Homeخبرونهفوربز: د نړۍ ۱۰ شتمنو کسانو ټولې شتمنۍ ۲.۸ ټریلیون ډالرو ته...

فوربز: د نړۍ ۱۰ شتمنو کسانو ټولې شتمنۍ ۲.۸ ټریلیون ډالرو ته رسېدلې

تاند(پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) فوربز مجلې د نړۍ د ۱۰ شتمنو کسانو تازه نوملړ خپور کړی، چې له مخې یې د دغو کسانو په شتمنۍ کې د ۲۰۲۶ کال د اګست په میاشت کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

د نوملړ له مخې، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د نړۍ د ۱۰ شتمنو کسانو ټوله شتمني ۲.۸ ټریلیون ډالره وه. دا رقم یوه میاشت مخکې ۲.۶ ټریلیون ډالره و، چې په دې توګه یوازې په ۳۰ ورځو کې د دوی په ګډه شتمنۍ کې ۲۰۰ میلیارد ډالره زیاتوالی راغلی دی.

له دغو ۱۰ کسانو څخه ۹ امریکایان دي او یوازینی غیرامریکايي د هسپانیايي میلیاردر امانسیو اورتیګا دی. په نوملړ کې هېڅ ښځه نشته او د دغو ۱۰ نارینه میلیاردرانو نیمايي شتمني لږ تر لږه ۲۰۰ میلیارد ډالره ده.

ایلن مسک لومړی ځای لري

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلن مسک د ۸۹۲ میلیارد ډالرو په شتمنۍ سره د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی. د اګست په میاشت کې د هغه شتمني ۲۰۲ میلیارد ډالره زیاته شوې ده.

د مسک د شتمنۍ د زیاتېدو اصلي لامل د سپېس‌اېکس او ټېسلا د ونډو د بیو لوړوالی بلل شوی. د اګست په میاشت کې د سپېس‌اېکس ونډې ۳۳ سلنه او د ټېسلا ونډې ۱۸ سلنه لوړې شوې.

مسک د جون په میاشت کې د نړۍ لومړی کس شو چې شتمني یې یو ټریلیون ډالر ته ورسېده، خو په جولای کې یې شتمني ۳۶۳ میلیارد ډالره کمه شوه او له ۷۰۰ میلیارد ډالرو هم ټیټه شوه. په اګست کې بیا د هغه شتمني نژدې ۹۰۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه.

د فوربز پر اساس، مسک د سپېس‌ایکس شاوخوا ۳۸ سلنه ونډې لري او په ټېسلا کې کابو ۱۱ سلنه ونډه لري. سربېره پر دې، د محدودو ونډو له لارې ښايي په ټېسلا کې شاوخوا ۸ سلنه نوره ونډه هم ترلاسه کړي، خو دا ونډې تر اوسه د فوربز د شتمنۍ په اټکل کې نه دي شاملې شوې.

مسک اوس د یو ټریلیون ډالرو د بیا پوره کولو لپاره ۱۰۸ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د هغه تر ټولو لوړه ثبت شوې شتمني ۱.۳۳ ټریلیون ډالره وه چې د جون په نیمایي کې د سپېس‌ایکس د ارزښت د لوړېدو پر مهال ثبت شوې وه.

د نړۍ ۱۰ شتمن کسان

مقام نوم شتمني
۱ ایلن مسک ۸۹۲ میلیارد ډالر
۲ لېري پېج ۲۷۷ میلیارد ډالر
۳ جیف بېزوس ۲۶۸ میلیارد ډالر
۴ سرګي برین ۲۵۶ میلیارد ډالر
۵ مایکل ډیل ۲۴۱ میلیارد ډالر
۶ مارک زاکربرګ ۱۹۷ میلیارد ډالر
۷ لېري ایلیسن ۱۹۳ میلیارد ډالر
۸ جېنسن هوانګ ۱۹۱ میلیارد ډالر
۹ سټیو بالمر ۱۵۵ میلیارد ډالر
۱۰ امانسیو اورتیګا ۱۴۸ میلیارد ډالر

لېري پېج د ۲۷۷ میلیارد ډالرو په شتمنۍ دوهم شتمن کس دی. د اګست په میاشت کې یې شتمني ۱۵ میلیارد ډالره کمه شوه، چې د نړۍ د شتمنو کسانو ترمنځ تر ټولو لوی کمښت و.

جیف بېزوس د ۲۶۸ میلیارد ډالرو په شتمنۍ درېیم ځای لري او په اګست کې یې شتمني ۱۰ میلیارد ډالره کمه شوې ده.

د ګوګل بل شریک بنسټګر سرګي برین د ۲۵۶ میلیارد ډالرو په شتمنۍ څلورم ځای لري. د هغه شتمني هم ۱۳ میلیارد ډالره کمه شوې ده.

د ډیل ټکنالوژۍ اجرایي مشر مایکل ډیل د ۲۴۱ میلیارد ډالرو په شتمنۍ پنځم ځای لري، په داسې حال کې چې د مېټا مشر مارک زاکربرګ د ۱۹۷ میلیارد ډالرو په شتمنۍ شپږم دی.

د اوریکل شریک بنسټګر لېري ایلیسن په اګست کې خپله شتمني ۲۵ میلیارد ډالره زیاته کړه او د ۱۹۳ میلیارد ډالرو په مجموعي شتمنۍ اووم مقام ته پورته شو.

د اېنویډیا شریک بنسټګر او اجرایي مشر جېنسن هوانګ د ۱۹۱ میلیارد ډالرو په شتمنۍ اتم دی. د هغه شتمني په اګست کې ۱۷ میلیارد ډالره زیاته شوې ده.

د مایکروسافټ پخوانی اجرایي مشر سټیو بالمر د ۱۰ میلیارد ډالرو له زیاتوالي وروسته د ۱۵۵ میلیارد ډالرو په شتمنۍ نهم مقام ته پورته شوی او له ۱۱م ځایه ۹م ته راغلی دی.

د هسپانیا میلیاردر او د فېشن شرکت انډیټېکس بنسټګر امانسیو اورتیګا د ۱۴۸ میلیارد ډالرو په شتمنۍ لسم ځای نیولی دی. د هغه شتمني په اګست کې پنځه میلیارد ډالره زیاته شوې او له ۱۲م ځایه ۱۰م ته پورته شوی دی.

د میلیاردرانو شتمني ولې ژر بدلېږي؟

فوربز له ۱۹۸۷ کال راهیسې د نړۍ د میلیاردرانو شتمني څاري. د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د فوربز په کلني نوملړ کې په ټوله نړۍ کې ۳۴۲۸ میلیاردران ثبت شوي وو.

د میلیاردرانو په شتمنۍ کې هره ورځ بدلون راځي، ځکه د هغوی د شتمنۍ لویه برخه د شرکتونو له ونډو او سوداګریزو مالکیتونو سره تړلې ده. له همدې امله، د ونډو په بیو کې حتی کوچني بدلونونه هم د دوی پر ټولې شتمنۍ د میلیاردونو ډالرو اغېز کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...