Homeخبرونهافغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

تاند (شنبه د اسد/زمري ۱۰مه) یونېسف په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

یونېسف د «ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د ماشومانو د خوړو ناورین» تر سرلیک لاندې راپور کې دغه ارقام خپاره کړي دي.

راپور کې ویل شوي چې، د خوړو ناامني، بېوزلي او د مناسبې تغذیې نشتوالی د ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

یادې ادارې ویلي، د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت د کورنیو د خوړو او تغذیې له ناامنۍ سره یو ځای ارزولی دی.

د سرچینې د راپور له مخې، د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او لوږه هغه لومړنۍ نښې دي چې د شدیدې خوارځواکۍ لامل کېږي.

راپور زیاتوي، افغانستان د جولای او سپټمبر ترمنځ د خوارځواکۍ د اوج موسم ته ننوځي، خو سږکال دا ناورین تر تمې مخکې پیل شوی او زیاتوي چې، د ۲۰۲۵ کال په پرتله له ۳۴ ولایتونو په ۲۶ ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي، چې د شدیدې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې په همدې عمر پورې اړه لري.

یونیسف ټینګار کړی چې د خوارځواکۍ د درملنې ترڅنګ باید د مخنیوي لپاره هم بېړنۍ پانګونه وشي.

یاده اداره په ځانګړي ډول د کوچنیو ماشومانو او امیندوارو ښځو د مناسبې تغذیې په برخه کې پر پانګونې ټینګار کوي.

یونېسف له نړیوالو مرستندویه ادارو هم غوښتي چې د افغانستان د تغذیې پروګرامونو لپاره ژر او انعطاف منونکې مالي مرستې برابرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...