Homeخبرونهامریکا د ۲۰۰ زره بهرنیو اتباعو سوداګریزې او سیاحتي ویزې لغوه کوي

امریکا د ۲۰۰ زره بهرنیو اتباعو سوداګریزې او سیاحتي ویزې لغوه کوي

تاند/سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۳مه/ د ټرمپ اداره په پام کې لري چې شاوخوا ۲۰۰ زره بهرنیو اتباعو ته ورکړل شوې سوداګریزې او سیاحتي ویزې لغوه کړي.

دا هغه کسان دي چې په امریکا کې یې د پناه غوښتنه کړې یا یې د پناه غوښتنې پروسه روانه ده.

اسوشیټېډ پرېس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو او دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې که دا پرېکړه له قانوني ننګونو سره مخ نه شي او بدله نه شي، نو د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ صادرې شوې ویزې به په راتلونکو اوونیو کې لغوه اعلان شي.

دغه اقدام به د امریکا د کورني امنیت وزارت په همغږۍ ترسره کېږي.

راپور زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تېرو ۱۸ میاشتو کې شاوخوا ۱۷۵ زره ویزې هم لغوه کړې دي.

کارپوهان وایي، دا پرېکړه به د پناه غوښتونکو لپاره د سفر او قانوني پاتې کېدو شرایط نور هم سخت کړي.

دوی زیاتوي که عملي شي، زرګونه کسان به له ناڅرګند وضعیت، مالي زیانونو او امریکا ته د سفر له محدودیتونو سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...