تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) هغه ادیداس توپ، چې ډیاګو مارادونا د ۱۹۸۶ کال په نړیوال جام کې انګلستان پرې دوه ګولونه ووهل، په لیلام کې په ۳.۳۵ میلیون ډالره (شاوخوا ۲.۹ میلیونه یورو) وپلورل شو.
دا توپ د امریکا د ټکساس ایالت په هیرټیج لیلام Heritage Auctions وپلورل شو، خو د پلور وروستۍ بیه د مخکې اټکل شوې ۱۰ میلیون ډالرو (۸.۶ میلیوه یورو) پرتله ډېره کمه وه.
مارادونا په ۱۹۸۶ کال د مکسیکو په نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې په منځلوبه (کوارټر فاینل) کې لومړی ګول په لاس وواهه. دا ګول وروسته د «خدای لاس» په نوم مشهور شو. تونسي لوبڅار علي بن ناصر د دې لپاره چې د مارادونا لاس ونه لید، ګول قبول کړ.
ګول ته غالباً د دې لپاره د خدای لاس نوم ورکړل شو چې مارادونا هم نه غوښتل چې ګول په لاس ووهي خو تصادفاً یې لاس پورته شوی و.
له دې ګول څخه یوازې څلور دقیقې وروسته مارادونا یو بل تاریخي ګول هم وواهه. هغه د میدان په نیمایي کې توپ واخیست، د انګلستان د لوبډلې له کابو ټولو لوبغاړو تېر شو او ګول یې وکړ. دغه ګول وروسته د فیفا له خوا «د پېړۍ ګول» نومول شو.
ارجنټاین هغه لوبه ۲–۱ وګټله او په پای کې یې د ۱۹۸۶ کال نړیوال جام هم خپل کړ.
دا توپ مخکې هم په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د لیلام لپاره وړاندې شوی و، خو په لومړي ځل د ۲.۳۷ میلیون ډالرو تر بیې له رسېدو سره سره د پلور ټاکلې بیه پوره نه شوه.
د دې توپ وروستۍ بیه د مارادونا د هماغې لوبې له کمیس څخه هم ډېره کمه ده. د هغه کمیس په ۲۰۲۲ کال کې په ۹.۳ میلیون ډالرو پلورل شوی و.
د سپورتي توپونو په برخه کې هم دا توپ د نړۍد تر ټولو د ګران توپ ریکارډ ته ونه رسېد. دغه ریکارډ اوس د جاپاني بېسبال لوبغاړي شوهي اوتاني د ۵۰م هومرن توپ دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ۴.۳۹ میلیون ډالرو پلورل شوی و.