لیکواله: زهرا فاطمی مقدم
ژباړن: سیلانی
بسم الله خیرالاسماء
بسم الله الرحمن الرحیم
{مهر:} الحکم لله، یا هو، احمدشاه دُرِّ درّاني، یا فتاح، ۱۱۶۵.
{طغرا:} الحکم لله، شاهانه فرمان صادر شو:
عاليجاه او رفیعمقام، د اخلاص او عقیدت خاوند، اعلمالعلما او افضلالفضلا ملا محمد شریف خان، د عرشدرجې سپېڅلي او روښانه آستان متولي، چې د بېپایه شاهنشاهي مهربانیو او د حضرت ظلالله د بېحده لورینو له امله سرفراز شوی دی، دې پوه شي:
هغه عریضه چې نوموړي په دې وخت کې د خپل اخلاص، د تلپاتې دولت د دوام لپاره د دعا او نورو موضوعاتو په اړه ځلانده شاهي حضور ته استولې وه، راورسېده. د هغې عریضې مطالب هم د اقدس جهانارا او جهانګشای حضور له نظره تېر شول. له همدې امله مو امر او مقرر کړل چې نوموړی دې په ټولو چارو کې ډاډه خاطر وي. د فرضي عبادتونو پر مهال او همدارنګه په نورو وختونو کې دې د تلپاتې دولت د دوام لپاره په دعا بوخت وي.
له همدې امله مو امر او لازمه مو وګڼله چې نوموړی دې په ټولو چارو کې ډاډه خاطر وي. د فرضي عبادتونو پر مهال او همدارنګه په نورو وختونو کې دې د تلپاتې دولت د دوام لپاره په دعا بوخت وي. د دغه لوړمرتبه او سپېڅلي آستان خادمان او مجاوران دې هم د اقدس دولت د دوام لپاره په دعا بوخت وساتي. نوموړی دې خپله هم په دوامداره توګه دعا وکړي او ځان دې له دې مکلفیت څخه معاف نه ګڼي. دا حکم دې لازم او مؤکد وبولي او د هغه د مراعات او ترسره کولو مسؤلیت دې پر خپله غاړه واخلي.
{د سند شا:}
{بیضوي مُهر:} لا اله الا الله الملک الحق المبین. امان الله. ولیکل شو.
محمد یوسف بن علی رضا، ۱۱۶۱، ثبت شو.
الراجی الی الله عبده محمد هاشم. ولیکل شو.
د دُرِّ دران شاه د دربار بنده او غلام، آصف ولي خان.
لا اله الا الله الملک الحق المبین، عبده کل محمد.
لا اله الا الله الملک الحق المبین، عبده یاقوت، صحیح دی.
عبده سعادت، ۱۱۷۰ هـ.ق.
محمود الحسینی، سنه ۱۱۷۳، {مرصع} شو.
تحریر شو. الشکرلله فی امان الله.
{حاشیه:} د اقدس حکم له مخې.
۱- د «تاریخ احمدشاهي» کتاب لیکوال د مشهد د محاصرې د پرېښودو علت د احمدشاه مکاشفه او هغه بشارت بولي چې امام رضا د ده د راتلونکې بریا په اړه ورکړی و. (حسیني جامي، ۱۳۸۴: ۲۰۲)
۲- د احمدشاه د وفات د کال په اړه د تاریخلیکونکو ترمنځ اختلاف شته. په «فهرست التواریخ» او «زینت التواریخ» کې ۱۱۸۰ هـ.ق. یاد شوی؛ په «مطلع الشمس»، «مجمل التواریخ» او «تاریخ بخارایي» کې ۱۱۸۵ هـ.ق. راغلی دی. په «تاریخ سلطاني» کې ۱۱۸۶ هـ.ق.، د ابوالحسن غفاري په «تاریخ گلشن مراد» کې ۱۱۹۲ هـ.ق. او په «تاریخ دراني» کې د احمدشاه دراني د وفات کال ۱۱۸۳ هـ.ق. لیکل شوی دی. (گلستانه، ۱۳۵۶: ۴۴۸)
۱- د سند انځور د محمد تقي مدرس رضوي په «سالشمار وقایع مشهد» کتاب کې، په ۲۶۷م مخ کې راوړل شوی، خو د وړاندې کولو لپاره مناسب کیفیت نه لري.
۲- د آستان قدس رضوي کتابتون د اسنادو او مطبوعاتو په مدیریت کې د موجود ۳۷۳۶۷ شمېرې سند له مخې، دغه شخص د درېیم کشیک سرکشیک و. د سرکشیکۍ دنده د رضوي آستان له پخوانیو او موروثي دندو څخه وه. د آستان قدس د تشکیلاتو د پراخوالي یا محدودوالي له مخې، د صفوي دورې څخه تر قاجاري دورې پورې په دې آستان کې له درېیو څخه تر پنځو کشیکونو فعالیت درلود.
هغه شخص چې د سرکشیکۍ مسؤلیت به یې پر غاړه اخیست، د امام رضا په حرم کې د خپل کشیک د چارو د تنظیم او څارنې مسؤل و. په دې چارو کې د روضې منورې او نورو متبرکو ځایونو اړوندې چارې شاملې وې. همدارنګه، نوموړي د هغو خادمانو، فراشانو، دروازهساتونکو، مؤذنانو او بوټساتونکو پر چارو څارنه کوله چې په اړوند کشیک کې یې خدمت کاوه.
د آستان قدس رضوي کتابتون د اسنادو او مطبوعاتو د مدیریت ۵/۳۵۷۶ شمېره سند.
حقالنظاره هغه حقالزحمه یا مزد و چې ناظرانو ته ورکول کېده.
طومار د دفتر او کاغذ په معنا دی؛ خو دلته له «طومار قرارداد» څخه موخه اداري لارښوونې او مقررې دي.
سمه بڼه یې «توزیع» ده.
احتمالاً له «مثالثه» څخه موخه دوه برخې غنم او یوه برخه وربشې دي. (سند شمېره ۱۱/۴۴۸۵۹)
د تبریز وزن د وزن له هغو مقیاسونو څخه و چې په ایران کې کارېده. دا له شپږ سوه او څلوېښت مثقاله سره برابر و، او یو مَن له څلوېښتو سیرونو سره برابرېده. (دهخدا، د «تبریزي» مادې لاندې)
د فرمان فارسي متن
بسم الله خیرالاسماء
بسم الله الرحمن الرحیم
{مهر:} الحکم لله، یا هو احمد شاه در درّانی، یا فتاح، 1165
{طغرا:} الحکم لله، فرمان همایون شد. آن که عالی جاه رفیع جایگاه اخلاص و عقیدت دستگاه، اعلم العلمای و افضل /الفضلائی ملا محمد شریف خان متولی آستانه مقدسه منوره عرش درجه، به اشفاق بی غایات شاهنشاهی و /الطاف بی نهایات حضرت ظل اللهی سرافراز گشته، بداند، عریضه که درین وقت به خصوص اخلاص و/ دعاگویی دوام دولت ابد مدت و غیرها، سواد را که قلمی و انفاذ حضور لامع النور نموده بود رسید، و/ مضامین آن، حالی روی عالم آرای جهانگشای اقدس گردید.
لهذا امر و مقرر فرمودیم که در هر باب خاطر /جمع بوده در اوقات فرایض حسنه و سایر اوقات به دعای دوام دولت لایزال اشتغال نماید و /خدمه و مجاورین آن آستان سدره بنیان را نیز مشغول دعاگویی اقدس سازد و خود را معاف ندارد /و قدغن لازم دانسته در عهده شناسند. تحریراَ 8 شهر ربیع الاول سنه 1171.
{پشت سند:} {مهربیضی} لا اله الا الله الملک الحق المبین. امان الله. نوشته شد.
محمد یوسف بن علی رضا، 1161، ثبت شد.
الراجی الی الله عبده محمد هاشم. نوشته شد.
بنده غلام بارگاه شاه در دران آصف ولیخان.
لا اله الا الله الملک الحق المبین، عبده کل محمد.
لا اله الا الله الملک الحق المبین، عبده یاقوت، صحیح است.
عبده سعادت، 1170ه.ق.
محمود الحسینی، سنه 1173 {مرصع}شد.
قلمی شد. الشکرلله فی امان الله.
{حاشیه} از قرار حکم اقدس.