جمعه, اپریل 26, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد هېرجنو لپاره ښه خبر

د هېرجنو لپاره ښه خبر

تاند- امریکايي ساینسپوهانو داسې المارۍ جوړه کړې چې هېرجنو ته د کالو اغوستل ورپه یادوي.

د هېرې په ناروغۍ اخته کسان په ورځیني ژوند کې له راز راز ستونزو سره مخامخ وي چې یوه یې هم د جامو اغوستلو ده.

د نیویارک پوهنتون او د اریزونا ایم جي ایچ پوهنتون د څېړونکو له لوري نوې جوړه شوې اله، په المارۍ کې نصب کېږي او هیرجنانو ته ورپه یادوي چې د کالو اغوستلو وخت دی.

دا اله، چې دریس (DRESS) نومېږي، یو ټبلېټ، کمره او سینسر لري.

مخکې تر دې چې کاروونکی یا ناروغ د کالو اغوستلو ته تیار شي، د المارۍ په هره خانه کې کالي ورته ږدي. هېرجن ته دا سمارټ یا ځیرکه المارۍ ورپه یادوي چې کوم کالي چیري دي او وايي غوندي.

هغه کالي چې باید واغوستل شي، د هغې خانې څراغ بلېږي.

په پای کې دا اله د کالو اغوستونکي ته دا هم وايي چې کالي یې سم اغوستي او که نه دي.

د ماشومانو د هېرې د مخنیوي لپاره د دې ویدیو لارښوونې ګټورې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب