تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نیوز په یوه تحلیلي مقاله کې، چې د پاکستان د سیمهییزو وسلهوالو ډلو د جوړولو په اړه د وروستیو بحثونو په تړاو خپره شوې، د دې احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه هم د پاکستان په کورنیو وسلهوالو جوړښتونو کې وکارول شي.
د امنیتي چارو شنونکي محمد امیر رانا په خپله مقاله کې، چې «بهر ته د امنیت سپارل» نومېږي، لیکلي چې د خصوصي وسلهوالو ډلو د جوړېدو په اړه د راپورونو او د پاکستاني سیاستوالو د څرګندونو له خپرېدو سره هممهاله، داسې اندېښنې هم راپورته شوې دي چې ښايي د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه په دغو جوړښتونو کې جذب شي.
هغه زیاته کړې، په داسې حال کې چې د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې لپاره د سیمهییزو وسلهوالو ډلو د جوړولو په اړه بحثونه روان دي، په بلوچستان ایالت کې یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو د هغو اوازو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ګواکې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه به د هغو دندو لپاره وګومارل شي چې پخوا به خصوصي وسلهوالو ترسره کولې.
رانا خبرداری ورکړی، که هغه ادعاوې رښتیا وي چې افغان جنګیالي د سیمهییزو وسلهوالو پر ځای ټاکل کېږي، یا له موجوده وسلهوالو ډلو سره یوځای کېږي، دا کار به منفي پایلې ولري او د جنایي عناصرو او بهرنیو نفوذي کسانو د پیاوړتیا لامل به شي.
د هغه په وینا، همدا ډول عناصر، د خصوصي وسلهوالو ډلو او هغو ډلو ترڅنګ چې په پاکستان کې د «سولې کمېټې» په نوم پېژندل کېږي، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د حکومت او خلکو ترمنځ د بېباورۍ له مهمو عواملو څخه وو.
دغه پاکستاني شنونکي ټینګار کړی، که د افغان ځواکونو د حضور موضوع یوازې د خلکو د اندېښنې یا عام تصور تر کچې هم وي، د پاکستان حکومت باید په دې اړه روښانه دریځ خپل کړي، څو د خلکو او امنیتي ادارو ترمنځ د بېباورۍ او واټن د لا زیاتېدو مخه ونیول شي.
ماهرنګ بلوچ: د بلوچانو خلاف په جګړه کې د افغانانو کارول د افغانانو او بلوچانو تاریخي دوستۍ ته خطر پېښوي
تر دې وړاندې په پاکستان کې د بلوچانو د یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوچ ویلي و چې د افغانستان د پخواني حکومت ځینې پوځیان د پاکستاني ځواکونو ترڅنګ د بلوچانو پر ضد په عملیاتو کې برخه لري.

هغې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر پوځیان د پاکستاني ځواکونو ترڅنګ د بلوچانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي.
د هغې په وینا، د دغو کسانو حضور نه یوازې امنیتي پایلې لري، بلکې د بلوچانو او افغانانو ترمنځ تاریخي اړیکې او پخوانۍ دوستي هم له ګواښ سره مخ کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه داسې راپورونه خپاره شوي چې له مخې یې د افغانستان د پخواني حکومت ځینې پوځیان د پاکستاني ځواکونو ترڅنګ په پوځي عملیاتو او هغو اقداماتو کې برخه لري چې د اعلامیې په اساس، «د بلوچ ولس پر ضد تاوتریخوالي» بلل شوي دي.
ماهرنګ بلوچ دا ادعا هم کړې چې د دغو ځواکونو یو شمېر غړي د زهري سیمې په پوځي عملیاتو کې موجود وو.
هغې زیاته کړې، د مستونګ سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د پخواني حکومت د پوځیانو یوې ډلې، د پاکستان د پوځ په ملاتړ، یو ښوونځی نیولی او هغه یې په پوځي اډه بدل کړی دی.
د بلوچ یووالي کمېټې مشرې په اعلامیه کې د افغانستان جګړو، د افغانانو بېځایه کېدو او د تاوتریخوالي اوږدې مخینې ته په اشارې ویلي، هغه کسان چې خپله یې دا ډول سختې تجربې لرلې، باید د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې ګډون ونه کړي.
هغې همداراز د افغانستان د پخواني حکومت له پخوانیو مشرانو وغوښتل چې د دغو ادعاوو په اړه څېړنه وکړي او مخه ونیسي چې د پخواني حکومت د پوځیانو نوم او سابقه د بلوچانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې وکارول شي.
تر اوسه د پاکستان حکومت او همداراز د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت پخوانیو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.