه و؛ بلکي پرلپسې او خوندوره مطالعه وه، ځکه شوپنهاور، کانت او نیچه ئې ټول مطالعه کړل، تر دې حده، چي د نازیزم، فاشیزم و فلسفو فکري تخمونو په اړه ئې بیخي نقد لري، په ځيني ځایونو کي وايي چي: (لویدیځي فلسفه مکمله لړۍ نن سبا وچ دېوال ته درېدلې ده.، په دې سره د ځيني کتابونو حواله هم ورکوي، چي د پیر وا پاسن(Days of Our Years) سپارښتنه کوي، او د میلټن اثر(ورک جنت) په ۴۳/۴۴ ټوک کي لوستی دئ. په دې برخه د مناظرو/ډبېډونو یوې ښه سلسلې ته ننوزي، چي له بده مرغه د افغان انسان په ټولنه کي نه په زندانونو کي کتابخانې او نه هم دغسي علمي مناظرې سته، چي بندیان هلته ښه وروزل سي او بیا چي راووزي دباندي جوړ تیار عالمان وي، خو له بده مرغه چي د دې لپاره نه شل کاله مخکي یوه ښه طرحه وجود درلود او اوس خو بیخي ددې هیله درلودل بیخي… په یوې برخه کي یو جالب تحلیل او نقد لري ماته په زړه پوري ده، چي مالکم وايي: ( د بایبل ژباړه د انګلیسي ادبیاتو یو شهکار ګڼل کيږي، ددغه بایبل او شکسپیر ژبه هوبهو یو شان ده، ویل کيږي چي دغه ترجمه د یاد پاچا په امر د ۱۶۰۴ او ۱۶۱۱ کلونو تر منځ د وخت نامي شعرانو او لیکوالو کړې ده. ډېر ښه خو که شکسپېر واقعآ هم موجود وو، نو له شک پرته د دې عصر د شاعرانو په سر کي یې ّای درلود خو هېڅ ځای دا یادنه نسته، چي د بایبل په ژباړلو کي دي برخه اخیستې وي، سوال دا دی چي که شکسپېر رښتیا هم وو، بیا نو پاچا جېمز ولي ده ته دا دنده نه ورسپارله ،،،، ډیری په دې نظر دي چي شکسپېر په اصل کي فرانسیس بېکن وو(.

دولسم څپرکی ژغورونکی:

مالکم اېکس په ۱۹۵۲م کال کي له زندانه خوښي کيږي او د الیجا محمد په شخصیت کي د خپل فکري، دیني او د مبارزې یا هدف ته د رسېدو لارښود څېره ویني، چي له زندان څخه تر وتلو وروسته د اسلام په نوم د یو ګروپ یا ډلي له فعالیتونو سره یوځای کيږي او د دې سازمان د پیغام د خپرولو لپاره کار کوي. چي د خپل خدای ورکړي استعداد لکبله ډېر ژر د وینا، مناظرې او سازماني فعالیت له امله مشهوره کيږي، پر هر سټیج، هر دریځ او هر مایک و تلویزیون د ده نوم یادېږي، د هغه انسان چي پرون یې د کوڅه‌ډبي، بې پروايۍ، بدماشۍ او غولدنګۍ کیسې و معاملې کولې یا یی هم رهبرۍ کولې، نن د خلکو د فکرونو د بدلولو لپاره، د تور پوستو د حقونو لپاره، د انساني حقونو لپاره او د ژوند د سمون لپاره مبارزې او خبري کوي. ماته جالبه دا ده، پکي دا ده، چي لوترکينګ، مانډیلا، او نیکوګایی او مالکم اېکس د مبارزې او تور پوستو یا په مجموع کي د انساني حقونو لپاره بې جوړې مبارزین ول.

دیارلسم څپرکی– امام مالکم اېکس:

په دې برخه کي دا د مالکم د سیاسي او خطابي ځواک د پراختیا پړاو پیل سوی دئ، چي هغه د اسلام لپاره د مبلغ په توګه کار پیل کړ او په امریکا کي ئې د تورپوستو د حقونو په اړه توندې ویناوي وکړې. خپله د خپلي مطالعې، پوره مالوماتو درلودلو، ښې وینا کولو او مناظرې کولو له ایسته/سببه بیخي ملي څېره سو. هغه به استدلال کوئ، چي د تورپوستو ستونزه یوازي اقتصادي نه ده؛ بلکي د نژادي قدرت او تاریخي ظلم ستونزه ده. لکه اوس چي په بلوچستان کي د بلوڅو ژوند چي هم اقتصادي، هم نژادي او هم سیاسي اړخ لري. په دې جریان کي مالکم د کوڅې له ژبې څخه د سیاست او موقف ژبې ته راغی، او تل به ئې د عدالت غوښتنه دهغه د خبرو په سر کي وه، د خپل محبوب مشر و رهبر الیجا هري خبري او کړني ته دومره متوجې و، چي تا به ویل همدغه ئې ژوند دئ، چي حتی د ژوند د ملګري په انتخاب کي لا د هغه مشوره او نظریه اخلي، د هغه نظر دئ، چي 🙁د میرمني سن باید د نارینه نیمايي عمر جمع اووه وي=مانا که څوک ۳۰کلن وي نو ښځه ئې باید ۲۲کلنه وي.) د مالکم د ژوندملګرې په همدې دوران کي انتخاب کړي او واده وکړي، د خپل ښځي او ژوند په اړه ډیري جالبي او ښې نقطې لري، خو خلاصه د الیجا محمد په اړه که ووایم، چي د هغه هره خبره ئې داسي یاداښت کړې او یاد کړې وه، چي کله کله به خاص ځای تکراروله:(هېڅ رښتیني رهبر د خپلو پیروانو بار دومره نه ور درنوي، چي هغوی یې د وړلو توان ونه لري. همدارنګه هېڅ رښتیني رهبر باید دومره کړندی ولاړ نسي چي پیروان ئې ورپسې رسېدلای نشي.)

څوارلسم څپرکی-تورپوستي مسلمانان:

په دې فصل کي یوه په زړه پوري وینا دا ده، چي 🙁توکمیز بېلتون هله زېږي چي زموږ د ژوند واګي د بل چا لاسونو ته ولېږي.) مالکم په امریکا کي، په اسلام کي د پراختیا یو له مهمو څېرو څخه ګڼل کيږي؛ هغه پخپل وخت کي د(Mohammed Speaks) په نوم مجله تاسس کړ او د اسلامي مرکز نقشه پکي چاپ سوې ده، چي پکښي مسجد، ښوونځی، کتابتون، روغتون او د تورپوستي نژاد د پرتمین تاریخ موزیم پکښي موجود ول؛ خو په دې برخه کي د هغه فکري دریځ له یوه مهم تناقض سره هم مخ کيږي: د هغه د نژادي عدالت غوښتنه له هغه دیني او نژادي تصور سره تړلې وي، چي وروسته به یې خپله بیا ارزوي. د ده شهرت زیاتېږي، خو د الیجا محمد له سازمان سره یې اړیکي ورو ورو له ستونزو سره مخ کيږ، ځکه د هغه سړي په اړه چي دوی ټولو ته ئې ځان د خدای استازی معرفي کاوه، د هغه په داسي کیسو و معاملو خبرېږي، چي حیران به سئ، چي څنګه ئې ځواني انجوني حملداره کړي دي او یاد کس څنګه دغه کیسه او ځان توجع کوي او په کومو بهانو و پلمو ځان سپینه ملایکه ثابتوي؛ خو فکري سفر تل مستقیمه کرښه نه وي؛ انسان کله ناکله د یوه فکر له لاري بل فکر ته ه رسېدای سي.

پنځلسم څپرکی ایکاروس:

د ایکاروس نوم ډېر سمبولیک دئ، چي په یوناني افسانه کي ایکاروس د وزرونو په وسیله د الوتلو هڅه کوي، خو د ډېر لوړ الوتلو له امله سقوط کوي. په کتاب کي دا عنوان د مالکم د هغه شهرت، عزت، مخته تګ، د پړاو استازیتوب کوي، چي هغه د خپل شهرت، قدرت او سیاسي نفوذ په اوج کي و؛ چي نیویارک ټایمز د خبر له مخي مالکم اېکس د لېسو او پوهنځیو په سطحه دوهم ممتاز ویناوال پېژندل سوی دئ لومړی ممتاز بیا ستاتور باري ګولډواټر و، اما د مالکم اېکس او د الیجا محمد ترمنځ اړیکي پر خرابېدو سوې. ورو ورو مالکم پوهېږي چي هغه سازمان او مشر چي ده پرې ډېر باور کړی و، د هغه له تصور سره توپیر لري. د ده د کورنۍ او شخصي ژوند ځیني دردونه هم د دې فکري بحران برخه ګرځي.کله چي انسان خپل فکر له یوه انسان سره برابر کړي، د هغه د سقوط خطر هم ورسره تړل کيږي.

شپاړسم څپرکی– شړل سوی

مالکم د مسلمان ملت خوځښت څخه جلا کيږي. دا د هغه په ژوند کي یو ستر فکري انقلاب دی. هغه ددې تر څنګ د خپل نوي مسیر لپاره د نوي هویت په لټه کي هم کيږي. د ده د افکارو په دې مرحله کي د تورپوستو د حقونو موضوع لا هم مهمه ده، خو هغه غواړي له یوه محدود سازماني چوکاټ څخه بهر خپل فکري او سیاسي مسیر جوړ کړي. له یوه سازمانه وتل د فکر پای نه و؛ د مالکم لپاره د خپلواک فکر پیل و، چي رښتیا سي دا فصل خورا دردونکی دئ، چي څوک په رښتیا هم په څوندي علاقمندي، خوشالي او سرلوړي او د سر په بیه د مسلمان ملت خوځښت لپاره قرباني ورکوي او بیا داسي مایوسانه جواب چاته سمه روحي او ذهني ناارامتیا پېښوي. په دې فصل کي یوه جالبه کوي وايي:(یوه مسلمان ته د خدای د رضا حاصلولو په نیت د بل انسان وژل تر اوبو څښلو هم ساده کار ښکاري.)، ماته د خپل وطن شل کلني د مسلمانۍ کیسې راپياد سوې، چي په کوچني چاکو، تار او …. یو بل مسلمان حلالېدئ ، او بیا به ئې تر مرګ وروسته کتاب پر کتئ….

اوولسم څپرکیمکه:

دا د کتاب تر ټولو مهم او د مالکم د فکري تحول تر ټولو ژور څپرکی دئ. مالکم د حج لپاره مکي ته سفر کوي. هلته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو مسلمانان ویني؛ سپین، تور، عرب، آسیایي او نور. هغه تجربه کوي چي د اسلام په واقعي مذهبي چاپېریال کي د انسانانو ترمنځ اړیکي یوازي د پوستکي د رنګ پر بنسټ نه دي. دا تجربه د هغه د پخواني نژادي لید په بدلون کي مهمه ونډه اخل، حتي یوځای وړاندوینه کوي وايي چي:( په ۲۰۰۰ م کال کي به هر زده کوونکي ته د لرغوني انسان د یوۍت رښتینی رنګ ورمالوم وي.)، یوځای په سفر کي ځیني خلک دی په علي کلې نړۍ‌وال باکسر خطا کوي، د جدې، حج، مینا، عرفات خورا په زړه پوري کیسې لري، هغه له مکي څخه داسي فکر ته راګرځي چي د نژاد پر ځای د انسانیت، عدالت او ایمان پر ګډو ارزښتونو ټینګار کوي. د مکي او نورو هغه هېوادونو چي مالکم ته د سفر او مېلمستیاوو زمینه مساعده سوې ول، دا د مالکم لپاره یوازي یو سفر نه و؛ بلکي د فکر د بیا زېږېدو، بدلېدو او نوو ارزښتونو سفر و، مانا دا چي مالکم چي له خپل کلي تر ښاره ورسېد یو فکر ئې درلود، چي مطالعه ئې وکړه ببل فکر ئې درلود او چي کله بیا سفر وکړ او په اصلي رښیتني اسلام او پیغام اګاه سو؛ نو هله دی پوه سو، چي مخکي پر تللي لاري نیمګړی و، او اوس ئې د انسانیت، عدالت او ایمان پر ګډو ارزښتونو ځکه ټینګار کاوه او وايي چي اروپایان یو او بل سره انساني چلد کوي او یا هم یو و بل ته د انسان په سترګه ګوري.

اتلسم څپرکی– الحاج ملک الشاباز:

له حج وروسته مالکم د الحاج ملک الشاباز نوم غوره کړ، د هغه فکري لید له یوه ښاره، له یوه هېواده له یوه براعظ څخه هم لوی سو او د نړۍ‌والتوب په سطحه ئې فکر جوړ سو، هغه د افریقایي هېوادونو له مشرانو، سیاستوالو او ملتپالو خوځښتونو سره اړیکي جوړولې، د امریکا د تورپوستو مسئله د هغه په ذهن کي له یوه داخلي امریکایي بحث څخه په نړیواله بشري او د بشري حقونو په مسئله بدله سوه. هغه غوښتل چي د تورپوستو د مسئلې په اړه نړیوال ملاتړ پیدا کړي. مالکم له تورپوستي مسئلې څخه د بشري حقونو ته ور واوښتئ. چي دا د مبارزې، مطالعې، تجربې او سفرونو اغېز و، چي هم خپله پختګۍ ته ورسېد او هم ئې فکر او پیغام خپور سو.

نولسم څپرکی: 1965

وروستی څپرکی خورا تحلیلي او له غوښني پایلي سره-سره ښې یادوني او څرګندوني لري، که څه هم هغه د نوي سیاسي او فکري مسیر د جوړولو هڅه کوله؛ خو د هغه ژوند د تاوتریخوالي له ګواښونو سره مخ و، هغه ویل چي :(ممکن اخیر پر دې وتوانیزو چي د دغسي متقابلې پر خواخوږۍ ولاړي همکارۍ په سیوري کي امریکايي ټولنه له تباهۍ او نابودۍ وژغورو.)، یا هم هغه خپلي مبارزې او تګلاري اړوند ویل 🙁زما او ډاکټر مارټین لوترکينګ د مبارزو او تګلاري به ضرور توپیر سره ولري، مګر موخي مو همېشه یو شان وې او دي.).

په دې فصل کي د مالکم د ژوند وروستۍ پیښي، کړني، مناظرې او ورځې پکښي بیان سويدي، ځای ځای داسي ښکاري، چي مالکم پخپل تېرو څو کړنو یو ډول پشیماني څرګندوله او ویل به ئې: یوه انسان ته تر دې بریده قایلېدل څومره خطرناک دي، په ځانګړي توګه یو چاته د الهي استازي او معصوم په سترګه کتل. یا به ئې ویل:( زه تر هر څه مخکي لومړی یو انسان یم؛ نو یوازي د هغه چا یا څه پر طرف یم، چي د انسانیت لمن ئې نیولې وي.) هغه به ویل چي مکي معظمې مي لیدلوری راپراخ کړ. دا ظالم ته وا خبر و، چي د ژوند وروستۍ شیبې ئې دي. هغه د ۱۹۶۵م کال د فبرورۍ پر ۲۱مه مالکم اېکس په نیویارک کي د وینا پر مهال یو چا وویشتۍ او شهید سو.

پایله:

 د مالکم اېکس ژوند یا عمر یوازي ۳۹ کاله و. یو انسان چي د خپل ژوند په اوږدو کي څو ځله خپل ځان له سره جوړ کړی و، د خپل نوي فکري مسیر د پراختیا په پیل کي ووژل سو، هغه یوازي ۳۹ کاله ژوند ونه کړ، د ماشوموالي او زندان کلونه چي ورڅخه منفي کړئ نو بیخي یوه ربع هم نه پوره کوي؛ خو مبارزې او افکارو ئې په نړۍ کي خاص ځای ونیوئ او د مالکم اېکس خپل ژوندلیک د شلمي پیړۍ په ټاپ ژوندلیکونو کي راځي، د سیلاب صالح په وینا چي د یوې مقالې لنډیز کي مي مطالعه کړ، چي مالکم اېکس د شلمي پیړۍ په ټاپ دریو کسانو کي د ده نوم هم راغلی دئ. هغه د سختو ټولنیزو شرایطو څخه راوتلی او په پای کي ئې د خپل ژوند مانا په اخلاقي بدلون کي موندلې وه. هغه د خپل ژوند مسیر داسي را معرفي کړ، چي له ماشومتوبه پیل، ځواني، زندان، اسلام ته راتلل، بیرته له سازمانه تلل، د نورو هېوادونو لیدل او پخپل فکر کي ئې د فکري بیدارۍ تر څنګ د خپلواک فکر څښتن سو او یوازي ئې د انسان او انسانیت خبره کوله او د نړۍ‌وال عدالت څخه ئې د نړۍ‌وال بشرحقونه غوښتل. دا د یوه داسي انسان داستان دی چي ټولني یې څو ځله مات کړ، خو هغه هر ځل ځان له سره جوړ کړ؛ له قرباني څخه مجرم، له مجرم څخه زنداني، له زندان څخه مبلغ، له مبلغ څخه مبارز، او له مبارز څخه نړیوال متفکر سو. بالاخره داسي یوې نتیجې ته رسېږو چي آزادي یوازي د سیاسي نظام بدلون نه دئ، بلکي د انسان د فکر ازادي ازادي ده.

د ښاغلي ژباړن انتخاب، سلیقه او دقت سړی یوازي له دې نه بلکي د کافکا له مسخي، د امیرعشیري له تلوسې ډک داستانونو، له اګاټاکریسټي له جنايي رازونو او د جک لندن له شهکارونو او د ټولو په هنرونو په داسي انداز دي اګاه کوي، ته به وايي چي د تلخیص/لنډیزوالي، ژباړي او ساده والي له هنرونو فارغ دئ او د مشهورو متلونو، خاصو اصطلاحاتو په کاروني ئې ژباړه نوره هم خوندوره کړې ده: تاسو ئې څو نمونې ولولئ: راپړسېدلې ګېډه، ډنډوره وډنګوي، پر کډه لرګی اېښودل، پر غوږونو ورپرېوتل، په کراتو مراتو، خاشه پر خاشه نه ایښودل، د لوږي له لاسه مي په ګېډه کي سپیانو غپل، خامه لار په خوله ورکول، یا هم ځیني د پښتو مشهوره متلونه دي، چي څه کرې هغه به ریبې، په زور زړونه نه خپلېږي… مننه فراز صاحب، چي د یو نړۍ‌وال شهکار اثر انتخاب مو وکړ او پښتو ته مو وژباړه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...