چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد نومونو اوښتونکی حالت | عزت الله نورزی

د نومونو اوښتونکی حالت | عزت الله نورزی

ځینې دري ژبې چې پښتو نوې زده کړي، په ګړېدا کې ناکي ناکي تېروتنې ترې کېږي، نرینه ته ښځینه کلمه کاروي، ښځینه ته نرینه کلمه کاروي. ښځې ته «ښځ» وايي، خو شفیق ته «شفیه… وايي. دوی کوښښ کوي چې سم  وګړېږي، خو دوی ته زیاتره د نوم اوښتونکی حالت مبهم وي، چې کوم نوم اوښتونکی دی.

په پښتو کې ځانګړي توري دي، چې نوم ورباندې ختم شي، بیا نو په مغیره بڼه اوړي، لومړی به هغه توري لېست کړو، چې نوم ورباندې ختم وي، مغیره حالت لري.

الف – کوم نومونه چې په دغو تورو ختم وي (ی‌، ه‌، ي‌، ې،ه…)، په لاندې حالتونو کې په مغیره حالت اوړي.

توری    ويي    مغیره حالت

ی    سړی    له سړي څخه پوښتنه وکړه.

ه    مڼه    له مڼې څخه پاڼه راوشکوه.

ي    خپلوي    په خپلوۍ کې هم داسې څوک کوي!

ې    تروې    تروو ته مالګه ورواچوه.

اوس به په هغو حالتونو رڼا واچوو، چې نوم پکې اوړون مومي:

۱ – کوم نومونه چې په پورتنیو تورو ختم وي، له متعدي فعل سره په تېرمهال کې دفاعل په ډول استعمال شي، په مغیره حالت اوړي، لکه:

توری    ویی    جمله

ی    سړی    سړي ډوډۍ وخوړه.

ه    مینه    مينې خط ولیکه.

ه    ترله    ترلې مې ډوډۍ پخه کړه.

ي    وداني    ودانۍ احمد وواژه.

ی    اوړي    اوړي خپله ګرمي خوره کړه.

۲ – په اضافي حالت کې، لکه:

ه    مینه     د مینې کتاب مې واخیست.

ه    مینه    د زرمینې کتاب ښکلی دی.

ی    سړی    دسړي ژوند خراب شو.

ي    خپلوي    د خپلوۍ رګ پالي.

۳ – په ندايي حالت کې، لکه:

زرمینې! راشه.

سړیه! تا ته وایم.

ښکلیه! دا څه ګډې وډې وايې.

د بلنې یا ندايي حالت لپاره یوه ځانګړې قاعده شته، چې د هغې په اساس په مغیره بڼه اوړي:

الف – کوم نومونه چې په ناخپلواک غږ پای ته رسېدلي وي او مفرد وي، د بلنې پرمهال یې په پای کې زورکی (ه) زیاتېږي، لکه:

«سړی» اې سړیه!

«هلک» اې هلکه!

«زلمی» زلمیه! داسې مه کوه.

«ژمی» ژمیه! نور در‌نه تنګ شوم.

«کور جوړی» کور جوړیه! چېرته ځې؟

۴ – په ارتباطي حالت کې، یعنې که یو نوم له پاسنیو توریو څخه په یوه پای ته رسېدلی وي، چې په ارتباطي حالت کې راشي، اوړون مومي، لکه:

زه له زرمینې سره مینه لرم.

له سړي څخه کتاب واخله.

له پردي ګیله مه کوه.

له زلمي څخه پوښتنه وکړه.

پر زلمي باندې یو قلم واخله.

په ژمي کې یخني وي.

پسرلي ته مو زړه ښه شي.

زه له سړي سره خبرې کوم.

۵ – د مفعول په توګه په اوس او تېرمهال کې، لکه:

ما زرمینې ته مقاله ولیکه.

ما سړي ته قلم ورکړ.

۶ – په اضافي حالت کې، لکه:

د پسرلي ګلونه راوړه.

د ژمي یخني ده.

د بریالي کتاب راکړه.

د دوبي موسم ښکلی دی.

د وري واښه کم دي.

د مني کښت یخ وهلی دی.

د اغزي درد ډېر زهر جن وي.

ب – یو څپیز نومونه دي، چې په پورتنیو شپږو حالتونو کې په مغیرحالت اوړي، لکه:

نوم    اوښتې بڼه    جمله

غل    غله    له غله مې بد راځي.

مل    مله    مله زوه وویشتلم.

شین    شنه    شنه زما لاس ونیو.

سور    سره    په سره رنګ کې ټکری واخله.

ج – هغه تغييرمنونکي نومونه چې په بې واکه غږ پاى ته رسېدلي وي او  په منځ يا يې تر پاى غږ وړاندې (و) راغلی وي، په مغيره بڼه کې يې (و) په زور( a ) بدلون کوي او په پاى کې يې زورکی ورعلاوه کېږي، لکه:

اصلي حالت    مغیره حالت

پښتون    پښتانه    پښتانه اوبه راوړې.

کوڼ    کاڼه    زه کاڼه ته قلم ورکوم.

زنګون    زنګانه    د زنګانه هډوکی مې خوږېږي.

زوړ    زاړه    له زاړه ګیله مه کوه.

شپون    شپانه    شپانه! راشه.

پتلون    پتلانه    په پتلانه سټایل کوې.

د – ځینې جمع نومونه هم په مغیره حالت اوړي.

ه – ځینې نومځري هم په مغیره حالت اوړي، چې تر جلا سرلیک لاندې بې ونیسو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب