Homeخبرونهامریکا د داعش خراسان د مشرانو د نیولو لپاره د میلیونو ډالرو...

امریکا د داعش خراسان د مشرانو د نیولو لپاره د میلیونو ډالرو انعامونه وټاکل

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) د امریکا د حکومت د «عدالت لپاره انعام» پروګرام د داعش خراسان د مهمو مشرانو د پېژندلو، د هغوی د پټنځای د موندلو یا نیولو په بدل کې د میلیونونو ډالرو انعامونه ټاکلي دي.

 امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د داعش خراسان د مشر ثناءالله غفاري، چې په «شهاب المهاجر» هم مشهور دی، په اړه معلوماتو ته تر ۸ میلیون ډالرو او د دې ډلې د مالي چارو د مسوول او لوی قوماندان عبیدالله په اړه معلوماتو ته تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې انعام ټاکل شوی دی.

ثناءالله غفاري په ۱۹۹۴ کال کې په افغانستان کې زېږېدلی او د ۲۰۲۰ کال په جون کې د داعش د مرکزي مشرتابه له لوري د خراسان څانګې مشر ټاکل شوی و.

د امریکا په وینا، هغه د چاودنو، ځانمرګو بریدونو او نورو پېچلو عملیاتو په طرحه کولو کې مهم رول لري او د داعش خراسان د عملیاتو او مالي چارو د تنظیم مسوول بلل کېږي. عبیدالله بیا د دې ډلې مالي فعالیتونه، د عملیاتو پلان جوړونه او د عملیاتي ډلو مشري پر مخ وړي.

ثناالله غفاري

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپورونو له مخې، داعش خراسان لا هم په افغانستان او د پاکستان په ځینو سیمو کې فعال دی او د نویو جنګیالیو د جذب او د خپلې شبکې د پراخولو هڅې کوي. ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه د دې ډلې په لیکو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د اتباعو د یوځای کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

که څه هم طالبان داعش خراسان خپل اصلي امنیتي مخالف بولي او په وار وار یې د دې ډلې پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی، خو نړیوالې ارزونې ښيي چې داعش خراسان لا هم د فعالیت، مالي سرچینو برابرولو او د بریدونو د تنظیم وړتیا لري.

ابزرور بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې داعش په افغانستان کې تر ډېره ځپل شوی خو دا ډله دا توان لري چې په نورذو هیوادونو کې ځان ته کسانو جلب و جذب کړي.

دا بنسټ وايي، داعش خراسان چې په ۲۰۱۵ کال کې رامنځته شو، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو له امله د پام وړ کمزوری شوی او عملیاتي وړتیا او سیمه‌ییز حضور یې کم شوی دی. طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې د دې ډلې پر وړاندې پراخ عملیات کړي او د دوی د چارواکو په وینا، د داعش خراسان ګڼ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

خو په افغانستان کې د داعش کمزوري کېدل د دې ډلې د فعالیتونو د پای ته رسېدو په معنا نه دي. داعش خراسان اوس تر ډېره پر سیمه‌ییزو او له پولو هاخوا شبکو تکیه کوي.

 د امریکا له لوري د دې ډلې د مشرانو په اړه د دومره لوړو انعامونو ټاکل هم ښيي چې واشنګټن لا هم داعش خراسان په سیمه کې یو جدي امنیتي ګواښ ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...